نری رنځ یا تبرکلوز او درملنه يې

 

دا ناروغي د يوه ميکرب يا بکټريا په ذريعه را منځ ته کېږی چې د میکوبکټریم تبرګلوز په نوم یادېږي.

د دغې ناروغي له امله هر کال د نړۍ په بې‌وزله هېوادونو کې ميليونونه کسان مړه کېږي.

د TB ميکروب د ناروغ له خوا د ټوخي له لارې شاو خوا ته منتشر کېږي او کله چې نور کسان دا ميکروب د تنفس له لارې واخلي، نو په اکثريت مواردو کې د وجود مدافعوي سيسټم د دې مرض مخنيوی کوي.

خو که د وجود مدافعوي يا ساتونکی سيسټم ضعيف وي او يا وروسته ضعيف شي، د TB عامل په نشو نما شروع کوي او په سږو او نورو جهازو کې د مرض باعث ګرځي.

your ads

په نري رنځ اخته ناروغ څنګه پېژندلای شو؟

هغه کسان چه د سږو په نري رنځ اخته وي، د مياشتو په موده کې له ضعيفي،کسالت، د اشتها له نشتوالي، وزن بايللو، تبې او د شپې له خوا له خولو څخه شکايت لري.

ټوخی د سږو د  TBعمده علامه ده چې په اوله کې وچ او بيا وروسته بلغم هم ورسره وي.

د بلغم رنګ اول سپين وي او وروسته ژېړ او تياره

رنګ پيدا کړي او کېدای شي چې وينه هم له بلغم سره ګډه وي.

کله داسې هم شي چې له ټوخې سره يوه زياته اندازه وينه ضايع شي چې ناروغ ته ګورئ نو ډنګر، ضعيف او ناتوانه ښکاري.

د دې مرض تشخيص او درملنه د نرې رنځ د معالجې په مرکزونو کې کېږی.

مهمه خبره دا ده چه په دې ناروغي اخته کسان يوې اوږدې مودې درملنې ته اړتیا لري.

اکثره ناروغان او کورنۍ تر يوې لنډې مودې وروسته، کله چې ناروغ

ظاهرا ښه شي، د هغه درملنه پرېږدي چې دا يو خطرناک کار دی او بايد په نري رنځ اخته ناروغ او د هغه کورنۍ په دې ښه پوه کړای شي چې که د نري رنځ درمل په درست ډول او د ډاکترانو له هدايت سره سم واخستل شي، دا ناروغان سل په سلو کې شفا پيدا کوي.

که درمل د لازمې مودې لپاره ور نه کړو، د  TBميکروب په وجود کې ژوندی پاتې کېږي او ناروغي بیا شروع شي چې په دې حالت کې ډېرو او يا قيمتي درملو ته ضرورت پېښېږي.

د ناروغۍ مخنیوی

BCG  د هغه واکسين نوم دی چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ماشومانو ته تطبيق کېږي او د ناروغۍ په وقايه کې ستر رول لوبوي.

دغه واکسين خپلو ماشومانو ته ورکول مه هېروئ او په دې توګه د خپلو اولادونو ژوند خوندي کړئ.

ژباړه : داکتر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب