خرما په احاديثو کې او د ساينس له نظره

د خرما په هکله ډېر زیات حدیثونه راغلي دي، په بخاري شریف کي (۲۱۴) حدیثونه راغلی دی اوپه صحیح مسلم کي د(۱۰۰)  نه زیات حدیثونه راغلي دي او همدارنګه د احادیثو په نورو کتابونو کي هم، دخُرما د ګټو په هکله ډېر څه راغلي دي، خو دلته د ټولو ذکر کول ناشوني دي، نو زه باید په یو څو مبارکو احادیثو باندي اکتفاء وکړم:

۱: حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایي، چي رسول الله (ص) فرمایلي، چي خُرما یوه عمده دوا ده.

۲: حضرت انس بن مالک (رض) وایي چي رسول الله (ص) وفرمایل چي په ټولوخُرماووکي برني خُرماښه ده، ځکه ناروغی لیرې کوې او هیڅ ضمر څیز په کي نشته. (طب نبوی اورجدیدساینس)

۳: حضرت ابوهرېره (رض) وایي چي رسول الله (ص) وفرمایل چي دخُرما له خوړولو څخه دقولنج درد (Obstructive Colic) نه پیداکيږي.

(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)

۴: اسماء بنت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهما وایي، چي په مکه معظمه کي د عبدالله بن زُبیر د پیداکېدو تکلیف راپیدا شو او کله چي قباء ته راورسېدم، نو ماشوم پیدا شو، بیا رسول الله (ص) ته ورغلم او زبیر مې په مبارکه غیږکي ورکړ، هغه (ص) خُرما را وغوښتله، په خپله مبارکه خوله کي یې وژووله او د خپلو برکتي لاړو سره یې د ماشوم په خوله کي ورکښېښودله او وروسته یې د برکت دعاء ورته وکړه، چي داپه مسلمانانو کې لومړی ماشوم ؤ. (بخاری شریف اومسلم شریف)

۵: حضرت ابوهریره (رض) وایي چي نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چي زما په نزد د هغو ښځو لپاره چي ډېر حیض (Hemorrhage) لري خُرما او د ناروغه لپاره عسل، تردې غوره بله دوا نشته. (طب نبوی اور جدید ساینس بحواله ابونعیم)

۶: نبی کریم (ص) وفرمایل چي خدای پاک بي بي مریم رضی الله عنهاته د غذا لپاره د خُرما امر وکړ، که چيری د خدای په نزد تردې ښه غذا وای، نو هغه به ورته فرمایلي وای. (نزهة المجالس)

۷: حضرت عبدالله بن عباس (رض) وایي چي نبي کریم (ص) فرمایلي، چي سهار په نهاره باندي خُرما وخورئ،ځکه  ددې عمل سره د نس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کيږي.

۸: نبی کریم (ص) وفرمایل چي عجوه خُرما د جنت له میوو څخه ده، دا خرما د زهرو لپاره شفاء ده، هر هغه څوک چي هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوري؛ پرهغه سړي جادو او زهر اغیزه نه کوي.

د خُرما کيمياوي مواد:

هغه خُرما چي په ونه کي ښه پخه شوي وي، لاندني موادلري.

Calories 270(کالوریز)          

Copper 0.21(مس)          

Magnesium 58.9(مګنیزیم)

Potassium 0.54(پوتاشیم)

Chlorides 290(کلورایدونه)

Calcium 67. 09(کلسیم)

Iron 1. 61(اوسپنه)

Protein 3.0(پرتین)

Phosphorus 63. 8(فاسفورس)

Sulphur 51. 6(سلفر)

له دې موادوڅخه علاوه په خُرماکي داموادهم شتون لري.

Cellulose, Starch, Sucrose, Insert, Sugar, Vitamins, Fats, Tannin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides

په ځینو خُرماوو کي ددې موادو اندازه توپیر لري.

خرما عجوه
خرما عجوه

دمدینې منورې عجوه او برنی خُرما په ټولو خرُماوو کي د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده، لکه په حدیث شریف کي چي هم راغلی دي.

د روغتیا لپاره هغه خرُما ډېره ښه ده چي په ونه کي پوره پخه نشي اوسنی طب خُرما د ډېرو ناروغیو لپاره درمل ګڼي چي هیڅ شک پکښې نشته، د بېلګې په ډول د هغو ناروغیو لپاره چي د یخنۍ په وجه پیدا کيږي او یا هم بلغمي ناروغۍ وې. همدارنګه خُرما دزړه او دماغ د قوي کېدو لپاره، د حافظې د تقویه لپاره، د وینې د کمې (Anemia) لپاره ، دپښتورګو د قوي کېدو لپاره، د تنفسي ناروغیو(Respiratory Diseases) لپاره او په ځانګړي ډول د سږو د نفس تنګۍ (Bronchial Asthma) لپاره ډېره اغیزمنه ده.

خُرما د هغو مېرمنو لپاره چي ماشوم يې په  ګېډه وي خورا ښه اغیزه لري، ځکه ښځه په دغه وخت کي د وینې له کمښت سره لاس او ګرېوان وي، چي خُرما ورته کيمیا ده.

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب