د حضرت زبیر بن العوام رضي الله ژوند لیک

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د  ترور (عمه) ځوی او باجه (سانډو) حضرت زبیر بن العوام رضي الله له هجرت څخه ۲۸ کاله دمخه په مکه مکرمه کې زیږېدلی او هم په مکه مکرمه کې د حضرت ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په لاس یې د ځوانۍ (۱۶ کلنۍ) په عمر کې اسلام قبول کړی دی. سره له دې چې په مکه معظمه کې د مشرکینو او د خپل تره لخوا ددې لپاره سخت وربړول شو چې د اسلام له مبارک دین څخه بیرته کفر ته واوړي، خو هغه رضي الله عنه ورته همدا تاریخي خبره تکراروله چې: (( له مسلمانېدو پس به هیڅکله هم بیرته کافر نه شم)).

حضرت زبیر بن العوام رضي الله عنه د دوه هجرتونو(حبشې او مدینې منورې ته هجرتونه) خاوند، له عشره مبشره(په ژوندانه د جنت زیري باندې نازول شوي لس صحابه کرام) وو له جملې یو صحابي او همدارنګه د امیر المؤمنین حضرت عمر رضي الله له شهادت نه وورسته د ۶ کسیزې رهبري شورا غړی ؤ.

سره له دې چې حضرت زبیر بن العوام رضي الله عنه د خپل ژوند ډیره برخه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای تیره کړې وه، خو بیا یې هم ډیر لږ مبارک احادیث روایت کړي، ځکه هغه ډیر احتیاط کوونکی صحابي ؤ او ویرېده چې هسې نه په رسول الله صلی علیه وسلم پسې درواغ وتړي او په دې رقم سره جهنم کې ځانته ځای جوړ نه کړي.

د الله په لاره کې اولین توره ایستونکی صحابي

له هجرت نه مخکې په مکه معظمه  کې یوه ورځ آوازه خپره شوه چې رسول الله صلی علیه وسلم د مشرکینو لخوا شهید شوی دی، نو حضرت زبیر بن العوام رضي الله سمدلاسه ایستلې توره په لاس د مکې معظمې کوڅو ته راووت چې ګوري له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخ شو، نو رسول الله صلی علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکوله چې زبیره څه کوې؟ هغه رضي الله عنه ورته ځواب کې وویل:  چې ستا د شهادت آوازه مې واورېدله. نو بیا یې ورڅخه وپوښتل که چیرې داسې شوي وو تا څه کول؟ حضرت زبیر رضي الله ورته وویل: چې بیا مې مشرکینو ته د جګړې اعلان کولو. په همدې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د خیر او تورې ته یې د برلاسۍ دعاء وکړه.

حضرت زبیر رضي الله عنه د حضرت ابوبکر الصدیق رضي الله لور حضرت اسماء رضي الله عنها سره واده کړی ؤ او مدینې منورې ته له هجرت کولو وروسته داسې ګونګوسې خپرې شوې وې چې د مسلمانانو ښځې شنډې شوي او بچیان یې نه کیږي چې په همدې وخت کې د حضرت زبیر بن العوام زوی عبد الله بن الزبیر رضي الله عنهما پيدا شو، چې ورسره ټول مسلمانان زښت زیات خوښ او یهود او منافقین سخت خفه شول.

د بدر غزا په ورځ ملایکو هم د زبیر رضي الله عنه په شان زیړې پټکۍ وهلې وې، د خندق غزا په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله وغوښتل د بني قریظه د یهودانو حال معلوم کړي؛ حضرت زبیر بن العوام رضي الله عنه یوازینی صحابي وو، چې دغه کار ته آماده شو، ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: زبیر رضي الله عنه زما حواري(په دین کې ترټولو خوښ او نیږدې ملګری) دی.

ځوان صحابي حضرت زبیر رضي الله عنه ددې ترڅنګ چې په جنګ کې یو توریالی او میړنی صحابي ؤ، په سخاوت او ورکړه کې هم زیات مشهور ؤ. د هجرت په ۳۶ کال د ۶۷ کلونو په عمر ابن جرموز نامي کس لخوا په شهادت ورسیده.

الله جل جلاله دې حضرت زبیر رضي الله عنه ته په جنت کې عالي درجات ورکړي او زمونږ ځوانان دې هم الله جل شأنه په خپله نیغه لاره برابر کړي.

آمین

ژباړه: قدرت الله ((تنها))

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب