د حضور (ص) غیږه نیول د رکانه سره

رکانه سره د حضور صلی الله علیه وسلم غیږه نیول

یو روایت کی دی چي حضور صلی الله علیه وسلمپه مقام بطحه کی وو هلته یزید بن رکانه یا رکانه چي هغه وخت کی کافر وو او دعربو نوموتی پالوان وو د حضور صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضر سو او له هغه سره وزی هم وی. ویې ویل ؛ چي ای محمد! آیا تاسو ماسره غیږ نیسي؟ هغه مبارک صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي که زه تا څملوم نو ته به څه راکړې؟ هغه ورته وویل چي یوه وزه .

همداسې حضور صلی الله علیه وسلم هغه سره غیږه ونیوله او هغه یی څملوه، هغه وویل؛ چي آیا دویم ځل غیږه نیسی راسره؟ بیا ورته حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي که مې څملولې نو دوهم ځل به څه شی راکړې ؟ ویې ویل چي یوه بله وزه بیا یی غیږه ونیوله او بیا یا دوهم ځل یی هم هغه څملوه – پالوان وویل چي اې محمده! چي دهیچا دا همت او جرئت نه وو چي ماسره غیږه ونیسی او تاسو یواځې هغه څوک یي چي زه مو څملولم بیا همدا رکانه کس مسلمان سو او حضور صلی الله علیه وسلم ورته هغه وزی بیرته واپس کړې –

حضور صلی الله علیه وسلم داسلام پخاطر هرتکلیف او ستونزه ګاللې حتی له غیږ نیونې څخه یې هم دریغ نده کړي، په هره بڼه او هرحال کې یې داسلام لپاره منډه کړې او خپل ټول عمر یې دین ته وقف کړي وو.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ …

(مراسیل ابی داؤد: ۱۴)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب