د یوسف سورت ځينې بلاغي او تربیوي اړخونه

یعقوب ع وویل:

( يا أسفى على يوسف)

په یوسف باندې ډېر افسوس دی.

له یوسف پرته نور ټول بچي ورسره و.

ځینې ځایونه یوازې یو تن ډکولی شي

your ads

بل څوک یې ځای نه شي نیولی.

﴿وَأَخَاف أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْب وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ﴾

ویریږم چې شرمخ به یې وخوري او تاسې به ترې بې پروا واست.

کله چې یې دشرمخ نوم واوریده، نو همدغه شرمخ یې په خپل چل کې وکاروه…

په خپلو رورزنیزو توجیهاتو کې وژونکی غشی مه کاروه..

(اذهبوا فتحسسوا من يوسف وأخيه)

لاړ شئ یوسف او د هغه ورور ولټوئ.

کلونه مخکې ترې ماشومتوب کې ورک شو، اوس یې هم پلټنه کوي.!!

که د عقلي احتمالاتو په اړه درسره چا خبرې وکړئ..

ته ورسره په الله تعالی د باور خبره وکړ..

“فأرسل معنا أخانا”

موږ سره زموږ ورور ولېږه.

کله چې په کې خپله ګټه وه نو {زموږ ورور} یې یاد کړ

کله چې یې ګټه نه وه ویې ویل [ ستا زوی]

“إن ابنك سرق”..

بې شکه ستا زوی غلا وکړه،

ډير خلک د ګټو سره سم خپل خطاب ته تغیر ورکوي!

‏{فَأسرَّها يُوسُفُ فِي نَفْسِه}

یوسف له ځان سره خبره پټه کړه

ډېر ځله به د خپلوانو څخه دردیدونکي کلمات واوري

غوږنه پرې کاڼه کړه او ترې تېر شه.

په ځواب کې بېړه مه کوه،

په چوپتیا کې لویه ګټه ده،

د یوسف په کیسه کې «کمیس» درې ځله یاد شوی دی

د خواشینۍسبب و،

د سپېڅلتیادلیل و،

د خوشالۍزیری و،

ګه یوه ورځ دې یو شی غمګین کړي بل وخت به خوښي درکړي..

پاکلمني یوازې په ښځو پورې نه ده تړلې،

په نرینه و کې لویه ده..

(قال معاذ الله إنه ربي أحسن مثواي)..

په الله پورې پناه نیسم، بې شکه هغه زما پالونکی دی او زما روزونکی دی

په مال یې ورسره کینه ونه کړه!!

﴿إذ قالوا ليوسف وأخوه أحبُّ إلى أبينا منّا﴾

کله چې دوی وویل یوسف او ورور یې زموږ پلار ته له موږه ګران دي.

د زړه ورکړه د لاس له ورکړې قیمتي ده..

” ﻗﻠﻦ ﺣﺎﺵَ ﻟﻠﻪ ﻣﺎﻋﻠﻤﻨﺎ ﻋﻠﻴﻪ ﻣﻦ ﺳﻮﺀ..”

ښځو وویل پاكي ده الله لره، موږ له ده هیڅ بد نه دي لیدلي

تاریخ دې مه هېروه..

تاسره مرسته کوي ، پرې حریص ووسه..

یوسف چې کله زندان کې و، ورته وویل شو:

“إنا نراك من المحسنين”

بې شکه چې موږه دې د نیکانو له جملې څخه وینو

د مصر د خزاني مسئول و چې بیا یې ورته وویل:

”إنا نراك من المحسنين”

بې شکه چې موږه دې د نیکانو له جملې څخه وینو

سپېڅلی معدن هیڅکله نه بدلیږي!!

﴿أنا يوسف وهذا أخي﴾

زه یوسف یم او دا مې ورور دی

ویې نه ویل چې زه د مصر عزیز یم ،

خپل نوم یې ستاینوم څخه پاک واخیست.

د لوړ شخصیت څښتن..

منصبونو او رتبو پسې نه ګرځي..

د یوسف کیسه په قران کریم کې په احسن القصص یاده شوې، یوازینی سورت دی چې په خوب پيلیږي

او دغه خوب په حقیقت پای ته رسیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب