د عیسی علیه السلام دعوت

عيسى علیه السلام  خلګ د حق او الهي دين ولوري ته راوبلل هغه دين چي الله جل جلاله  ورته وحي کړي وې ، عيسى علیه السلام  خپل دعوت يهوديانو ته پيل کړ، په يهودي ټولنه  کي انحرافات ،  خرافات او باطل کارونو خورا په لوړه کچه دود موندلى وو ، کوم دين چي پر موسي علیه السلام  باندي نازل سوى هغه يې زيات ځايونه پر خپلو طبيعتونو باندي بدل کړى وو. داچي ډېره زمانه يهوديانو ته الهي استازى نه وو راغلى ټول سخت زړه انسانان جوړ سوي وه په حقيقي دين کي يې لاس وهلى وو کوم اياتونه چي په تورات کي موجود وه په هغو يې پسخند واهه دلهو اولعب مورد يې ګرځولي وه دانبيآؤ علیهم السلام  مسير يې پرې ايښي وو پر هغه لاره به تلل چي ددوى زړونو به وغوښتل له همدې امله الله جل جلاله  په دوى کي عيسى علیه السلام  په پيغمبرۍ باندي مبعوث وګرځاوه څو دوى سيده او مستقيمي لاري ته راوبولي ، هغه تحريف او تبديل چي دوى په دين کي کړى وو هغه اصلاح کړي .
 کله چي عيسى علیه السلام  ددعوت لپاره قيام وکړ ، نو لومړى يې هغه تحريفات چي دوى په تورات کي کړي وه هغه يې  اصلاح کړه او ځيني شيان چي الله جل جلاله  پردوى باندي ددوى دسرکښۍ له امله حرام کړي وه حلال يې وګرځول . الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  دنبوت دهدف دده دخولې څخه بيانوي او فرمايي:
وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ (50) إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (51)   (سورة آل عمران الايتان ٥٠ ، ٥١)
ژباړه : او تصديق کونکى دئ دهغه څه چي زماپه مخ کي دئ دتورات څخه او ددې لپاره چي زه حلال کړم ځيني هغه شيان چي حرام کړل سوي وه پرتاسو باندي او تاسو ته راتلل وکړم په معجزه سره ستاسو درب دلوري څخه نو وبېريږئ او زما اطاعت وکړئ ، بېشکه الله جل جلاله  زما او ستاسو رب دئ نو تاسو دهمدغه الله جل جلاله  عبادت وکړئ ، دايوه سيده لاره ده.
الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  دنبوت دثبوت لپاره دده پرلاس باندي ډول ، ډول معجزې ښکاره کړې چي دمعجزاتو دبيان په ځاى کي به يې بيان کړو انشاء الله.
عيسى علیه السلام  ديهوديانو دلوري څخه ددوى داستکبار سره مخ سو ، دخپل دعوت په اوږدو کي يې ددوى څخه سخت تکليفونه اوزحمتونه وليدل په ځانګړي ډول دکاهنانو او ددوى دقوم د رئيسانو دلوري څخه دسختو تکليفونو سره مخ سو . دوى ظالمانو په تورات کي لاس وهنه کړې وه او په دغه  تحريف سوي تورات سره يې دعيسى علیه السلام  سره مقابله کول . عيسى علیه السلام  دکتبة ، کهنة او فريسين سره مناظره وکړه په ټينګو دلائلو سره يې چوپ کړه.( فريسين هغه خلګو ته ويل کېده چي ټول عمر به يې عبادت ته بېل کړى وو ددنيا سره به يې هيڅ اړيکي نه درلودې ، کتبة هغه کسانو ته ويل کېده چي ددين ليکونکي او واعظان وه .  کهنة دهيکل او معبد خادمانو ته ويل کېده.)
عيسى علیه السلام  خپل دعوت ته دوام ورکړ، ددوى دعابدانو ، کاتبانو او کاهنانو سره يې سختي جګړې وکړې ، تحريف ته يې متوجه کړه او دحق دين ولوري ته يې راوبلل آن تردې چي خلګ دده دعوت څخه په تنګ سوه او دده څخه دخلاصون لپاره يې يوه طرحه جوړه کړه.
ديهوديانو علماؤ او مشرانو ټولو مشوره سره وکړه چي دغه  سړي زموږ دين باطل بولي مقصديې دادئ چي خلګ ټول په خپل ځان پسي روان کړي نو ددې مخه نيول پکار دي هغه داچي بله چاره نسته بېله دي چي داسړى ووژل سي بالاخره پر دغه خبره يې اتفاق سره وکړى . روماني حاکم چي بيلاطس التبطي نومېده او دقيصر له خوا ددغه سيمي آمر ټاکل سوى وودوى دعيسى علیه السلام  په اړه ورته شيطانت وکړ. خپل نظر او رايه يې ډېره ورته ښايسته کړه او ورته وې ويل :عيسى علیه السلام  غواړي چي پريهوديانو باندي پاچاهي وکړي او دموجوده ودان حکومت دخرابېدو هڅه کوي په همدغه ترتيب دوى هڅه وکړه څو ددوى دسيمي واکمن په دې قانع کړي چي عيسى علیه السلام  يا ووژني او يايې په دار وځړوي څو دوى ځني خلاص سي . حاکم هم داسي پرېکړه چي عيسى علیه السلام  ونيسئ او په دار يې وځړوى . عيسى علیه السلام  دقوم دناروا لومو څخه خبره سو نو ځکه يې دځان لپاره يو پټ ځاى وټاکى څو دپاچا عسکر يې پيدا نه کړي او په دار يې ونه ځړوي .
دوى ويلي دي : يوه ورځ عيسى علیه السلام  پر يوه مرکب باندي سپور داور شيلم لوري ته راغلى په داسي حال کي چي دده اصحاب دخرماووتر  درختو لاندي ناست وه ملاقات يې دده سره وکړ، ده ورته وويل : ځيني داسي خلګ سته چي زما سره خوراک او څيښاک کوي مګر غواړي چي ما زما دښمن ته په لاس ورکړي تردې وروسته يې خپلو اصحابو ته نصيحت پيل کړ، ورته وې فرمايل : هغه وخت نژدې دئ چي دبشر اولاد به دخپل پلار سره يوځاى سي زه يو داسي ځاى ته تلونکى يم چي ستاسو راتګ هغه ځاى ته شونى نه دئ مګر زما نصحيت ياد وساتئ هغه داچي تر ماوروسته به ]فارقليط(فارقليط يو پيغمبر دئ چي عيسى علیه السلام  يې په راتګ سره خپل قوم ته زېرى ورکړى دئ او په يوناني ژبه کي دغه لفظ داحمد په معنا دي.)[
تاسو په پيغمبرۍ سره ولېږل سي هر کله چي دغه پيغمبر راغلى نو تاسو ته به زماتائيد او تصديق وکړي ، که تاسو ددغه پيغمبر په زمانه کي ژوندي واست نو زما دغه پيغام تر ده پوري ورسوئ هر کله چي دغه پيغمبر راسي تاسو به دهدايت ولوري ته وهڅوي او تاسو ته به لارښوونکى وي زما ستاينه به کوي اوس هغه وخت نژدې دئ چي بيا به تاسو ما نه ووينى. تردې وروسته عيسى علیه السلام  داسمان لوري ته سترګي واړولې او وې ويل : ما په مځکه کي ستا نوم په لويۍ سره ياد کړى دئ په کوم څه سره چي زه تا امر کړى وم هغه مي پوره کړى.( تاريخ تعقوبي ، دعقيده اسلامي نومي کتاب څخه نقل چي دحبنکه تاليف دئ.)
عيسى علیه السلام  دخپلو شاګردانو سره يوځاى په يوه ځاى کي اوسېدئ دده سره يو خائن کس وو چي (يهوذ الاسخر يوطى) نومېدئ دى دحواريونو له ډلي څخه وو خو منافق وو لکه مخکي چي عيسى علیه السلام  اشاره ورته کړې وه او فرمايلي يې وه چي داسي کسان سته چي زما سره خوراک او څيښاک کوي مګر غواړي چي ما حکومت ته په لاس ورکړي . همدغه منافق وو چي عيسى علیه السلام  يې دولتي پلټونکو ته په لاس ورکړ، ځکه کله چي پوليس په عيسى علیه السلام  پسي ګرځېده نو ده وليدل ژر ورغلى او هغه ته يې دډېرو لږو پيسو په بدل کي  عيسي علیه السلام  وروښودى څو عيسى علیه السلام  ووژني يعني ددېرشو درهمو په بدل کي يې وروښودى. تردې وروسته پوليس هغه ځاى ته ورغلل په کوم ځاى کي چي عيسى علیه السلام  شتون درلودى . دالله جل جلاله  ستر حکمت وو چي دعيسى علیه السلام  شکل يې هغه منافق ته ورکړى پوليسو دستي هغه منافق ونيوى دعيسى علیه السلام  ګومان يې پرې وکړ، بيا يې په دار باندي وځړوى. عيسى علیه السلام  الله جل جلاله  داسمان لوري ته پورته کړى. الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :
وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ (سورة نساء الاية ١٥٧)
ژباړه : دوى عيسى علیه السلام  نه دى وژلى او نه يې صليب کړى دئ مګر پر دوى باندي متشبه والى راغلى بېشکه هغه کسان چي په عيسى علیه السلام  کي يې اختلاف کاوه په شک کي وه.
کله چي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  اسمانو ته پورته کاوه دده عمر ٣٣ کاله وو په دې لحاظ نو وبني اسرائيلو ته  دده ددعوت مده درې کاله کيږي ځکه الله جل جلاله  دى پر دېرشم کال باندي په پيغمبرۍ باندي ولېږى. صلوت الله عليه.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب