د جنسي کمزورۍ لپاره د درملو کارولو زيانونه

 

زياتره سړي د جنسي کمزورۍ لپاره د چین جوړې شوې ګولۍ د VIAGRA په نوم استعمالوي، ځکه د دې ګوليو قوت د نورو ګولو په نسبت زیات دی، لکه څرنګه چې یې ضرر هم د نورو ګوليو څخه زیات دی، ځکه دا ګولۍ له دوه ډوله مادو څخه جوړې دي:

یو (Sibutramine) او دا ماده د شوق او اشتها د ثابت پاتې کېدو لپاره استعمالېږي، او ډاکټري اوصولو کې د ۱۵ ملي ګرامه نه د زیات اجازت نشته.

او دوهم (Tadalafil) او دا ماده د تناسلي آلې د ډېر وخت ودرېدو لپاره استعمالېږي، او په ډاکټري اوصولو کې د ۲۰ ملي ګرامه نه د زیات استعمال اجازت نشته.

او په دې ګوليو کې دغه دواړه مادې تر ۵۰ ملي ګرامه پورې استعمال شوې دي، چې دومره زیات استعمال د لاندې ناروغيو سبب ګرځي:

۱ـ د زړه مرضونه.

۲- د  وینې فشار.

۳- د وزن کمېدل.

۴- د تناسلي آلی په نلۍ کې التهابات پیدا کېدل.

۵- په ائنده کې جنسي کمزوري ښه زیاتېدل.

يادونه:ـ

دجنسی کمزورۍ لپاره هیڅ قسم دوایانې استعمالول نه دي په کار.

که یو سړی ځان د دې دوایانو سره عادت کړي نو بیا بې غیر د دوایانو هیڅ قسم جنسي اړیکه نه شي ترسره کولی.

د جنسي کمزورۍ لپاره ښه علاج هغه خوراکونه دي چې په هغې کې دغه مخکنۍ مادې موجودې وي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب