عبادات، فضایل او آداب

د ذوالحجې د لومړۍ لسیزې فضایل

الله رب العزت پخپل حکمت او پوهې سره ځینې ځايونو ته په ځینو نورو ځايونو فضيلت او برتري ورکړې او همدا شان ځینو وختونه ته يې په نورو وختونه باندې ارزښت ورکړی. له هغه وختونو څخه چې الله غوره ګرځولي، د لوی اختر د مياشتې لومړنۍ لس ورځې دي، الله په کې نيکيانې يو په دوه کوي او دا د لوی خدای له اړخه په موږ باندې يو خورا لوی احسان دی چې موږ ته یې داسې موسمونه را په برخه کړي چې عبادت لږ او ثواب یې ډير وي.

حضرت ابن عمر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی چې آنحضرت وفرمايل: ستاسو او د يهوديانو او د نصرانيانو مثال داسې دی چې يو سړي مزدوران په مزدورۍ نيول وي او بيا داسې ووايي چې څوک ما ته د سهار نه تر غرمې پورې په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو يهوديانو مزدوري وکړه. بيا یې وويل چې له غرمې نه تر مازديګر پوري څوک په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو نصرانيانو (عيسايانو) کار وکړ او بيا یې وويل چې مازديګر نه تر ماښام پوري څوک په دوه اشرفۍ کار کوي؟ نو بيا تاسو يعني مسلمانو کار وکړ، نو يهوديان او نصرانيان په قهر شول او وويل چې دا ولي؟ کار موږ ډير وکړ، او پيسي مو موږ ته لږ راکړي؟ هغه ورته وويل: ايا ستا سو په حق کې مې څه کمی کړی ده؟ هغوي وويل: نه. نو بيا هغه وويل دا زما خوښه ده چې چا ته څومره ورکوم. صحيح بخاري.

د شرعي دلایلو په رڼا کې د دغو ورځو فضایل

الله رب العزت په دې ورځو باندې لوړه کړې ده: والفَجْر وليالٍ عَشْر
ژباړه: قسم دي په سهار او قسم دي په شپو لسو باندې.
ابن کثير رحمه الله ليکلي دي چې دا لس شپې د لوی اختر لومړني لس ورځي دي او دا خبره یې د ابن عباس او ابن زبير رضوان الله عليهم او نورو مختلفو مخکنيو علماو نه روايت کړې ده.
شاه ولي الله دهلوی رحمه الله ليکلي دي چې: الفَجْر نه مطلب د لوی اختر ورځ ده او وليالٍ عَشْر نه مطلب د لوی اختر نه مخکيني لس ورځې. او شيخ الاسلام ابن تيميه او ابن قيم رحمهم الله هم همدا خبره ترجيح کړې ده.
او دا هغه لس ورځې دي په کومو کې چې الله موږ ته د حج کولو او د ذکر کولو حکم کړی دی.

الله تعالی فرمايلي دي:
(وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ) الحج /28
ژباړه: او اعلان وکړه په خلکو کې د حج، نو راځي به تا ته پياده او سواره په هره تيز رفتاره سوارلۍ، چې راځي به د هرې لارې لرې نه د دې لپاره چې حاضر شی فايدو خپلو ته، او ياد کړی نوم د الله تعالی په ورځو معلومو کې په هغه څه چې ورکړي دې دوي ته الله تعالی د څارویو نه.

ابن عباس رضي الله عنه فرمايلي: د أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ نه مراد د لوی اختر لومړۍ لس ورځې دي. – بخاري باب العيدين<

او په يو بل حديث کې راغلي چې د دنيا غوره لس ورځې همدا دي ـ صحيح الترغيب/الباني

او په همدي لس ورځو کې يو ورځ د عرفات ورځ ده، او د عرفات په ورځ کې الله د بندګانو ګناهونه معاف کوي او له دوزخ څخه یې ازادوي او ځينې نورو ته جنت ورپه برخه کيږي، او که په همدي لس ورځو کې يواځې د عرفات ورځ وي نو همدا یې د برکت او غوره والي لپاره کافي وه. د عرفات په ورځ الله تعالی د بندګانو دعاګانې قبلوی.
په همدي ورځو کې يو ورځ د لوی اختر د قرباني ورځ ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ- سنن ابي داود
ژباړه: يقينا چې د الله په نزد له ټولو ورځو نه غوره ورځ د قرباني ورځ او د قرباني نه وروسته ورځ ده.
د قرباني ورځ خو د حج اکبر ورځ ځکه ده چې خلک په مزدلفه کې د دعا او ژړا نه روسته د لوې جمرې (شيطان) د ويشتلو لپاره ځي او بيا د کعبه په طرف د طواف لپاره ځي او بيا د سر ويښتان واړه کوي يا يې خريي او بيا قرباني کوي.
او دا لس ورځي دومره مبارکې دي چې الله تعالی پکې مالي او بدني او قلبي عبادتونه ټول راټول کړي لکه: لمونځ، روژه، حج او د الله په لار کې خرچه کول.

ابن قيم پخپل کتاب التبيان في اقسام القران کې ليکلي دي چې په کومو ورځو کې دومره نيک عملونه را ټول شوي وي دا د دې وړ ده چې د الله له اړخه قسم په ياد شوي وي.
په دې لس ورځو کې د نيکو اعمالو د کولو ثواب ته ځير شی:
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ:( مَا الْعَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ). قَالُوا: وَلَا الْجِهَادُ ؟ قَالَ:( وَلَا الْجِهَادُ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُخَاطِرُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْءٍ).- بخاري،مسلم
ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمایلی چې بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی لسو ورځو کې، صحابه کرامو عرض وکړو، يا رسول الله: جهاد هم د دې ورځو دعمل برابر ندی؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې د شوي نيک عمل برابر ندی، مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي).

که غواړی چې د دې ورځو فضيلت مو په ذهن کې پاتې شي نو لاندي حديث په غور سره ولولی او بيا یې مخکيني حديث سره مقايسه کړی.
عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ:دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ) قَالَ:(هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ ))؟ قَالَ: وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ ؟ بخاري ومسلم
ژباړه: ابو هريرة د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړی فرمايي: يوه ورځ يو سړی رسول الله ته راغی او ویې ويل: داسي عمل ما ته را په ګوته کړي چې د جهاد سره په ثواب کې برابر وي؟ هغه ورته وويل: چې داسې عمل نه وينم چې په ثواب کې د جهاد برابروي. بيا یې ورته وويل چي: ايا داسې کولي سي چې کله مجاهد له کور ووځي او ته خپل جومات ته ننوځي او دومره لمونځ وکړي چې ستړي نشې او پرله پسې روژه ونيسي او ماته یې نه کړي) هغه وويل چې دا څوک کوي شي؟ او په دې لس ورځو کې د نيک عمل کولو ثواب تر جهاد کولو هم زيات دي.

دومره با ارزښته ورځې بايد څنګه استقبال شي؟

1.    بايد هر مسلمان د ټولو ګناهونو نه ټينګه توبه وباسي او کلکه اراده وکړي چې بيا به د الله نافرماني نه کوم، او په رښتيا سره دې د نيکو اعمالو د کولو تصميم ونيسي او هر څوک چې الله سره رښتيا ووايي الله یې کارنو په رښتيا کوي.

2.    په دې ورځو کې حج او عمره کول که د چا وس وي عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاری، مسلم،ترمذي او نسائی.
له حضرت ابی هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: يوه عمره تر بلی عمرې د هغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي، او د قبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي، قبول شوی وي،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي).

3.    په دې ورځو کې روژه نيول، ځکه چې روژه نيول غوره عبادت دي او روژه الله ځان ته خاص کړي، او څوک چې يو ورځ د الله په لار کې روژه ونيسي الله به یې د اويا کالو په مسافه له دوزخ څخه ليري وساتي، خو د نهمي (عرفات) د ورځي روژه نيول پرته له حاجي نه نورو مسلمانانو ته سنت ده رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده – مسلم.
ژباړه: د عرفات د ورځې د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال، او تير شوي کال ګناهونه پري معاف کړي.

4.    پدې ورځو کې تکبير تهليل، ويل سنت دي. امام بخاري رحمه الله ليکلي دي:(كان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناسُ بتكبيرهما) صحيح بخاري (1/329) ژباړه: ابن عمر او ابو هريرة رضوان الله عليهم به په دې لس ورځو کې بازارنو ته وتل او تکبير به یې ويلي او خلکو به هم ورسره ويلي. او دې تكبير الفاظ داسې دي: الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد او دا تکبير د عرفات دورځي له ماسپښين نه او حاجيان به یې د اختر له ماسپښين نه د اختر تر دريمې پوري له هر لمونځ نه ورسته هم وايي.

5.     د لوی اختر په ورځ کې قرباني کول واجب ده، په هغه چا چې زکات فرض وي او د لوی اختر په ورځ غوره عبادت چې د الله نيزدېوالي پري حاصليږي هغه قرباني کول دي، او همدا د مسلمان د تقوی نښاني ده

6.    لکه څنګه چې په دې ورځو کې ثواب يو په دوه کيږي همدا شان ګناهونه هم په کې څو چنده کيږي نو بايد انسان ډير کوښښ وکړي چې په دي ورځو کې ځان له ناوړه کارنو نه وساتي.
په اخر کې د الله نه دعا کوم چې ما او تاسو ته د صالح عمل کولو توفيق راکړي، وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه وسلم.

ليکوونکي: عزت الله مخلص

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: