حواريون څوک وه؟

حواریون چا ته وايي؟

عيسى علیه السلام  يو شمېر شاګردان او اصحاب درلوده چي په حواريونو سره يادېده ددوى دزړه او باطن دصفايۍ له امله حواريون ورته ويل کېده.
د عيسى علیه السلام  دغه اصحابو درسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو سره مشابهت درلودئ الله جل جلاله  دوى په داسي عمل سره ياد کړي دي چي په هغه عمل کي يې ددوى ستاينه او مدحه کړې ده ځکه الله جل جلاله  فرمايي :
فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (52) رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ (53)  (سورة آل عمران الايتان ٥٢ ، ٥٣)
ژباړه : کله چي عيسى علیه السلام  ددوى څخه کفر وليدئ وې ويل : څوک سته چي دالله جل جلاله  مرسته وکړي؟ حواريونو وويل : موږ دالله جل جلاله  مرسته کونکي يو ، موږ پر الله جل جلاله  باندي ايمان راوړى دئ او ته شاهد اوسه په دې سره چي موږ مسلمانان يو. اې زموږ ربه ! موږ پر هغه څه باندي ايمان راوړى دئ چي تا نازل کړى دئ ، موږ درسول تابعداري کوو نو موږ دشاهدانو څخه وليکه.
الله جل جلاله  دهر پيغمبر لپاره مرسته کونکي او حواريون پيدا کړي دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : ترما وړاندي هيڅ رسول نه دئ راغلي مګر الله جل جلاله  دهغه لپاره په خپل امت کي مرستيالان او حورايون پيدا کړي دي….الحديث

د حواریونو شمېر څو تنه و؟

د حواريون شمېر دوولس تنو ته رسېدئ چي نومونه يې په لاندي ډول دي:
1. سمعان چي بطرس ورته ويل کيږي.
2. اندراس دسمعان ورور.
3. يعقوب دزبدي زوى.
4. يوحنا دزبدي زوى او ديعقوب ورور.
5. يرثو لماوس.
6. فيلبس.
7. (متي) عشار.
8. توما.
9. يعقوب دحلفي زوى.
10. (لباوس) ملقي تداوس.
11. سمعان القانوني.
12. يهوذا الاسخر يوطي . چي پټ منافق وو
داهم دحواريونو نومونه دي چي په متي انجيل کي ذکر سوي او او کنيسة دعيسى علیه السلام  ددوو نورو شاګرانو نومونه دبرنابا او تداوس په نومونه ذکر کړي دي او دهغه نورو نومونه يې حذف کړي دي ځکه دوى عقيده لري چي دغه دوه کسان دعيسى علیه السلام  په  خدايۍ باندي قائل وه او په  دوى کي يوتن په خپل نوم باندي انجيل هم لري چي برنابا انجيل ورته وايي خو کنيسة ددغه انجيل څخه منکر دي ځکه په دغه انجيل کي دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم بيان دئ ، دده مبارک صفتونه او زېرى پکښې دئ او دغه بيان ددوى دعقيدې څخه مخالف دئ.الله جل جلاله  ددوى په اړه فرمايي :
الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (سورة الاعراف الاية ١٥٧)
ژباړه : هغه کسان چي تابعداري درسول کوي چي نبي او امي دئ . هغه کسان چي په نزد خپل دغه رسول په تورات او انجيل کي ليکلى پيدا کوي ، دوى په نېکۍ سره امر کوي او دناوړه کارونو څخه يې منعه کوي ، دوى ته پاک شيان حلالوي او خبيث شيان ورته حراموي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب