په قرآن کې د درېدو نښې یا علامات الوقف

د هرې ژبې ویونکي د خبروکولو پرمهال کوم ځای کې دریږي اوکوم ځای کې نه دریږي کله کوم ځای کې ډيراو کله کم دریږي چې دغه دریدل اونه دریدل د خبرو نه په سم مقصد اخسیستو کې پوره رول لري.

د قران شریف معجز کلام او عبارت هم د وینا په دول واقع شوی ځکه علماء کرامو ورته د ودریدو او نه ودریدو نښې ټاکلي دي چې دا نښې د قران شریف د وقفونو رمزونه بلل کیږي. پکارده چې د قران کریم لوستونکي د دې رمزونو په اړه معلومات ولري چې هغه رمزونه اوس لاندې ډول بیانیږي:

آیت:
چیرته چی خبره پوره شي (آیت بشپړشي) هلته وړه دا یره لیکل شوې چې دا په حقیقت کې ګرده ت (ة) ده دا د وقف تام علامه ده په دې باندې دریدل په کاردي اوس ة خو نه لیکل کیږي مګرد ة پرځای وړه دا یره لیکل کیږي چې دې نښې ته آیت هم وایي.

 م:
دا د وقف لازم علامه ده پدې باندې هرومرو دریدل په کاردې او که دا نشې د معنې او مفهوم د بدلیدو امکان لري چې بیلګه یې په پشتو کې داسې ده لکه چاته چې وویل شي پاڅه -مه کینه) چې په کې د پاڅیدو امر او له کیناستو نهی(نفې) ده نو په پاڅه باندی دریدل لازمه ده او که چيرې متکلم له پاڅه ورسته لږ هم ځنډ ونکړو نو مخاطب به داسې وګني چې دا خو وايي پاڅه مه کینه چې په کې د پاسیدو نهی (نفی) او د کیناستو امر(حکم) دی مګر پدې کښې چې (پاڅه مه کینه ) د پاڅیدو او هم د کینا ستو د حکم معني اخیستو امکان دي.

ط:
دا د وقف مطلق علامه ده دلته دریدل په کار دي، دا علامه هلته وي کوم ځای کې چې مطلب یا جمله نه وي بشبړه شوې او ویوونکی متکلم نور سه هم ویل غواړي.

ج: 
دا د وقف جایز علامه ده دلته دریدل غوره دي او نه دریدل جایز دی.

ز:
دا د وقف مجوز علامه ده دلته کې نه دریدل جایز دي.

 ص:
دا د وقف مرخض علامه ده دلته پیوست یو ځای لوستل کیږي مګر که څوک ستړی شي او ودریږي نو هغه ته اجازه شته نو معلومه شوه چې په ص پیوست لوستل دې په نسبت ترجیع لري.

صلی:
دا د (الوصل اولی) اختصاری دی دلته پیوست لوستل غوره دی

ق:
دا د (قیل علیه الوقف) خلاصه لندیز دی دلته دریدل نه دی په کار.

صل:
دا د (قد یوصل) علامه ده دلته ځینی مهال ودریدای شي کله نه لیکن دریدل غوره دی.

وقف:
دا د وقف لفظـ دی چې چی معنی يې ده ودریږه، دا علامه هلته استعمالیږي چې د لوستلو پرمهال د وصل احتمال وي.

 س: یاسکته:
دا د سکتی علامه ده، دلته لږ وخت دریدل په کار دي خو چې تنفس باقي وي ساه ماته نشي.

وقف:
دا د اوږدې سکتې ځنډ علامه ده، دلته د سکتې په نسبت ډیر دریدل په کار دي مګر چې تنفس جاري وي ساه ماته نشي په سکته او وقفه کې فرق دا دی چې سکته کې لږ وخت او په وقفه کې د هغې په نسبت ډیر دریدل په کار دي.

لا:
د لا معنی نه یعنی نشته، دا علامه کله د آیت د پاسه او کله د عبارت په منځ کې وي. که د عبارت په منځ وي نو دریدل نده پکار که د آیت د پاسه وي نو په اختلاف دی، ځینې وايي ودریدل نه دي په کار نو که څوک ودریږي اوکه ونه دریږي په مطلب کې هیڅ فرق نه راځي.

 ک:
دا د  کذالک نښه ده یعنې چې کوم رمز نښه د ک څخه مخکې لیکل شوی ده هغه نښه دلته هم ده.

۵:
دا هعه علامه ده چی په دی ځای کې د غیر کوفینو په نزد آیت دی، که چا وقف وکړ نو د اعادې (دوباره ویل) ضرورت نشته

درې تکي:
دوه څنګ په څنګ یومینځ کې دوه وقفونه دی چی نږدې نږدې راځي دی ته معانقه وايي کله د دې اختصار به مع سره هم لیکي وی مطلب ي دا دی چې دا دواړه کښې په یوه باندې دریدل په کاردي اوبل باندې نه اوپه قف کښې درمزونو قوت اوضیعف لحاظ ساتل په کاردی.

 

 

 

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب