د مسجد نبوي فضیلت

 

دا یو روڼ حقیقت دی، چې الله پاک ځینو مهالونو او وختونو ته تر نورو فضیلت ور کړی، دا راز یې ځینو مکانونو ته هم تر نورو لوړ مقام او سپېڅلتوب ور بښلی. د هغوی له کتاره یو هم مسجد نبوي دی. یاد مسجد ته الله پاک د ټولو سپېڅلو او مقدسو مکانونو له منځه د فضیلت دوهم مقام ور کړی. لومړی مقام د مسجد حرام په برخه شوی، چې یو لمونځ یې په یو لک (۱۰۰،۰۰۰) حساب شوی دی.

غواړم ځیني یې نمبر واره د ثواب په پار در سره شریک کړم:

۱: د نبوي مسجد له پاره همدا سیمه په اتفاقي توګه نه، بلکې د الله پاک په لار ښوونه تعین شوې.

۲: د بنسټ ډبره یې رسول اکرم – صلی الله علیه وسلم – په خپل مبارک لاس ایښې.

۳: په رغونه کې یې هغه علیه السلام مبارک په خپله برخه اخیستې، د خښتو په راوړلو کې یې له صحابه کرامو سره ملتیا کړې.

۴: د رغونې چارې یې د داسې مبارکو شخصیتونو په لاس پای ته رسېدلې، چې له انبیاوو نه، وروسته دوهم مقام لري.

۵: په یاد مسجد کې داسې ممبر شتون لري، چې له نبوي وینا سره سم په حوض کوثر واقع ده.

۶: د ممبر او حجرې مبارکې په منځ کې د جنت یوه روضه قرار لري.

۷: داسې یو مسجد دی، چې الله پاک په خپله ستایلی:

{لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى…}ژباړه: داسې یو مسجد دی، چې بنسټ یې د تقوی په پار ښوول شوی. ځیني مفسرین په یاد ایت کې یاد شوی جمات د قباء جمات ګڼي.

۸: یو لمونځ یې – له نبوي روایاتو سره سم – د نورو جماتونو تر زر (۱۰۰۰) لمنځونو، بلکې تر زر نه زیات، غوره دی.

۹: د ټولو لمنځونو امام یې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم و.

۱۰: خطیب یې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم و، چې . دا دواړه هغه ویاړونه دي، چې بل مسجد یې نه لري.

۱۱: په نوموړي مسجد کې شرعي علم درس کېده، زده کوونکو ته د اسلام د سپېڅلي دین په اړه پالنه او روزنه ور کول کېده، چې معلم (ښوونکی) او روزونکی یې هغه علیه السلام مبارک و.

۱۲: د یاد مسجد د ممبر تر څنګ که چا په دروغو قسم وکړ؛ نو د نبوي روایت سره سم یې د هستوګني خای دوږخ ټاکل کېږي.

۱۳: که یاد مبارک مسجد ته څوک د دیني زده کړي له پاره ننوځي؛ نو د الله پاک د لاري د مجاهد ثواب ورکول کېږي.

۱۴: نوموړی مسجد د اسلام لومړۍ مدرسه ګڼل کېږي، چې د ټولو چارو سمبالښت د همده علیه السلام په غاړه و.

۱۵: نبي علیه السلام مبارک، اعتکاف په همدې مسجد کې ادا کاوه.

۱۶: د سیرت نبوي لویې حادثې، کومې چې د دین بنسټ ګڼل کېږي په همدې مبارک جمات کې را ټوکېدلې.

۱۷: ډېر وفدونه (پلاوي) به د اسلام منلو په موخه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په همدې حسین مسجد کې يو ځای کېده. دا راز نورې اړینې پېچلې قضایاوې او مشاورې هم دلته حل او فصل کېدې.

۱۸: په همدې سپېڅلي مسجد کې ډېرې معجزې را څرګندې شوې، چې د هغه علیه السلام په ریښتنولي او حقانیت یې شاهدي ویلې. د بېلګې په ډول د ژړا کونکې ستنې د یو عاقل انسان په څېر ژړا یادولی شو.

۱۹: د وحي زیاته برخه په همدې ویاړمن مسجد کې را نازله شوې، له هغه علیه السلام سره، د جبرائیل علیه السلام زیات ملاقات تر بل هر ځای په دې مبارک مقام کې شوی.

۲۰: امام المجاهدین صلی الله علیه وسلم و اکثرو غزاګانو ته، کومو چې د تاریخ مخ بدل کړ؛ له همدې نوراني مسجد نه، تللی.

۲۱: د سترو جهادي خوځښتونو او تاریخي غزاګانو تیاری له همدې زرین مسجد نه، نیول شوی. د بېلګې په توګه: د احد، احزاب، تبوک، مؤتة او فتحي کفر ځپونکې غزوات یادولی شو.

۲۲: په دې مقدس مسجد کې ۴۰ لمنځونه ادا کول د درې سترو ناخوالو موخه نیسي: له دوږخ نه خلاصون، له عذاب نه نجات او له منافقت نه برائت.

۲۳: په دې پاک مسجد کې غږ لوړول تر نورو زیات ناروا و/ده، ځکه هغه علیه السلام ته ضرر پرې رسېده.

۲۴: دې منور مسجد ته د دیني تعلیم/تعلم په موخه ننوتل د بشپړ حج ثواب لري.

سرچینه: [المسجد النبوي: ۴۲-۴۸]

ـــــــــــــ

زیاتونه: پورته مې چې د مسجد نبوي په اړه څه فضائل ولیکل، هغه د یاد مسجد د فضیلت او تقدیس څو بېلګې وې، ګني له ستاینې نه، یې ژبه، قلم، ګوتې او فکر عاجز دي.

که څوک ژور فکر وکړي؛ نو هرو مرو درک کولی شي، چې هغه څومره مقدس او منور مقام دی، چې د دین سترې او معظمې شعبې له همدې مبارک مکان نه سرچینه اخلي. د مدرسې تړاو له همدې مبارک مقام سره ده، چې داسې ویاړمن شخصیتونه پکې وروزل شول، چې بشریت پرې ښکلی او انسانیت پرې بډای او د زرینو، حسینو اخلاقو معماران وو. د جهالت، وحشت او بربریت د تورتمونو د انمحآء او انعدام له پاره د اسلام او عدل سپېڅلی لمر له همدې افق نه را د بره شوی.

محراب او ممبر هم له همدې پاک مقام نه سرچینه اخلي؛ فلهذا هر ریښتینی مسلمان باید له دې څلورو مقدسو معنوي شتمنیو سره د زړه له تله مینه ولري؛ ځکه له هغوی سره مینه له الله پاک، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد نبوي سره مینه ده.

درنو لوستونکو درود له ياد نه مه وباسئ!

اللهم صل علی محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علی ال ابراهیم انك حميد مجيد. اللهم بارك علي محمد و على ال محمد كما باركت على ابراهيم و على ال ابراهيم انك حميد مجيد.

و رضی الله تعالی عنهم و ارضاهم.

لیکنه: حمدالله دانشمند

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب