د دعوت شرطونه

د دعوت شرطونه کوم دي؟

هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه کوي خلق د نيکی طرف ته بولی او له بدو کارونو خلق منع کوي  دده دعوت ،وعظ او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په لاندې شرايطو برابر وي  او که په لاندې شرايطو برابر نه وي ( د حکمت په طريقه ) نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثر هم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي .

دنبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامې دعوت په حکيمانه ټوګه روان ؤ په ډير لنډوخت کې تقريباً ټولی نړی ته دين ورسيدو او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي  داخو پر ځای پريږده چې نړي ته مو دين ونه رسولو بلکی خپل کور،کلی او ولس مو لاهم  د اسلام په ٪30 احکامو خبر نه کړل!!!!

۱- تقوی :

 دتقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو انجامول اود ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .

کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  دپوهی او ادراک قوه يې لوړيږی  او الله تعالی (جدده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .

قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴).

د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعی به د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .

د داسې کس په اړه سخت وعيد دي

حديث : عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267).

ژباړه : اسمامه رض وايې چه له رسول الله ص نه مې ارويدلی چې ويې فرمايل :دقيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته وروغرځول شي اوپه تيزی سره به يې کلمی د باندې تويې شي         په خپلو کلمو به دخره د څپر په شان غوبل کوي .

دوزخيان به  دده چاپير راټول شي ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی آيا ته نه وي  چې مونږ ته  به مو امربالمعروف  او نهی عن المنکر نه کولو؟

وايې به هو تاسې ته به مې په نيکی امر کولو خو خپله به می نه انجامول او تاسې به مې د منکر کار څخه منع کولی خو خپله به می انجامول .

۲- اخلاص :

يعنی  د دعوت  نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .

داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددی پرځای چې خلک د الله (ج)  دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .

دا ډير تباه کونی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لری  الله تعالی (جدې مونږ تری وساتی .

۳- علم :

بل شرط د دعوت لپاره علم دی  قوله تعالی  :

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)

(( ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه دغه لاره زماده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان ) )).

حسن بصری رح  پدی اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .

۴- تواضع  :

ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړ لو ته تواضع وايې .

 

تواضع د خدای (ج)  د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق(رض) فرمائيلی : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبی  مسلمان هم د خدای (ج)  په نزد لوی او محترم دی .

اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي .

۵- حلم :

حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولوته او عقل نه کار اخيستلو او دعفوی او بخشش لاره غوره کولو ته  وايې .

چې د يوه دعوتګر لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی  ځکه  دعوت ورکونکې هدف د زړونو لاس ته راوړل  او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .

حضرت علی (رض)  زړه د يوه حيوان سره تشبح  کړی  چې يوازی  په نرمی رام کيږي او بس .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب