ځمکه په یو وخت کې درې ډوله حرکتونه ترسره کوي

ځمکه (Earth) تر ټولو بختوره سیاره ده، دا سیاره د هر راز نعمتونو څخه برخمنه ده، او بې شمېره ژوندي موجودات پکښې ژوند کوي، چې له هغې جملې 7.9 بیلیونه انسانان او بې شمېره نور ژوندي ژوند پکښې کوي.

ددې سیاري د حرکت په اړه بېلا بېل نظرونه موجود و، تر شپاړسمې پېړۍ پورې ځمکه یوه ولاړه سطحه بلل کېده، او نظریه وه داسې چې لمر، سپوږمۍ او ټول ستوري دې پر ځمکه راګرځي. او ځمکه یې د ټولو کائناتو مرکز باله. خو ورورسته شپاړمه پېړۍ کې ثابته شوه چې ځمکه پر خپل مدار د لمر پر شاوخوا را څرخي. او کائنات دومره لوی دي چې ځمکه د یوې زرې حیثیت هم نه ورته لري.

خو الله تعالی په قرانکریم کې ۱۴۰۰ کاله مخکې فرمایلي؛

[سُوۡرَةُ النَّمل : 88]《وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِىَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ》

نن ته غرونه وينې او ګومان كوې چي ښه كلك ښخ شويدي.
په داسې حال کې چې دوی د وريځو په څېر حرکت کوي.

که موږ فکر وکړو نو غرونه هیڅ حرکت نکوي، خو الله تعالی فرمایي چې دوی بیا هم د وریځو په ځېر په حرکت کې دي. نو معلومه شوه چې دا حرکت د ځمکې له حرکت څخه عبارت دی. یوازې غرونه نه، بلکې سمندرونه، سیندونه، هواره سطحه، ټول ژوندي موجوادت او په ټول کې ټوله ځمکه په حرکت کې ده.
دلته الله تعالی یو بل ډېر مهم ټکې ته اشاره کړې، ( دورځو په څېر حرکت) . اوس که الله تعالی هغه وخت فرمایلي وای چې د الوتکې په څېر نو هغه وخت خو الوتکه نه و نو ښایي هغه وخت انسانان نه وای ورسره پوه شوي. همدارنګه که الله تعالی داسې ویلي وای (چې غرونه د آس په څېر حرکت کوي) ځکه هغه وخت کې آس موجود و، خو آس بیا نسیت وریځې ته کرار حرکت کوي او وريځ ډېر تېز حرکت کوي، کله چې ورېځ له سمندرونو راپورته شي، نو د وچې په طرف ډېر چټک حرکت کوي، نو ځکه الله تعالی د وريځي مثال ورکړی.
او بله دا چې وريځ اوس هم شته او مخکې هم وه او دا یو ډېر ښکاره او څرګند مثال دی.

همدارنګه الله تعالی فرمایي؛ [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 33]
وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ الَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ
ژباړه: او هماغه الله دى چي شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ یې پيدا کړل، هر یو د دغو سیارو څخه په یو (بېل بېل) مدار حرکت کوي، ګرځي.
* دلته له شپې او ورځې څخه هم (ځمکه) عبارت ده، ځکه الله تعالی ویلي چې (هر یو له دغو سیارو څخه حرکت کوي، چې شپه او ورځ یې هم پکښې شامل کړي دي او د سیارې نوم یې ورکړی دی، نو له دې څخه عبارت ځمکه شوه) دوی ټول په یو بېل بېل مدار حرکت کوي، او په دې آیت کریمه کې هم د ځمکې حرکت ثابت شو.

★ ځمکه په یوه ثانیه کې درې ډوله حرکتنه ترسره کوي؛
① وضعي حرکت: دا حرکت په 24 ساعته کې بشپړ کیږي او شپه او ورځ ور ځخه رامنځه کیږي.
په دې اده الله تعالی فرمایي؛
تُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ ۖ
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 27]ژباړه: شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسې او ( يوه له بلي څخه راووځي).
*له دې آیت مریمه کریمه څخه د ځمکې ګردیوالی هم ثابتیږي، ځکه الله فرمایي چې موږ ورځ په شپه کې ننباسو، که موږ فکر وکړو یو ګرد شی کولای شي چې په بل شي ننوزي، لکه دموټر د ټایرونو نټونه، چې ګرد شکل لري او یو په بل ننه اېستل کیږي او ټینګیږي.

[سُوۡرَةُ يٰسٓ : 37]وَءَايَةٌ لَّهُمُ الَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ
ژباړه: د دوى لپاره يوه بله نښانه شپه ده، موږ د هغې له پاسه ورځ ايسته كوو، نو پر دوى تياره خوريږي.

[سُوۡرَةُ الحَجّ : 61]ذٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ
ژباړه: دا ددې لپاره چي الله شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسي او الله اورېدونكى او ليدونكى دى

* له دې مبارکو آیتونو څخه په څرګنده توګه د ځمکې وضعي حرکت ثابت دی*

② د ځمکې انتقالي حرکت: ځمکه د لمر په شاوخوا په ثانیه کې د 30 کیلو مټره په چټکتیا سره حرکت کوي او په 365 ورځې او شپږ ساعته کښې یو پړاو پوره کوي، چې له ( یو کال) څخه عبارت دی.

③ د ځمکې لوی حرکت: ځمکه د شېدو لاري (Milk way) کهکشان پر شاوخوا د لمر سره یو ځای راګرځي، خو دا چاره بیا ډېر زیات وخت نیسي چې یو پړاو پوره کړي.
له 225 میلیونه کلونو څخه نیولې بیا تر 250 میلیونه کلونو پورې وخت نیسي چې د شېدو لاري (Milk way) کهکشان پر شاوخوا راوګرځي.
په دې حالت کې لمر هم ډېر تېز حرکت کوي، چې په یوه ثانیه کې یې حرکت 250 کیلو مټره دی.⇩

د لمر ددې حرکت په اړه الله تعالی فرمایي:
[سُوۡرَةُ يٰسٓ : 38]وَالشَّمْسُ تَجْرِى لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ۚ ذٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ
ژباړه: او لمر د خپل ټاكلي ځای خوا ته ځي، دا د خورا ډېر ځواكمن پوه ذات، وضع کړی حساب دى.

* په لومړي سر کې ساینس‌پوهانو دا خبره نه منله چې لمر دې هم د ځمکې په څېر حرکت کوي، خو لږ وخت مخکې دوی و پوهېدل چې لمر هم حرکت کوي، لمر په 25 ورځو کې یو ځل پر خپل محور راڅرخي، او پر کهکشان باندې راګرځېدل یې بیا 200 میلیونه کاله وخت نیسي چې یو پړاو پوره کړي.

★ خو جالبه داده چې که چیري یوه ثانیه هم د ځمکې حرکت ودریږي، نو ټوله ځمکه به له تباهۍ سره مخ شي.
《ان الله علی کل شیء قدیر》
الله تعالی په هر څه ځواکمن او قادر دی.

لیکنه: محمدرسول حمزه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب