د پیغمبر ص مؤذن(بلال رض) او د سرو شګو داغونه

ابن مسعود رضی الله عنه وایي: د مسلمانانو لومړنۍ اووه کسیزې ډلې چې کله د اسلام اعلان وکړ مشرکانو له پیغمبر صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنه پرته نور پنځه تنه، عمار بن یاسر او مور یې سمیه، مقداد، صهیب او بلال رضی الله عنه یې را وستل وسپنېزي زغرې ورواغوستې او په ګرمو شګو یې لمر ته څملول، له ډیرې شکنجې وروسته څلورو تنو په ښکاره د کافرانو خبره ومنله؛ خو بلال رضی الله عنه د خدای پاک د دین له پاره د هیڅ ډول تعذیب او شکنجې پروا ونه کړه او تر اخره په خپله خبره ټینګ ولاړ و، دا چې نوموړی یو مسافر غلام و؛ نو کافرانو خپلو ماشومانو ته په لاس ورکړ چې د مکې په کوڅو کې یې وګرځوي او ډول ډول تعذیبونه یې ورکول؛ خو د بلال په خول یواځې دا کلمه وه چې: احد! احمد! احمد!…. پیغمبر صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنه خدای پاک د ابو طالب او قوم پّ مټ وژغورل. [اخرجه الامام احمد وانب ماجه کذا في البدایة ۳/۲۸ و اخرجه ایضاً الحاکم ۳/۲۸۴ و قال صحیح الاسناد ولم یخرجاه وقال الذهبی صحیح و اخرجه ابو نعیم في الحلیة ۱/۱۴۹ و ابن ابی شیبة کما في الکنز ۷/۱۴ و ابن عبدالبر في الاستیجاب ۱/۱۴۱ من حدیث ابن مسعود بمثله).

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب