صافی بنسټ › د افغانستان لپاره
بنیاد صافی › برای افغانستان
Safi Foundation › for Afghanistan
د صافی بنسټ موخې
معلوماتو ته لاسرسی
د انترنت په لیکه، په خپله ژبه هر ډول معلوماتو ته لاسرسی اسانه کول او ژبې بډایه کول. خپلې ژبې ته چوپړ او پرمختګ.
غوره او وړیا زده کړه، هر چېرې، هر چا لپاره
د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د زده کړې زمینه برابرول، تر څو هر څوک له هر ځای وکولی شي غوره او وړیا زده کړو ته لاسرسی ولري.
روغتیا د ژوند لپاره
عامه خلکو ته روغتیايي کره معلومات وړاندې کول. د طب مسلک زده کړیالانو او کارکوونکو ته اړین زده کړې، معلومات، توکې او لارښوونې.
صافی بنسټ په اړه
د لوی او بخښونکي څښتن تعالی په نامه
الحمد الله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله وصحبه اجمعین.
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هر کار چې کوې او هر تصمیم چې نیسې، تر شا به یې یوه انګیزه وي، یو محرک به هرو مرو تا ددې کار سرته رسونې ته هڅوي. بیا نو د شخص تلوسه نوره هم ورته زیاتیږي، تر دې چې بشپړ یې کړي.
صافی بنسټ خپلو خلکو او ژبې ته د چوپړ او د افغانستان راتلونکی نسل په پوهې سمبالولو او ورته اسانتیا برابرولو په موخه رامنځته شوی، او هیله لري چې د هیواد په پرمختګ او رغونه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
صافی بنسټ په هیواد کې د ځینو ستونزو، په ځانګړې توګه پوهنیزو، زده کړیزو، معلوماتو ته نه لاسرسی او روغتیايي ستونزو او وروسته والي ته په کتو او په دې برخو کې بنسټیزو کارونو ته کلکه اړتیا حس کولو سره په ۲۰۱۸ م. کې په کار پيل کړ. له هغې راهیسې په پوره هوډ او ژمنتیا سره تر خپل وسه د هیواد ژبې او خلکو په چوپړ کې دی او هیله ده چې د دین، خلکو، ژبې او هیواد پر وړاندې خپله برخه مسؤلیت ادا کړو او هغه څه ته چې په کلکه اړتیا ده، لاسرسی ورته اسانه کړو.
صافی بنسټ سره مرسته
دا یې وخت دی چې سره یو لاس شو!
مرسته وکړئ، تر څو ډېر څه وکړو!
صافی بنسټ غیر انتفاعي -Non-Proftable- بنسټ دی؛ د چوپړتیاوو، کارونو او نورو ته د رسونې لګښتونه د چلونکو او ستاسو د استول شویو مرستو څخه پرې کیږي. نو ددې لړۍ د دوام، پرمختګ، اغېزمنتیا او کاري ساحې پراخولو لپاره موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو!
موږ سره په لاندې ډول مرسته کولی شئ:
مالي مرسته
د ویبپاڼو د چلولو، ویب کوربتوب او نورو لګښتونو لپاره ستاسو مرستې ته اړتیا لرو. د مالي مرستې لپاره دا نښه کېکاږئ.
ځاني او اکاډمیک مرسته
د بنسټ او ویبپاڼو اړوند د ځاني او اکاډمیک مرستو لپاره دا ځای کېکاږئ. د نورو معلوماتو لپاره لاندې تڼۍ کېکاږئ.
نور خبرول او شریکول
تاسو کولی شئ ویبپاڼې او موضاعت د نورو سره شریک کړئ، همدارنګه زموږ ټولنیزې رسنیو سره یو ځای شئ او نور راوبلئ.
ستاسو نظر، وړاندیز او انتقاد
درنو لوستونکو! لیکونکي او د پاڼې تخنیکي مسؤلین او چلونکي تر ډېره هڅه کوي چې ویبپاڼه له هر ډول تېروتنو څخه تشه وي، خو انسان ضعیف دی، له تېروتنو او نیمګړتیاوو خالي نه دی، نو ستاسو ټولو قدرمنو څخه هیله کېږي چې د بنسټ او ویبپاڼو د سمونې او لاپرمختګ لپاره خپل نظر، وړاندیز او انتقاد له موږ سره شریک کړئ.

