د کمزورو سیاستمدارانو، کمزورې پریکړې

د سیاستمدارانو قدرت او هوډ د هغو له خبرو څخه معلومیږي، سیاستمدار چې ژمنه کوي او یا پریکړه کوي، نو باید تطبیق یې هم کړي. که د عملې کولو په وخت کې له خنډ او فشار سره مخ کېږي او خپل پریکړه بدلوي په اصل کې دا د سیاستمدار کمزورتیا په ګوته کوي.

سیاستمدار یا مشر، چې کله پریکړه کوي، نو د هر څه د مخه باید د موضوع مختلفي خواوي وڅیړي، په دې ځان پوه کړي، چې د پریکړې د عملې کېدو پر وخت کې له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي، که ستونزي له منځه وړلای شي نو پریکړه وکړي او که لمنځه وړلای نه شي، نو بدیلي لارې  دې ورته ولټوي.
که د مشر پریکړه د  مشورو او تقسیماتو په اساس وي، نو مخکې له دې چې اختلافات را وپاریږي باید مشوره وکړي بیا خپل پریکړه اعلان کړي.

د فشار په اساس د مشر د پریکړي په بدلولو سره لاندې منفي تاثیرات زیږول کېږي.

اول: مخالفه ډله یا د فشار قوه ځآنته غره کېږي او د قدرت احساس کوي او ددې توان پیدا کوي، چې خپلې مداخلې ډېري کړي.

دوهم: د مشر ګمزورتیا ښکاره کوي، چې مشر د خپل پریکړي د عملې کولو توان نه لري او یا هم د تصمیم نیونې ښه مدیریت نه لري.

دریم: د دریمي ډلې یا شخص حیثیت او شخصیت جریحه داره کېږي.

څلورم: د مشر پر وړاندې عامه ذهنیت هم خرابیږي.

پنځم: د ډلو او اشخاصو تر منځ اختلافات ډېریږي، په نتیجه کې ددې پر ځای چې دغه ډلې تعمیري او اساسي کارونه تر سره کړي، د غچ اخیستلو په فکر کې وي.

مشر باید د مشرتوب خاصیت ولري او په پخپلو پریکړو کې جدی او قاطع ووسي. پریکړه یې باید بې طرفه وي او داسې پریګړه دې نه کوي چې سبا پرې پښیمانه وي او د نورو د اختلافاتو سبب شي.

د مشر د ښو پریګړو د عملې کېدا په هیله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب