د قربانۍ ثوابونه

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت  دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لور فاطمې رضي الله عنها ته اوفرمايل : ای فاطمې ! ور پاڅېږه ! د خپلې قربانۍ حلالېدلو ته ودرېږه  ، ځکه چې  د هغې د وينې په  اول څاڅکي باندې  چې څنګه وڅڅېږي – الله جل جلاله ستا ټول مخکني ګناهونه بخښي .
هغې پوښتنه وکړه چې  : ای د خدای رسوله ! دا ثواب يواځې زمونږ   ( د کورنۍ)  لپاره دی ، او که زمونږ او ټولو مسلمانانو لپاره ؟ هغه اوفرمايل چې : بلکه زمونږ او د ټولو مسلمانانو لپاره  . ( مسند بزاز )

له حسن بن علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د زړه له خوښۍ او د ثواب په نيت سره  قرباني وکړي – دا به د ده لپاره د دوزخ له اور  څخه پرده شي . ( الطبراني )
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : له هغې قربانۍ نه چې د اختر په ورځ حلالېږي – الله تعالی ته په  خوښ  شي کې  پيسې ندي مصرف شوي  .  ( الطبراني )

او زيد بن ارقم رضي الله عنه  فرمايي  چې:  د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو  پوښتنه وکړه چې  : ای  د  خدای رسوله  ! دا قرباني څه شی ده ؟   هغه اوفرمايل :  ستاسو د نيکه ابراهيم ( عليه السلام ) سنت  ( او کار  ) دی  . هغوی بيا پوښتنه وکړه چې  : پدې کې مونږه ته  څه دي ؟ ای د خدای رسوله ! هغه ورته اوفرمايل :  په هر وېښته باندې  يوه نېکي ، هغوی بیا پوښتنه وکړه چې  :  او   دا   وړۍ؟ هغه ورته اوفرمايل چې : د وړيو په هر وېښته  باندې ( هم )  يوه نېکي ده. ( ابن ماجه ، حاکم )

له سپېڅلې عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د لوی اختر  په  ورځ  باندې د انسان په عملونو کې    الله تعالی ته  له قربانۍ نه زيات  غوره  عمل  نشته  ، او   په ځمکه باندې د دې د وينې  له غورځېدلو نه مخکې د الله  تعالی په وړاندې  قبلېږي  ، نو  د قربانۍ په هکله  ځانونه خوښحاله کړئ .       ( الترمذي )

عن أبي سعيد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا فاطمة ! قومي إلى أضحيتك فاشهديها ، فإن لك بأول قطرة تقطر من دمها أن يغفر لك ما سلف من ذنوبك ، قالت : يا رسول الله ! ألنا خاصة أهل البيت ؟ أو لنا و للمسلمين ؟  قال : بل لنا و للمسلمين . ( مسند البزاز )       عن الحسين بن علي رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من ضحى طيبة نفسه محتسبا لأضحيته كانت له حجابا من النار . (  رواه الطبراني في الكبير )

عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ما أنفقت الورق في شيء أحب إلى الله من نحير  ينحر  في يوم عيد  ( رواه الطبراني في الكبير )

عن زيد بن أرقم قال : قال أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا رسول الله ! ما هذه الأضاحي ؟ قال : سنة أبيكم إبراهيم صلوات الله عليه و سلامه ,  قالوا :  فما لنا فيها يا رسول الله ؟ قال بكل شعرة حسنة . قالوا : فالصوف ؟ قال : بكل شعرة من الصوف حسنة  . ( رواه ابن ماجه و الحاکم )  و قال الحاكم صحيح الإسناد .   عن عائشة رضي الله عنها : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم , و إنه لتأتي يوم القيامة في فرشه بقرونها و أشعارها و أظلافها , و إن الدم ليقع من الله بمكان قبل أن يقع من الأرض , فطيبوا بها نفسا .

( رواه ابن ماجه والترمذي وقال حديث حسن غريب ) بأظلافها : جمع ظَلَفٍ  و هو للبقر و الغنم كالخف للبعير و القدم للآدمي والحافر للفرس و البغْل و الحمار . ( الديباج على شرح مسلم للسيوطي )  ( و جميع هذه الأحاديث و غيرها من أحاديث الفضائل من المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه رحمة واسعة و أسکنه الفردوس الأعلی ، من طبعة دار الکتب العلمية بيروت   )

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب