اسلام او ساینسد اسلام او قرآن اعجاز

د مځکې ګردوالی| ساینسي معجزې په قران کریم کې

د مځکې ګردوالی:

په لومړي وختونو کې خلکو دا عقیده درلوده چې م ځکه اواره ده او ویریدل چې د هغه نه ونه لویږي.
‎(فرانسیز درایک ) لومړی سړی وو چې هغه په کال(۱۵۹۷ )که د بحري سفر وروسته وویل چې مځکه ګردۍ ده.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۳۱:۲۹«آیا نه وینئ چې بېشکه الله ننباسي [یولج] شپه په ورځ کښې او ننباسي ورځ په شپه کې او مسخر کړی دي تاسو ته لمر او سپوږمۍ هر یو روان دی تر ټاکلي مودې پورې»

یولج (ننباسي) مانا لري ،کرار او په تدریج سره ننیستل .
نو که مځکه اواره وای نو شپه په ورځ او ورځ په شپه  به یو وار دفعتاً اوښتله نو دامبارک ایات دا  مانا لري چې مځکه ګردۍ ده.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۳۶:۴۰«نه دئ لمر لایق دغه لره چې لاندې کړي سپوږمۍ ونه شپه ړومبۍ کیدونکي ده له ورځي او دغه ټول( فلکي اجرام) په اسمان کې چورلیدونکی [یسبحون] دی»
د یسبحون چې له (سباحه )نه اخیستل شوې  ده لغوي مانا یې(حرکت، څلورو خواووته ګام (قدم )واهل  او وضعي حرکت دئ)
(taymiyah )ابن تایمیحا ه چې (۱۳۲۸ )کي يې وفات کړی دې یو مشهورمفسیر ووهغه  په مجموع الفتوا ه شپږم ټوک( ۵۶۶-۵۶۷) پاڼه کې لیکي : فلک چې جمع یې( الفلوه )ریښه یې  فلکان  ده ګردي شي ته وایي
هغه وایي: آسماني اجرام ټول ګردي دي  نو لمر او سپوږمۍ هم فلک  یعنی ګردي دي

ابن عباس وایی فلک څرخیدونکي ارغړۍ ته وایي
خلیفه رشید وایي «دحها »د شتر مرغ هګۍ ته وایي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۷۹:۳۰«.. او مځکه وروسته له دغه صافه [دحها]وغوروله»
(دحها) مانا  په هکله ( ا. یوسف علی) وایي دحها یوه معنی وسیع او پراخه او بله معنی یې د شتر مرِغ هګۍ ده  نوځکه مځکه د شتر مرغ د هګۍ سره ورته بڼه لري.
د مځکې د ګردیوالي یو ثبوت د دوو ختیزو او دوو لویدیزو ذکر دئ:
الله (ج) په قران کریم کې فرم ایي:
۵۵:۱۷«رب د دواړو مشرقینو او دواړو مغربینو دی »

دا دا مانا لري چې لمر په نیمه کره د ځمکې کې را پورته کیږی او بلي خوا ته غروب کوي دا یې یو ختیځ او یو لویدیځ او په بله نیمه کره کې بیا لمر دبل ځایه را خیژی او بل چیری لویږی دا یې دوېم ختیځ او لویدیځ که مځکه اواره وای نو یو ختیځ او یو لودیځ  به  ویل شوی وایي همدا علت دی چې په نیمه کره کې ورځ او عین وخت کې په بله نیمه کره کې شپه ده او د دواړو مغرب او مشرق سره توپیر لری.

همدا علت دی چې دلته  د دوو ختیزو یا دوو لویدیزو فاصله نسبت له لویدیزه تر ختیزه واټن نه زیاته ښوول شوی ده ځکه دیوې نیم کرې د لمر ختلو ځای د بلي نیم کرې دلمر لوېدولو ځای دی
۴۳:۳۸«…کاشکی چې وي په منځ زما اوستا کښې لری والۍ لکه د مشرقینو…»

پوهنمل محمودنظری

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close