څلور هغه ځانګړتیاوې چې هر پیغمبر ته ورکول شوي وو

الله پاک هر پیغمبر ته څلور ځانگړتياوي ورکوي ترڅوخلگوته عذر او پلمه پاته نه شي:

۱:پېغمبر په غوره او اعلی نسب کي پيداکېږي.

ترڅوخلگ بيا دا پلمه ونه کړي چي داخو په کمزوري نسب کي وو،موږ دده تابعداري په دې نه کوله چي موږ تر دده په نسب کي لوړيو،دده په تابعداري شرمېدلو.

۲:پېغمبر د ښائسته صورت خاوندوي.

ترڅوداپلمه چاته پاته نه شي چي العياذبالله داپېغمبربدشکله وو،له ده څخه موږکرکه لرله.

۳:پېغمبر د ښه اواز خاوندوي.

ترڅوداڅوک ونه وايي چي  موږدده له اوازڅخه کرکه لرله،نوځکه ئې خواته نه ورتلو.

۴:پېغمبر د ښو اخلاقو خاوند وي.

ترڅو دا پلمه څوک ونه کړي چي دا خو داسي بد اخلاقه وو چي موږ نږدې نه شو ورتلی.
نورسول الله- صلى الله عليه وسلم- ترټولوپه غوره اواعلی نسب کي پيداشوی دی.
الله جل جلاله فرمائلي دي: اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ(الأنعام :۱۲۴)
ژباړه:الله ښه پوه دی چي خپل رسالت(پيغام)چېري کېږدي!!
يعني دا نبي الله پاک دنسب،کورنۍ،اخلاقو،کردار او نورو ښو صفاتو په اعتبار ښه پېژنده چي دده مثل نشته،نوځکه ئې ده ته نبوت ورکړ.

کله چي دروم باچا هرقل له ابوسفيان څخه  دنبي عليه السلام دصفاتو په هکله دپوښتنو په ترڅ کي وپوښتل:كيف نسبه فيكم؟

دده نسب په تاسو کې څنگه دی؟
ابوسفيان وويل: هو فينا ذو نسب (دی په موږکي د(لوی)نسب خاوند دی!!
هرقل وويل:وكذلك الرسل تبعث في نسب قومها.(صحيح البخاري ص:۴ج:۱)
په دې توگه پېغمبران دخپل قوم په نسب کي رالېږل کېږي!!يعني په عزتمند او شريف نسب کي.
عبدالله بن عباس رضی الله عنهمافرمايي:له قريشو هيڅ بطن داسي نه وو چي د رسول سره ئې نسب نه يوځای کېدی.
عن أبي هريرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
بعثت من خير قرون بني آدم قرنا فقرنا حتى بعثت من القرن الذي كنت فيه(رواه البخاري ص:۵۰۳ج:۱)
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:زه دآدم علیه السلام له اولادڅخه له غوره پېړيو څخه پېړۍ په پېړۍ رالېږل شوی يم،تردې چي له هغې پېړۍ راولېږل شوم چي زه پکې وم!!

عَنْ أَبِى عَمَّارٍ شَدَّادٍ أَنَّهُ سَمِعَ وَاثِلَةَ بْنَ الأَسْقَعِ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى كِنَانَةَ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَاصْطَفَى قُرَيْشًا مِنْ كِنَانَةَ وَاصْطَفَى مِنْ قُرَيْشٍ بَنِى هَاشِمٍ وَاصْطَفَانِى مِنْ بَنِى هَاشِمٍ ».(رواه مسلم ص:۲۴۵ج:۲)
له ابوعمارشداد څخه روايت دی چي ده له واثله بن اسقع څخه اورېدلي چي ويل ئې:ماله رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- څخه په داسي حال کي واورېدل چي ويل ئې:په يقيني توگه الله پاک کِنانة داسماعيل عليه السلام له اولادڅخه خوښ کړی دی،له کنانة څخه ئې قريش خوښ کړي دي،له قريش څخه ئې بني هاشم خوښ کړي  اوزه ئې له بني هاشم څخه خوښ کړی يم!!

دنبي عليه السلام کورنۍ دهاشمي کورنۍ سره پېژندل کېږي،هاشم دنبي عليه السلام نيکه وو.هاشم هغه څوک دی چي کله بنوعبدمناف اوبنوعبدالدارپه خپل منځ کي دمنصبونو د وېش په هکله صلحه سره وکړه،نوده دحاجيانو د مېلمستيا او هغوی ته داوبو د ورکولو ذمه واري په غاړه واخيسته.
هاشم مالدار او مشرسړی وو او لومړنۍ هغه څوک دی چي حاجيانوته به ئې ثريد(ماته شوې ډوډۍ)ورکوله،له دې امله ورته هاشم ويل کېږي ځکه چي ډوډۍ ئې ماتوله.

دی لومړنی هغه څوک دی چاچي د قريشو لپاره دوه سفرونه رواج کړل:دژمي اودوبي سفرونه.
هاشم شام ته دتجارت په نيت لاړ،کله چي مدينې ته ولاړ،دسلمی بنت عمروسره ئې نکاح وکړه اودهغې سره مقيم شو،بيا شام ته لاړ،خوسلمی دخپلي کورنۍ سره وه،په عبدالمطلب اميدواره شوه.
هاشم په دې سفرکي د فلسطين دغزې په سيمه کي مړشو،دده ميرمن سلمی عبدالمطلب په کال ۴۹۷م کي وزېږوی،دې په شيبه سره ونوموی،داپه دې چي دده په سرکي سپينوالی وو.

سلمی دخپل زوی پالنه دخپل پلار په کورکي کوله،په عبدالمطلب دهاشم له کورنۍ څخه چي په مکه کي وو،څوک خبرنه وو.
هاشم څلورزامن لرل چي: أسد،أبو صيفي،نضلة اوعبد المطلب وو.
پنځه ئې لوڼه لرلې چي : شفاء،خالدة، ضعيفة، رقية،ا وجنة وې.

مولوي عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب