د خوراک او څښاک آداب

خوراک د انسان د زندګي له ضروریاتو څخه دی، لکه څرنګه چې د اسلام په مقدس دین کې د زندګۍ د هر اړخ اصول، اداب اوطریقه ښود ل شوې ده،دارنګه د خوراک اوڅښاک آداب هم ښود ل شوي دي،چې په لاندې ډول دي:

(۱) باید چې خوراک په  ګډه او په اجتماعي توګه وشي

خوراک
فامیل

داسې نه چې هریوکس ځانته او جدا خوراک ته ناست وي ،په ګډوخوړلوسره مینه ،محبت او برکت پیداکیږي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:کلواجمیعاًولاتفرقوافان البرکة مع الجماعة.یعنې یوځای خوراک وکړۍ او جداجدامه کیږۍ، په بل حدیث شریف کې فرمايي: خیرالطعام ماکثرت علیه الأ یدي .بهترین خوراک هغه ده چې لاسونه پرې زیات وي.همدارنګه فرمايي:الاکل مع الاخوان شفاء. یعنې له خپلومسلمانانووروڼوسره په يوځای خوراک کولوکې شفاء وي.

(۲) خوراک شروع باید مشر انسان وکړي:

د خوراک له آدابو څخه یو داده چې د خوراک شروع باید مشر انسان وکړي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: ابدؤابالاکابر.یعنې په مشرانوشروع وکړۍ.

(۳) لاسونو پریمینځل :

اودس
لاس پریمینځل

د خوراک  ترشروع دمخه او همدا راز تر خوراک وروسته د دواړو لاسونو پریمینځل ترمړوندونو پورې سنت دي. ملا علي قاري رحمه الله  په مرقاة (ج ۱ص ۳۳۷) کې لیکي : چې هذا مستحب .علامه ابن عابدین رحمه الله ورته سنت ویلي دي او د امت عمل هم په دې باندې جاري دی. اصل تحقیق دادی چې د خوراک نه مخکې لاسونه وینځل مطلقا مستحب دي ،د علامه ابن عابد بن په عبارت کې د سنت نه مراد سنت شرعیه نه دی بلکه مراد سنت عادیه دی چې هغه د مستحب په درجه کې دي. د لاسونو د وینځلوله ادابو څخه  دادي: که چیرته د افغانانو په څېر د چیلمچي نظام موجو دوي ، نوتر ډوډۍ خوړلو د مخه دې د کم عمره د لاس پرمینځلو پېل وشي، ځکه د کم عمره شوق او اشتهاء ډوډۍ ته تر مشرانو زیاته وي ، خو د خوراک په پای کې د لاسونو وینځل باید له سپين ږیرو او د زیات عمرخاوندانو څخه شروع شي ، په حدیث شریف کې راغلي دي:
لیس منا من لم یوقرکبیرنا،دلته توقیر او عزت همدغه دی چې تر نورو وړاندې لاسونه ورپریمنځل شي. له یادونې دې پاتې نه وي چې امام بخاري رحمه الله او ځینې نورائمه وايي : که چیرې څوک یولاس ووینځي ، یاد لاسونو فقط ګوتې ووینځي نو په دې سره د لاسونو وینځلوسنت نه اداکیږي ، ترڅو یی چې دواړه لاسونه تر مړوندو پورې نه وي وینځلي . کله یی چې د ډوډۍ خوړلو لپاره لاسونه پريمنځل نو په لاس پاک وغیره سره به یی نه وچوي  ترڅو د وینځلو اثرد خوراک پر وخت باقي پاتې وي، خود خوراک وروسته چې لاسونه ووینځي بیایی باید په لاس پاک وغیره سره وچ کړي ، تر څو د طعام اثر بالکلیة زایل شي ،چې په دې سره به د موذي حشراتو له ضرر او چیچلو څخه هم وژغورل شي. باید یادونه وکړوچې د طعام اثر بالکلیة ختمیدو او د پوره نظافت راتلوپه موخه د صابون استعمال ښه کاردی،لکه په خوابه ددې پرځای د اشنان( زمۍ) استعمال کیده. د خوراک لپاره د خولې مضمضه کول مستحب دي  ، په عالمګیري  کې دي: والمستحب تطهیرالفم  فی جمیع المواضع .مطلب داچې  د خوراک لپاره د لاسونوپه څېر د خولې پریمنځل سنت نه ، بلکه مستحب دي .دجنب لپاره که نروي یا ښځه ترلاسونو او خولې وینځلووړاندې خوراک او څښاک کول مکروه دي، خوحائضه ښځه له دې حکم نه مستثنی ده

(۴) بسم الله ویل:

د ډوډۍ خوړلو یا د اوبو څښلو په  شروع کې بسم الله ویل او په پای کې  الحمد لله  ویل سنت دي ، دا دعاګانې هم رانقل شوی دي  : الحمد لله الذی اطعمناوسقانا وجعلنامن المسلمین . الحمد لله الذی اطعمناهذالطعام من غیرحول منی ولاقوة برحمتک یاارحم الراحمین .

له حضرت انس  بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی هغه وایی: حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:الله تعالی له هغه بنده ډیرراضی کیږي چې خوراک او څښاک  وکړي بیایی په پای کې حمد ادا کړي ،یعنې اقلاً (الحمد لله)وویل شي هم کافی ده.

حجة الاسلام امام غزالی رحمه الله وایی :
اوله لقمه کې دې بسم الله دوهمه کې دې بسم الله الرحمن ،په دریمه کې دې بسم الله الرحمن الرحیم ووایی .يعنې په هره ګوله کې دې یوحرف زیاتوي نوکه اولنۍ لقمه کې بسم الله وویل شي دټول طعام لپاره کافي ده.له حضرت ابوامامه رضی الله عنه  نه روایت دی وايي:چې کله به له حضرت رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم څخه دسترخان پورته شونوبه وویل :الحمد لله حمداکثیراطیبامبارکافیه غیرمودع ولامستغنی عنه ربنا.که چیرې په اول کې ترینه بسم الله هیره شوه نودیادید لوسره سم دې ووایي: بسم الله من اوله واخره.له حضرت عایشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذاأکل أحدکم فنسی أن یذکراسم الله علی طعامه فلیقل بسم الله أوله وآخره.لیکن بسم الله به په اوچت اوازسره وایی ترڅوچې نورناست  خلک یی هم ورسره ووايي ، خوپه دې شرط چې داروزي حلاله وي،که چیرې دا موجوده خوراک حلال نه وه بیا به بسم الله نه وایی ، خو الحمد لله په هرحال کې ویلی شي . مناسب داده چې الحمد لله  په او چت اواز سره باید تر هغه پورې ونه ویلی شي  ترڅو چې ټول له خوراک څخه فارغ شوي نه وي .

(۵) خوراک پیل له مالګه سره وشي:

خوراک
مالګه

د خوراک په  لومړی سرکې باید شروع په مالګه سره وشي ، اوهم باید په پای کې مالګه وڅکي،حدیث شریف کې دي:
علیکم بالملح  فانه شفاء من سبعین داء منه الجنون والجذام والبرص .
یعنې په مالګه کې د اویا مرضونو شفاء ده .د مالګې استعمال له خوراک نه مخکې او وروسته په شامي، احیاء العلوم او نورو معتبرو کتابونو کې ذکرده ،خو حضرت مفتی رشید احمد صاحب رحمه الله  په احسن الفتاوی( ج ۷صفحه ۶۵)کې لیکلي دي چې:«د خوراک په ابتداء او انتهاء کې د مالګې څټلو په هکله چې کوم اقوال په کتب متد اوله وکې ذکر شوی دي هغه د صحیح حدیث نه ندي ثابت،په دې باره کې چې څومره احادیث راغلي دي هغه ټول موضوعي دي،لهذاابتداء او انتهاء  الطعام بالملح ته سنت ویل تسامح او بې پرواهي ده».

(۶) خوراک د کاسې له منځ څخه مکوئ:

له سنتو څخه داهم دی چې خوراک  به د کاسې له منځ څخه نه کوي ، بلکه  له پلوه څخه  به  یی خوري  ترڅو پایه په پایه منځ ته پکې ورسيږي،ځکه په منځ کې برکت نازلیږي  بایدچې هغه ترپایه وساتل شي.

(۷) خپل لوري څخه خوراک کول:

دا سنت دي چې له خپل لوري اوله يوځای څخه به خوراک کوي ځکه چې طعام هم یودی، لیکن که چیرې په کوم تال او فتنوس کې مختلف رنګه  یا مختلف قسمه میوې او بیلابیل خوراکونه کيښود ل شوې وي، بیاچې کوم یی  خوښ وي هغه رااخیستلی شي.

(۸) ښي لاس خوراک کول:

په ښي لاس باندې خوراک کول ضروري دي،له حضرت ابن عمررضی الله عنه نه نقل دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:اذااکل احدکم فلیاکل بیمینه  واذاشرب فلیشرب بیمینه فان الشیطان یاکل بشماله ویشرب بشماله.کله چې یوستاسوخوراک کوي نوپه ښي لاس به خوراک کوي او چې څښاک کوي بایدپه ښي لاس یی وکړي،ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک اوڅښاک کوي.البته داړتیاپروخت له چپ لاس  نه هم مرسته اخیستی شي.

(۹) ګوتو څټل :

له ډوډۍ څخه تر فارغیدو وروسته د خپلو ګوتو څټل سنت دي، یعنې خپلې ګوتې به لاس پاک باندې تر پاکولو وړاندې وڅټي،له حضرت  کعب بن مالک نه نقل دي هغه له خپل پلارنه روایت کوي چې:  ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یلعق أصابعه ثلاثا. یعنې نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلې ګوتې درې ځلې څټلې په بل روایت کې راځي :کان النبی صلی الله علیه وسلم  اذاأکل طعاما لعق أصابعه الثلاث یعنې چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریو ګوتو خوراک کاوه. په اخر د خوراک کې یی څټلې چې په دې سره کامل نظافت او ښه صفایی  راځي .په مواهب اللدنیة کې دي  چې څوک  د خوراک  په اخري کې ګوتې وڅټي الله تعالی به هغه سړي ته ددنیااواخرت مړښت ورنصیب کړي .له دې وروستي روایت نه داهم رامعلومیږي چې خواړه په درې ګوتوخورۍ اوکه اړتیاوي نوڅلورګوتې هم استعمالولی شي ،او د ګوتو ترپای ککړولو نه باید ځان وژغورول شي.

(۱۰) کاسې پاکول :

د کاسې پاکول هم سنت دي، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې له کومې کاسې څخه خوراک وکړي ، بیاهغه وڅټي ،نو په ځواب کې دغه کاسه ورته وايي :اعتقک الله من النارکمااعتقتنی من الشیطان ،الله تعالی دې تاله دوزخ اور څخه داسې وژغوري څرنګه دې چې زه له شیطان څخه وژغورلم،په بل حدیث شریف کې  دي :من اکل فی قصعة ثم لحسهااستغفرت له القصعة.یعنې څوک چې کومه کاسه کې خوراک وکړي او بیایی پاکه کړي نو دغه کاسه د هغه لپاره استغفار او د مغفرت غوښتنه کوي،په جامع الصغیرکې لیکلي دي چا چې کاسه او ګوتې وڅټلي الله تعالی به یی د دنیا او اخرت مړښت نصیب کړي.

(۱۱) لویدلی مړۍ خوړل :

کومه لقمه او ګوله چې له لاسه ولویږي د هغې خوړل سنت دي همدا راز که له دسترخان څخه کوم زړی ولوید د هغه خوړل هم سنت دي ، که د چا د لاسه څخه خولې ته تیار کړل شوې لقمه او نوړۍ ولویده د هغې همدغسې پريښود ل له اسراف څخه دي، بلکې ترنورې ډوډۍ دمخه به لومړی هغه لوید لې وخوري، بیادې نورخوراک کوي. له ابوالشیخ نه روایت  دی وایی:هغه ګوله چې له کاسې په دسترخان کې ولویږي او بیرته یی راپورته کړي خدای پاک به یی د سکون ، اطمنان او نورانیت زندګي او د دنیا او اخرت مړښت نصیب کړي ،اوله مرضونو څخه به یی الله تعالی په امن کړي او اولاد به یی عقلمندوي. دیلمي رحمه الله  وايي چې له کاسې مړۍ ولویږي بیرته یی راپورته کړې الله تعالی به ښایسته زوۍ ورکړي اوله فقرڅخه به خلاص شي.

د خوراک لپاره د کیناستلو ښه طریقه داده چې چپه  پښه  راماته اوکټ کړي ښۍ پښه او پتون ودروه وې،په فتاوی العتابیه کې راځي که چا څنګ لګولی وي یایی تکیه کړې وي ، نو په داسې حالت کې څښل یا خوړل مکروه دي ،په فتاوی الشاميه کې راځي چې مختارقول دادی چې د تکیې په حالت کې یا په لوڅ او بربلنډ سرخوراک کولوکې څه باک نشته،لیکن په جواهرالاخلاطي کې وایی چې په تکیه سره خوراک کول څه پروا نه لري خو پدې شرط چې د تکبرله وجې نه وي، که چیرې د تکیه وغیره صورتونو کې یی خوراک د تکبر په وجه وي نو بیا مکروه دی، او فتاوی الظهیریه همدې قول ته مختار ویلي دي.په ترمذي شریف کې حدیث دی، له حضرت ابوجحیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي دي:قال النبی صلی الله علیه وسلم أماأنافلاآکل متکیاًیعنې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چې زه په تکیه خوراک نه کوم.البته  د ضرورت په بنیاد تکیه کول جایز دي. په لاره باندې تلونکي ته خوراک مکروه دي خو که چا سرتور سرخوراک کولو نو پدې کې څه باک نشته ،پدې شرط چې د تکبر له امله نه وي ، بل داچې زیات ګرم او سوزونکی خواړه به نه خوري ،حدیث شریف کې دي:الطعام الباردفیه برکة والطعام الحارلابرکة فیه. یعنې په یخ خوراک کې برکت وي او په ګرم خوراک کې برکت نه وي، همدا راز مطعومات او مشروبات به نه بویوي اونه به پکې پوکی (نفخ)کوي ،ځکه که چیرې دومره اندازه پوک پکې وکړي چې له اوازڅخه یی مثلاداف کلمه څرګنده شوه نو دا بیا مکروه دی،حدیث شریف دی :النفخ فی الطعام یذهب باالبرکة.یعنې طعام ته پوکی کول برکت ختموي. د خوراک پر وخت چُپ او غلی کیناستل هم مکروه دي ،ځکه چې دا د مجوسو عادت دی،لهذاد خوراک پر مهال څه د خیر او نفعې ،د وعظ او نصیحت خبرې کول په کاردي .په ډوډۍ باندې د نمکدان یا کاسې کيښودل مکروه دي ،همدا راز په ډوډۍ باندې د چاړې یا لاس پاکول هم مکروه دي.

(۱۲) اوبه په دری کرته وڅښئ:

اوبه باید په درې کرته وڅښل شي،له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې اوبه څښلې نودرې ځله به یی ساه ایسته اوویل به یی داهم ښې تیریدونکې دي اوهم ښې سیرابه کیدونکې دي یعنې سړی ښه ورباندې مړیږي.که چیرې د خوراک په وخت کې انسان ته پرنجی ورشي نوکه خوله کې يي لقمه وه دعذرله وجې نه ترینه الحمد لله ویل ساقط دي اوکه نه وه نوبیا ساقط نه دی.

لیکوال : مفتی محمدګل سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب