روژه دقران کریم او خيراتونو میاشت

د عثمان بن عفان رضي الله عنه په باره کې ډیر روایتونه راغلي دي چې په روژه کې به یې هره ورځ قرانکریم ختماوه ،
امام شافعي رحمه الله به په روژه کې شپیته ځله قرانکریم ختماوه ،
یعني په شپه او ورځ کې دوه ختمه ، امام احمد به په روژه کې نور کتابونه وتړل او ویل به یې داد قران میاشت ده ، امام مالک به په روژه کې ټوله علمي بوختیا بنده کړه او ویل به یې دادقران میاشت ده ،
دیوه بل عالم په اړه وایې چې دمرګ په وخت یې دکور والو ورته ژړل ده ورته وویل : مه ژاړئ ! په خدای سوګند په رمضان کې به مې ددي جومات دهري ستني خواته لس ځله قران ختماوه ، اوپه جومات کې څلور ستني وې ، یعني په روژه کې به یې څلویښت ځله قرانکریم ختماوه ،
مشهور محدث ابن شهاب الزهري رحمه الله به په روژه کې دحدیثو او نورعلوموبوختیا پریښودله او ځان به یې یواځي قران ته فارغ کړ
او سفیان الثوري به نورټول عبادتونه کم کړل او د قرانکریم تلاوت به یې زیات کړ ،
په روژه کې له قرانکریم سره دصحابه کرامو د تعلق زیاتوالی له هغه مشور روایت نه هم معلومیږې چې دری ورځي رسول الله صلي الله علیه وسلم هغوی ته دتراویحو لمونځ ورکړ بله ورځ خلک ډیر زیات شول او رسول الله صلي الله علیه وسلم نه راووت بله ورځ راغی او ورته کړه یې : ماچې ستاسو حال ولید وویریدلم چې هسي نه تراویح درباندي فرض نشې ځکه نه راووتلم داراز دعمربن الخطاب رضي الله عنه دخلافت په وخت کې به په مسجد نبوي کې دصحابه و مختلف ټولي په تراویحو بوخت وو او اخر عمر رضي الله عنه دصحابه کرامو مشهور قاري ابی بن کعب رضي الله عنه دهغوی امام وټاکه اوټولو په هغه بسې شل رکاته تراویح کولي.
روژه دخیراتونو او قران میاشت ده رسول الله صلي الله علیه وسلم به په روژه کې ډیر زیات خیرات او صدقه کوله او دصحابه کرامو او سلفو علماو له پورتنیو کیسو به هم تاسو پتېیلي وې چې په روژه کې له مسکینانو او بي وسه خلکو سره مرسته څومره ضروري او دسترخیر کار دی داراز قرانکریم ته توجه او تلاوت یې دروژي خانګړتیا اوپه روژه کې ترټولو مهم او ضروري عبادت دی .

له مسکینانو سره روژه ماتی کول

روژه
روژه ماتی

د عبدالله بن عمر رضي الله عنه په باره کې راغلي دي چې خامخا به یې له مسکینانو سره روژه ماتوله اوکله به چې کور والو منعه کړ په هغه شپه به خپه و ، کله به چې مسکین ورته راغی او په کورکې به یې ډیر څه نه وه خپله برخه به یې ورکړه او ده به په نهاره روژه ونیوله ،دایواځي دابن عمر رضي الله عنه خاصه نشې بلل کیدلی بلکي نور صحابه او دسلفو علماو ټولو داسې سپیڅلي خویونه لرل لکه ابوالسوار العدوي رحمه الله چې وایې : دبنو عدي دکورنی ډیر کسان ماپه دي جومات کې لیدلي دي چې یوه به هم یواځي روژه نه ماتوله خامخا به یې جومات ته روژه مات را ایسته څو یې مسکینان او نور خلک ورسره وخورې ، دامت دسترو علماو لکه حسن البصري ، ابن المبارک او نوروپه اړه راغلي دي چې هغوی به داخوښوله چې خلکو ته روژه مات تیار کړي ، او پخپله یې خدمت وکړي آن تردي پوري چې پخپله به یې روژه هم نه ماتوله او دخلکو په خدمت به بوخت وو !

ابن ابي عدي له داود بن ابي هند نه روایت کوې چې داود څلویښت کاله روژه ونیوله خوکوروال یې نه وو پري خبرشوې چې دده روژه ده ! دی رخت پلورونکی و سهار به یې له ځان سره دغرمي خواړ یووړل او هغه به چاته په خیرات کې ورکړل ، اوماښام به چې کورت راغی په کور کې به یې مړۍ وخوړله ابن جوزي ددي روایت په اړه لیکي چې دبازار خلکوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ګواکي ده کور خوراک کړی دی او دکوروالوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ده په بازار کې خوراک کړی دی !
د حماد بن ابي سلیمان په اړه ویل کیږې چې په روژه کې به یې پنځه سوه کسانو ته روژه ماتی ورکاوه !

الله دي موږ او تاسو ته د صحابه کرامو او سلفو علماو په لاره د تګ توفیق راپه نصیب کړي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب