د لیلة القدر فضیلتونه

قال الله تعالی : إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (۱) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (۲) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (۴) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (۵ )

ژباړه :بی شکه موږ دغه قران دقدر په شپه نازل کړی ، اوتاته څه شي خبر درکړی چې دقدر شپه څه ده ؟[دشرافت اوعزت له پلوه ] دقدر شپه ترزرو میاشتو غوره ده . په دغه شپه کي ملائکه اوجبرئیل علیه السلام دخپل رب په اذن سره زمکي ته راکوزیږي ، دپاره دهرکار [چي مقرر شوي وي په راتلونکي کال کې ] امان اوسلامتیا ده له هره آفته . داشپه دسپیدو تر راختلو پوري ده [یعني دبرکاتو نزول درحمتونو عطایاوي ،اوداجرونوورکړي ، اودملایکه ؤ نزول دسپیدو ترراتلوپوري وي ]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تشریح : دقدرشپه دالله تعالی دسترو پیرزوینو اوعظیمو احساناتوڅخه ده ،لوی خدای جل جلاله خپله دغه شپه دقدر په نوم یاده کړي ، اوددغه شپي په اړه یې ځانګړی سورة نازل کړ .

دقدرپه سورة کي دقدردشپي شپږ فضيلتونه .

۱- لمړی فضیلت یې داده چي لوی خدای جل جلاله قرآن کریم په همدغه شپه کي نازل کړی دی .لکه لوی خدای جل جلاله چي فرمایې : :{ إنا أنزلناه فی لیلة القدر].

۲- دوهم فضیلة یې داده چې لوی خدای جل جلاله دقدر شان اوعظمت ته په دي آیة کي اشاره کوي : وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِ ]

امام رازي رحمه الله ددي اية په تفسیرکي وایې : یعنی ولم تبلغ درایتك غایة فضلها، ومنتهى علو قدرها . یعني ای محمد ه دقدر دشپي ټول فضیلة ، اوسترشان باندي ستاعلم احاطه نه ده کړي ،

۳ – دریم فضیلة : یي الله تعالی داسي بیانوي : {لیلة القدر خیر من ألف شهر]

یعنی دقدردشپي عبادت دزرومیاشتوترعبادة غوره ده . داچی دقدرشپه له څه امله دزرومیاشتو نه غوره ده نوپه دی اړه بیلابیل روایتونه راغلي امام مجاهد رح دغه غوره والی ددغه شپی چی ورځ یې په روژه اوشپه یې په قیام [یعنی تراویحو ، تهجدو،یاپه نورذکر اوتلاوت ] تیره کړی نودی تن ته لوی خدای دومره ثواب ورکوي لکه یوتن چی زرمیاشتی روژه نیولي وي او زرشپی یې ویښي په عبادت کښی تیري کړي وی .

اوپه بل روایت کښي داسي راځي : چی ددي شپی هر نیک عمل دزرو میاشتو تر نیکو اعمالو غوره ده ، په هرصورت لوی خدا ی ددي شپي قدر اوشان په خپل کتاب کښي راته ښايې اومؤمنان دهغی شپی لوری ته متوجه کوی چې دي امت ته دیوه ستراحسان اوانعام په ډول ورکړي ده . تفسیرابن کثیر ۴\۵۳۱ – ۵۳۲ له لنډیزسره .

۴- ۵ دځلورم اوپنځم فضیلة په اړه الله تعالی فرمایې : تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِیهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ ()

امام ابن كثیر رحمه الله : وایې چي په دغه شپه کي به زمکي ته دملائکه ؤ راکښته کیدل زیات وي ،داټول ددغي شپي دډیربرکت له امله ځکه له ملائکه وسره رحمة اوبرکة ملګری وي … اوله روح څخه مراد جبریئل علیه السلام ده [ اوجبرئیل علیه السلام دټولوملائکه وافضل ملک دی ،

یقول الامام ابن كثیر رحمه الله : ” أی یكثر تنزل الملائكة فی هذه اللیلة لكثرة بركتها ، والملائكة یتنزلون مع تنزل البركة والرحمة ، كما یتنزلون عند تلاوة القرآن ، ویحیطون بحلق الذكر ، ویضعون أجنحتهم لطالب العلم بصدق؛ تعظیما له ، وأما الروح فقیل المراد به ها هنا جبریل علیه السلام ، فیكون من باب عطف الخاص على العام ” [تفسیر ابن كثیر (4/532 ]

.شپږم فضیلة یې : په دي آیة کې دی : سلام هی حتى مطلع الفجر ()

یعني دغه شپه به له شرنو اوآفتونوڅخه سالمه وي .نوپه دغه شپه کي به هیڅ ډول عذاب افتونه اوبلاوي نه وي ،یاداچي ملائکي په مومنانوباندي سلامونه اچوي ،ای سالمة من الشرور ، فلا یكون فیها شیء من ذلك كما قال قتادة وغیره من السلف .

لیکوال مفتي ابویاسر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب