د ایـوب (ع) ژوندلیک

1/ لنده پیژندنه:

   ایوب(ع) زوی دموص،زوی د درعویل زوی د العیص زوی داسحاق زوی دابراهیم – په ټولو باندي سلام- ده.دې ده په  پلار و نیکوکي دمفسرینو په منځ کې ترڅو چي العیص ته ورسیږي ډیر اختلافونه شته،همدارنګه دمور په نوم ونسب کی یي هم نه سره یو کیږي،خو کوم چي دعلماء ترمنځ مشهور ده، هغه دا لکه څنګه چي–ا بن کثیرپه خپل تفسیرکې– وایي: د ایوب(ع) سترنیکه العیص زوی داسحاق زوی دابراهیم(ع) ده،او دمور نوم یي- لیا- دمنسالور دیعقوب(ع)- لمسۍ ده.

2/ ایوب(ع) مخکي له ناروغي څخه:

   ټول روایتونه پدې باندي ټولوالي- اتفاق- لري چي ایوب(ع)ډیر لوی شتمن سړي وه،چي خورا پیسي ، مالونه، کروندې وغلا مان یي درلودل، او ډیري پیراخه ځمکي ودځارویودڅړځایونه یي د- حوران- په خاوره کي درلودل، وایي چي دومره اولادونه ومالونه یي درلودل چي هیڅوک یي برابری ته نشو ورسیدلي.

   برسیره پردې ډیر له خپل څښتن تالا څخه بیریدونکي انسان وه،په بي وزلانو، کونډو، یتیمانو،ومسافرواو ناروغانو باندې خورا مهربان پیغمبروه، تل به یي دیوه الله(ج) عبادت کاوه و نیکاري ته به یې غوښتنه ورکوله،او له حرامو وبدکاریو څخه به یي مني کول کول، دی دهرمحتاج مرسته کونکي وه ،او په هرځای کې دحق ویونکي وه.

3/ ورسته له شتمني څخه:

   ایوب(ع) داولادونو، مالونو، خوشحالیو وشتمنیوپه خوږو لحظوکي، دپاک الله(ج) په ازموینه کي بریالی شو،چی دا ټول خدای ورکړي نعمتونه یي بي له نیکاري څخه په هیڅ ډول بدکاري کي په کاروانه چول،او نه یي ځان تربل چا لوی وښه وګاڼه.

   ورسته تردینه بله ازموینه راغله هغه داچي نعمتونه وخوږي لحظي ټولي ختمي شوي،او ایوب(ع) په خوراسخته ناروغي باندي اخته شو،او له سختې لوږي وبي وزلي سره مخامخ شو،او ټوله وفاداري یي له خلکو سره دخلکو له خوا له هغه سره په ناځوانيووبي وفایي باندي بدله شوه،چي ډیرو کمو کسانو به دمرستي لاس کله کله ور وُغزاوه،او ډیر وخت به یي په لوږه او ډیرو کرغیړنو ځایو کي تیراوه،او خلکو به ورڅخه کرکه کوله،او نږدې به نه ورتلل،داځکه چي دې ده دبدن په غوښو کي به   چونجي ومیکروبونه لیدل کیدل،او له زخمو څخه به یي بوی راپورته کیده، او خلک به ورڅخه بیریدل چي ناروغي یي هغوی ته ورنشي.

4/ وفاداره ښځه:

   یوازنی انسان چي په زړه کي یي انساني الفت الله(ج) ور ایښی وه،او دایوب(ع) په چوپړوخدمت کي به ولاړه وه، هغه دې ده وفاداره ښځه وه چي –رحمه- نومیده،چي تل به یي په څنګ کي ولاړه وه،او خواړه به یي په خپلو هلو ځلو ورته را تیاره ول.

   دبي بي رحمي په هکله په تفسیرونوکي لکه – ابن کثیر- ډیرروایتونه راغي، چي ټول د دې دوفاداري واخلاص سپيڅلي هنداره ګڼل کیږي، دې به دبډایانوپه کورنوکي مزدوري کوله،او کوم خواړه به یي چي دکار له پایلي راپیداکړل، هغه به يي بیا ایوب(ع) ته راوړل،اوپه ډیر زړه سوي باندې به یې هغه ته ورکول.

   په دوی باندي داسي وخت راغي چي دخلکو په کوروکي –رحمي- مسکیني ته نورکارهم چا نه ورکاوه، په دې بیره چي دابه دایوب(ع) ناروغي دنورو کورونو ته ورنقل نکړي ، رحمه مجبوره شوه چي په هر ډول وي باید وږی ناروغ ایوب(ع) ته خواړه راپيداکړي.

   په کلي کی به ځینو شتمنو نجونو دسرویښتان چي ورته – باروکه- وایي په پیسو باندی به یي رانیول،چی خپل ځانونه پری سنګارکړي ، رحمي په دوی باندي دخپل نیم سر ويښتا خرڅ کړل، او په قیمت باندي یي ښه خواړه را ونیول،او ایوب (ع) ته یي راوړل، هغه ورڅخه پُښتنه وکړه ،چي له کومه ځایه دې داخواړه راپیداکړل؟ رحمي نه غوښتل چي دایوب(ع) دغم دپاسه غم ورکیږدي، ورته وُیي ویل چي په کورونو کي له کارکولو وچوپړي څخه مي راوړل.

    او په دوهمه ورځ یي دخپل سرنیم ویښتان نورهم خرڅ کړل،او خورا ښه خواړه یي ایوب(ع) ته راوړل، هغه سوګند وکړ چي غواړه ونه خوري، ترڅو چي پوه نشي چی له کومي لاري یي راپیداکړي دي، رحمي ته نوردپوټیدوځای پاتې نشو، ورته ویې ویل چي ویښتان مي خرڅ کړل،او خپل پوړني یي له سرڅخه لري کړ،ایوب(ع) کله چي دخپلي ښځي سر کل شوي ولید، ډیر ورته په غوسه شو او قسم- سوګند- یي وکړچی که لوی څښتن ورته روغتیا ورکړي ،نو هغه به سل-100- کمجینې ووهي.

    شاید چي دې موقف په ایوب(ع) باندي ډیر بد آثرکړي وي، نو ځکه لوی څښتن تالا دې ده دزړه له سوخت په و ینا کې وايي- اي زما ربه زه دې لوی بلاء د هرڅه کولو ته کمزوري کړي یم او ته دمهربانو مهربانتر یي-  :(وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (83)  الانبیاء

   ‍‍‍‍‍‍‍‍لوی څښتن تالا دخپل نبي دوعا ومنله،او ورته ویي ویل چي ، ځمکه په خپله پُښه- پخه – باندي وُوَ هه دا دمینځلو او څکلو سوړ ځاي ده،( ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ (42)  ص

5/ دلوی څشتن(ج) درمل:

   ایوب(ع) دخپل څښتن(ج) له امر سره سم ځمکه په پښو ولا سو باندي راوپلټه، ګوري چي دالله(ج) په قدرت سره له ځمکي نه چینه را وخوټیده،او اوبه ورڅخه را ووتلي، ایوب(ع) په اوبوکي خپل ځان ښه پاک ومیځه،او په مزه مزه یي غسل وبدن پاکول وکالي مینځل پکښي وکړل،ده لره پاک الله(ج) روغتیا وجوړتیا ورکړله، دي دلوي څښتن(ج)دشکرپرځايکولو کي اودځان وکالوپه جوړولو وسنګاره ولو کي وه،چي دې ده ښځه ورته راغلله،په داسي حال کي چي په خپل ورک ناروغ میړه پوسي ګرځیدله. دې چي ایوب (ع) ولیده ویي نه پیږانده،او تپوس یي ورنه وکړ، چي تاسو دلته دلوي څښتن تالا ناروغ پیغمبر ونه لیده،کوم چي هغه کله روغ وه کټ مټ لکه تاسو غوندي وه؟ ایوب(ع) ورته وویل چي هغه زه پخپله یم، دشتمنۍ وبي وزلۍ وناروغۍ په ازموینه کي لوی څښتن تالا بریالی وصبرکونکي وګرځولم،او اوس به ټول نعمتونه موږ ته بیرته راکوي، که چیري دهغه غوښتنه وي.

   په دي هکله باندي پاک الله(ج) داسي وایي: موږ دهغه غوښتنه پوره کړله،کومه ناروغي وبلاء باندي چي اخته وه ورنه لري موکړه،ورکه کورني موبیرته ورته راوستله،لکه څومره چي هغه وَه، په هم هغه اندازه مو نوره هم ورته زیاته وډیره کړه، چي دا زموږ له لوري په هغه باندي مهرباني ورحمت ده،اودعبادت کونکو لپاره یادونه وعبرت ده،( فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ وَآَتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ (84) الانبیاء

6/ دسروزرومولخان:   له ابي هریره – ض – روایت شوي چي زموږ پیغمبرمحمد(صلی الله عیله وسلم )  ویلي دي: هغه وخت کله چي ایوب(ع) لوڅ لپړ غسل کاوه،په هغه بانديې دسرو زرو دمولخانویوسیل راکوزشو،ایوب(ع) په خپلو کالیو- کپړو- کي دهغو راټو لول پیل کړل، پاک الله(ع) په هغه باندي غږ وکړي: یا ایوبه ما ته تر دینه ډیر شتمن نوې ګرځولي کوم چي ته یي ویني او ټولوې یي؟ایوب (ع) وویل هوکي – درسته- ده اِي زما لویه څښتنه،مګرستا تردبرکت راکولوڅخه ماته بله لویه شتمني نشته.

7/ دنیکارې ښځې سزا :  ورسته تردینه چي پاک الله(ج)ایوب (ع)ته روغتیا وجوړتیا ورکړه،او شتنمي ودژوند خوشحالي یي بیرته ورته وروګرځوله،په دي فکر کي شو چي خپل سوګند – قسم – دلوی څښتن په وړاندي پوره کړي،هغه داچي خپله ښځه سل لکړي یا کمچینې وُوَهي، خو داچي بې بي – رحمة – دوفاداري،ونیککاري،او انساني میني والفت خورا سترولوی مثال ګڼل کیده،نو پاک الله(ج) په هغې باندې مهرباني وکړه،نو ایوب(ع) ته یي امر وکړ، چي سل نري لښتي سره ټولی کړی اوپه یوه ګیډۍ کې یي سره  وتړي،اوپه خپله ښځه باندې دهغو یو وار وکړي، چي په وهلو کي یي ډیرزور وقوت نوي، چي پدې ډول به دې ده سوګند سرته رسیدلي وي،پاک الله(ع) وایي چي موږ دَی ډیر صبر کونکي پیداکړ،او بهترین عبادتکونکی وه،چي هره دنیوی ،دیني، دعائي غوشتنه به یي له لوی څښتن تالا څخه وه (وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ (44) ص

8/ ایوب (ع) دصابرانو لیډرده:

   داچي ایوب (ع) دپاک الله (ج) نبي وه، نو ځکه الله(ج) هغه په ډیره لویه بلا باندي اخته کړ،چي په صبر کولو کي دنړي والو لیډر وي،او هیڅ انسان یي دصبر درجي ته نشي ورسیدلی،داځکه چي هغه په خپله بلاکی له هیچا څخه بي له خپل رب څخه مرسته نده غوښتي، او په دې کي هم شک نشته چي دپیغمبرانو ونیکارانوبلا ترنوروخلکو لویه وسخته وي، په حدیث شریف کي راغلي دي چي: ترټولو ډیر په بلا اخته خلک پیغمبران دي، ورپُسې نیکاران،ورپُسې هریو چي تربل څخه ښه وي، هر سړی دخپل دین دقوت په اندازه په بلاء وسختی اخیه کیږي،که چیري دین یي قوی وُه نو سختي یي ډیره شوه.( اشد الناس بلاء: الانبیاء، ثم الصالحین، الامثل فالامثل ، یبتلی الرجل حسب دینه،فان کان في دینه صلابة زید في بلائه).

8/ صبرکونکي وشکرکونکي:

   له سفبان څخه پُښتنه وشوه چي دوه غلامان :یوصبرکونکي ده،اوبل شکرکونکي ده، دهریوه حکم څه دی؟ هغه ورته وویل چي دواړه یوشی دي،څکه پاک الله(ج) دایوب(ع) په صبرکي وایي:( نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ) او دسلیمان(ع) په شکرکي  وا یـي : ( نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ).

                                             صدقالله العظیم

لیکوال/ استاذعلي خان صافي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب