د قرآن پاك د قرائت فضيلت

قرآن پاك د پاك خداى كلام دى. ددى كلام فضيلت لكه د خداى پاك فضيلت د هغه پر بندګانو دى. د قرآن پاك قرائت د هغه بهترين كلام قرائت دى چې د هغى دپاره د هر مسلمان ژبه په حركت راځي.
وخت يو قيمتي سرمايه ده. په مسلمانانو كښى ډير داسى كسان شته چې خپل قيمتي وخت بيهوده او بى كټې ضايع كوي او له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي . زمونږ په هيواد او نورو ډيرو اسلامي هيوادو كښې د سريالونو او فلمونو كتل رواج موندلى دى . دوي دا سريالونه ، فلمونه او د موسيقۍ پرګرامونه په ډير شوق او ذوق كوري او خپل قيمتي وخت له لاسه وركوي.
زمونږ په هيواد كښې د تلفزيون ډير چينلونه خپورنې كوي ، په دى چينلونو كښې ښه مفيد پرګرامونه هم شته خو زياتره يى داسى پروګرامونه دي چې په علمي ، فرهنګي ، اجتماهي او ديني برخو كښې ډير كمزوري او څوك ترينه ګټه اخيستلاى نه شي.
هغه كسان چى خپل قيمتي وخت په بيهوده شيانو له لاسه وركوي ، كه دوي ځان ته متوجه شي او په څلورويشتو ساعتو كښې صرف يو ساعت د قرآن پك قرائت وكړي او ديني زدكړې وكړي نو دا به د دوي لپاره په ژوند كښې يو ستره لاس ته راوړنه وي او له دې سره به دوي د ذهني او فكري سكون احساس وكړي .
وخت په ډيره تيزۍ او تندۍ تيريږي او نه ودريږي .
يو شاعر څه ښه ويلي دي :
شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
د اوبو په څير تيريږي دريغه دريغه
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
هغه كسان چې د قرآن پاك قرائت نه كوي او يا د قرآن پاك قرائت ته غوږ نه ايږدي ، هغوي ته ښايي چې دى كار ته ملا وتړي او په څلورويشتو ساعتو كښې لږ تر لږه يوه سپاره قرآن ولولى ، كه دوي دا كار وكړي نو كولاى شي په مياشت كښى يو ځل د قرآن پاك ختم وكړي .
د قرآن پاك قرائت ډير فضيلتونه لري چى يو څو يى دا دي :
1- د قران پاك د قرائت اجر : حضر ت محمد (ص) فرمايي :
“من قرأ حرفاٌ من كتاب الله فله به حسنة و الحسنة بعشر امثالها ”
څوك چې د خداى پاك له كتاب څخه يوحرف لولي ، د هغه لپاره يو حسنه ده او د هرى حسنې په مقابل كښې لس برابره وركول كيږي.
2- د قرآن پاك د حافظ فضيلت چى د قرآن پاك په لوستلو او قرائت كښې ماهر وي : د اسلام پيغمبر محمد (ص) فرمايي :
” مثل الذي يقرأ القرآن و هو حافظ له مع السفره الكرم البرة ، و مثل الذي يقرأ القرآن و هو يتعاهد ه و هو عليه شديد فله أجران ”
څوك چې قرآن لولي او د قرآن حافظ دى د هغه ځاى په جنت كښې له ملائكو سره لوړ او نيك دى ، او هغه څوك چې قرآن لولي او قرآن ته ډيره توجه كوي او په قرآن ټينګ دى د دوو اجرونو خاوند دى”
همدا شان فرمايي : د قرآن يار او همنشين ته د قيامت په ورځ ويل كيږي :
” اقرآ و ارتق و رتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرآ بها ”
لوله او پورته ځه ، قرآن په قرائت سره هغسى ولوله څرنګه چې دى په دنيا كښې لوستلو ، ځكه چې ستا ځاى په جنت كښې د ورستي آيت له لوستلو سره دى .
3- د هغه چا اجر چې قرآن حفظ كوي :
” من قرآ القرآن و تعلمه و عمل به البس والداه يوم القيامة تاجاً من نور ضووه مثل ضوء الشمس ، و يكسى والداه حلتين لا يقوم لهما الدنيا ، فيقولان : بم كسينا هذه ؟ فيقال : بأخذ ولدكما القرآن ”
هر څوك چې قرآن ولي او چا ته يى ور زده كوي او عمل ورباندى كوي د هغه د والدينو يعنى مور او پلار په سرونو باندى د قيامت په ورځ د نور تاج ايښودل كيږي چې نور يى لكه د لمر د نور په شان دى او هغه جامې ورته په تن كيږي چى په دنيا كښى ( د ګرانښت په خاطر ) قيمت ګذاري كيداى نه شي.او هغوي وايي : د څه لپاره مو دا جامې راته په تن كړي دي ؟ ويل كيږي : ددى لپاره چې تاسو خپل اولاد ته قرآن ښودلى او حفظ كړى ؤ.
همداشان حضرت محمد (ص) فرمايي : ” الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة ”
روژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت كوي .

د قرآن پاك د قرائت آداب :

د قرآن پاك د لوستلو او قرائت ځيني آداب په لادندې ډول دي :
* څوك چى طاهر او په اوداسه نه وي نو ښايي چى قرآن پاك لمس او قرائت نه كړي.
* د قرآن پاك له قرائت نه د مخه بايد پاكى جامى واغوستل شي يعنى جامى بايد پاكى او ستره وي.
* څوك چى د قرآن قرائت په حال كښې وي نو د كوم عاجل ضرورت يا ضرورى خبرى پرته دى قرائت نه قطع كوي.
* د قرآن قرائت كوونكى بايد د قرائت لپاره ذهني او فكري آمادكي ولري .
* قرائت كوونكى بايد د وعد او نعمت د آيتونو د لوستلو په وخت كښې توقف وكړي او خداى پاك ته دى لاسونه په دعا پورته كړي او له هغه نه دى د نعمت او وعد غوښتنه وكړي.
* قرائت كوونكى بايد د خطر د آيتونو د لوستلو په وخت كښى خداى پاك ته پناه يوسي او له هغه نه دى له هر خطر څخه د خلاصيدو دعا وكړي.
* د قرآن قرائت كوونكى دى د قرائت نه پس قرآن پاك په يو پاك لوړ ځاى كښى كيږدي او هيڅ وخت دى پر ځمكه نه پريږدي.
په يوه شپه او يوه ورځ كښې د قران پاك د قرائت اندازه : د حضرت محمد (ص) اصحابو هره ورځ د قرآن پاك قرائت كولو او اندازه يى تعينه كړى وه او قرآن پاك ختم يى هيڅكله له اوو ورځو نه په كم وخت كښې نه كولو.
د قرآن پاك فضيلتونه ډير دي ، خداى پاك دى مونږ ټولو مسلمانو بندګانو ته د قرا، پاك د قرائت توان ، توفيق او قوت وركړي ،خداى پاك دى ورته هدايت وكړي ، خداى پاك دى ورته په زړونو كښى د قران پاك د قرائت او لوستلو شوق او مينه واچوي ، ځكه چې د قرآن د لوستلو او په قرآن د عمل كولو نه بغير هيڅ مسلمان خپل منزل مقصود ته رسيدلى نه شي . د قرآن لوستل او په قرآن عمل كول د هر مسلمان لپاره په دنيا او آخرت كښې د سرفرازۍ ، نيكبختۍ او كاميابۍ هغه خوږه ميوه ده چې په بل هيڅ شى لاس ته راتلاى نه شي.
هرڅوك چې د قرآن پاك تعليمات د ژوند لارښود كڼي هغه هيڅ وخت نه بى لارى كيږي ، كوم مسلمانان چى بى لارى شوي او په غلطو لارو روان شوي دي دليل يى دا دى چې هغوي د قرآن په لار روان شوي نه دي او دا لار يى چى ښه لار ده هيره كړى او كمراه شوي دي . څوك چى د خداى او قرآن له سمى لارى نه كمراه شوي دي او په ناسمواو نا روا لارو روان شوي دي دا دهغوي غلطي ده اوايي چى خپلو غلطيو ته متوجه شي ، خداى پاى پاك عفور او رحيم دى ، خو كه متوجه نه شي نو دوي به همداسى د كمراهۍ په كنده كې پاتې وي او د خداى پاك د عفو او رحم له فيض څخه به محروم پاتى وي.
فضل الله رشتين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب