د شرابو او قمار لڼد بيان

الهی لاښوونی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90 سورة المائدة).

ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دی څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَآ اِثْمٌ كَبِيرٌ وََّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ اَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَآ ( الفقره 219).

پوښتنه کوی دوی له تانه ( ای محمده ص ) (له حکم څښلو ) دشرابو اوقمار نه  (ای محمده ص دوی ته ) پدی دواړو کی ګناه لويه ده ،اوګټی دی لپاره دخلکو اوګناه ددی دواړو ډيره لويه ده له ګټی ددی دواړو نه .

1- )  شراب :

شراب (دڅښلو ماده )  ده چه له انګورو ،وربشو يا که  هر ډول کيمياوی تعامل ولری پدی شرط چه نشه ولری شراب بلل کيږی .

دشرابو په استعمال سره دانسان هغه لويه قوه  چه دښه او بد تميز ورباندی کيږی چه عقل دی دڅه وخت لپاره  له کاره لويږي، نوکله چه عقل له مينځه ولاړ حيا ، ښه او بد ،هلاکت او بربادی ،دغزت اوابرو  تميز هم له منځه ځی .

دسترشرافت لرونکی انسان  بيا دشيطان يوه آله وګرځی  چه خپلی لوبی به ورباندی کوی دغه وخت بيا له سړی څخه نامناسب کارونه سر وهی .

دشرابو دبديت په اړه نبوي ص ارشادات :

عَن ابنِ عَبَاسٍ قَالَ قَالَ رسُول الله صلي الله عليه وسلم مُدمِنُ الخَمرِ اِن مَاتَ لَفِیَ اللهُ تَعاَلی كَعاَبِدِ وَثن ٍ .(رواه احمد ).

له ابن عباس نه روايت دی چه رسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه هميشه شرابو څښلو واله  که په داسی حال کی مړشو ،نو دخدای ج مخکی به دده حاضريدل  دمشرک او بت پرست په شان کيږی .

عَن اَبِی مَلِكٍ الاَ شعَرِی اَنَّهُ سَمِعَ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم يَقُولُ لَيَشرَبَنَّ نَاسً مِن اُمَّتِی الخَمرَ يُسَمُّونَهَا بِغَيرِ اِسمِهَا ( رواه ابوداود ابن ماجه ) .

له ابي مالك الاشعری  روايت دی چه ما له رسول  الله صلي الله عليه وسلم نه اوريدلی دی  هغوی فرمايل :

چه زما په امت کی به څه خلق شراب څښی  (دفريب له وجی ) به هغه ته بل نوم کيږدی  يا به يی پر بل نامه يادوی .

حَرََّمَ اللهَ الخَمرَ وَ كُلّ ُ مُسكِرٍ حَراَمً (نساء ي ) . الله ج حرام کړی شراب  او ټول نشه  کوونکی شيان .

إنَّهُ لَيسَ بِدواءٍ وَلكِنَّهُ داَء ُ  (مسلم .احمد او ابوداود) . يقيناْ شراب دارو  ندی  بلکی درد دی .

اِجتَنِبُو الخَمرَ فَاِنّهَا مِفتاَحُ كُلّ َ شَرًّ  (حاكم ).

دشرابوله څښلو لری اوسی ! ځکه  يقيناْ شراب دټولو بديو کليء  ده .

قيمار يا جواری :

قيمار يو ناراکاره عمل دی چه په قرآنکريم ورته پليتی اوشيېانی عمل ويلی شوی دی .

دجاهليت په زمانه خلکو د قيمار دکاربار ډیر ذيات ؤ ، خلک ددی عمل دومره عاشقان وو چه ډير کرته به يی خپل بال بچ او خپلی ښځی هم پری داؤ کولی ،

چه داسلام مقدس دين پر يوه ځل ټول د قيماربازی ډولونه  حرام اعلان کړل .

پدی قسم معاملو کی بيع مزابنه ،محاقله ،ملامسه ،منابذه او حصاده او نور صورتونه موجود وو ، چه د احاديثو په کتابونو کی ذکر شوی دی .
دقيماربازی يا جواری هر قسم کار که په بازی لګولو ،شرط لګولو يا دبخت او اتفاق په بنا وی  په اسلام کی دا ټول نارواه دی .

لاټری ، بخت  او نور   چه نن ورځ ښه په  درز  روان دی  قيمار دی  ، ځکه ددی لپاره د ټکت اخيستل  يا د بخت معلومولو لپاره ثبت نام د چا مقصد نه وی بلکی د جايزی وتل يی مقصد وی .

داځکه چه ددی معاملو ګټه  نامالومه وی  چه لږ يا ډيره او يا به هيڅ هم نه وی  .

دقيماربازی ټول ډولونه حرام دی  کوم چه ديوه سړی مال بل سړی ته د بخت او اتفاق په بنا ورکول کيږی

نوځکه دا تجارت نه شو قيمار شو او همغه د جاهليت د وخت د غشوفال ته ورته شکل لری .

چه فرق يی د هغه وخت د خلکو ساده ګی او داوس وخت د خلکو چل ول او زرنګی ده او بس .

دنور وضاحت لپاره دغه کتابونه وګوری  :
حجة الله البالغه  ، شاولی الله دهلوی

اسلامی فقه        ، مولانا مجيب الله ندوی

فقهی مسايل     ، مولانا خاليد سيف الله رحمانی

آخری خبره :

هغه کسان  خدای ج مکړه که پدی ناولی عمل ککړ وی  په صدق او اخلاص سره دی خپل رب ج ته توبه وباسی  او څوک چه له خپل رب ج  څخه مايوسه او نا هيلی  يا نا اميده شی  نو نا اميدی له خدايه يوه کبيره ګناه ده چه د انسان له شانه سره نه ښايی  انسان همدا يو دربار لری او بس  او د الله ج د رحمت  دربار د هر چا پر مخ خلاص دی .

هغه وروڼه چه قصداْ يا په ناپوهی  سره غواړی نارواه کارونه  ، ناولی شيطانی بازارونه  زمونږ په اسلامی ټولنه کی رواج کړی  ،نو له دغه کار څخه لاس واخلی له خدای ج څخه وويريږ ی  .

ګوری ! په نړی ډير د کاربار کسبونه شته  نو تاسی ولی د بدبختو انسانانو په قطار ځان  ټيله کوی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب