اسلام نړيوال دين دى؛‌ اسلامي خوځښت بايد نړيوال وي

کېداى شي په دې حلقه کې د دې خبرې چې وايي اسلامي عمل بايد نړيوال وي د اثبات لپاره زيات تکليف او کوښښ ته اړه نه وي.
خو دا هم اسانه خبره نه ده چې منطقوي او محلي تنظيمونه او تحريکونه په دې قانع کړو چې اسلامي عمل بايد نړيوال وي، او په دې وخت کې چې مقابله نړيواله ده نو محلي او منطقوي عمل درد نه شي دوا کولاى او د دې نړيوالو فشارونو او مخالفتونو پر وړاندې په محلي اسلامي عمل، نه يوازې دا چې ټاکلې ګټه نه ورباندې مرتبه کيږي بلکې ژر له منځه ځې او پاى ته رسيږي.

اسلام نړيوال دين دى

دا چې اسلام يو نړيوال دين دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټولو خلکو لپاره راليږل شوى … او اسلامي شريعت د الهي شريعت وروستۍ کړۍ ده، نو دا ټول د دې غوښتنه کوي چې اسلامي عمل هم بايد نړيوال وي.
ډېر تحريکونه او فلسفې که څه هم په لومړي سر کې نړيوال نه و خو د اړتيا له امله د نويو فرصتونو او اميدونو په هيله، او د تازه پيروانو جذبولو په خاطر، د خپراوي، کار او مشرتابه له پلوه نړيوال شول. په خاصه توګه په دې اوسنۍ زمانه کې چې وصل کيدو او ليدو کتو وسايلو نړۍ لکه يوه کوټه داسې وګرځوله…
د مثال په توګه قادياني حرکت يوازې په هند پورې تړل شوى او منحصر حرکت و، خو اوس د نړۍ په هر ګوټ کې د هند په شان پيروان لري؟
د سوريې نشنليستي تحريک چې (النطون سعادة) يې د بنسټ ډبره ايښې وه، اوس د شام له پولو څخه وتلې او نړيوال حيثيت يې ځانته غوره كړې دى.
بهايي حرکت چې اصلي ځاى يې ايران و، اوس به داسې وچه نه وي چې د دې تحريک رېښې پکې نه وي غزېدلې؟
په داسې حال کې چې نوموړي او يا نور محلي تحريکونه اوس د خپل پيدايښت له تنګې داېرې څخه وتلي، لګيادي د ځان لپاره نوي نوي ځايونه لټوي، نو آيا د نړيوال رسالت خاوندانو ته نه ښايي چې په دې ډګر کې له نورو څخه وړاندې وي.

د نړيوال توب دلايل

هغه دلايل چې دا ثابتوي چې اسلامي عمل بايد نړيوال وي، ډېر زيات دي، خو موږ دلته ځېنې د مثال په توګه راوړو:

قراني دلايل:

له قراني دلايلو څخه لانديني ايتونه ذکر کوو:
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا(البقره: ١٤٣)
او په همدې ډول موږ تاسې يو (امت وسط) ګرځولي ياست تر څو تاسو پر نړيوالو شاهدان او پيغمبر پر تاسو شاهد و اوسي).
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ لا إِلَهَ إِلا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ  (الاعراف: ١٥٨).
اى محمده! دوى ته ووايه چې اى انسانانو زه ستاسو ټولو لوري ته د هغه الله (جل جلاله) استازى يم چې د ځمکې او اسمانونو د باچايي مالک دى له هغه پرته پل الله (جل جلاله) نشته هماغه ژوند بښي او هماغه مرګ ورکوي نو په الله (جل جلاله) او د هغه په امي استازي باندي ايمان راوړئ چې الله (جل جلاله) او د هغه ښوونې مني، او دا هغه پيروي غوره کړئ هيله ده چې تاسې سمه لاره ومومئ.
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ  (السباء: ٢٨)
او (اى پيغمبره!) موږ ته د ټولو انسانانو لپاره زيرى ورکوونکى او ويروونکى ليږلى يې خو زياتره خلک نه پوهيږي.

نبوي دلايل:

د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر دريځونه اعمال او لارښوونې دا ثابتوي چې اسلامي عمل بايد نړيوال وي…
رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلام لور ته يوازې د خپل قوم په بلنه بسنه نه ده کړې. او داسې هم نه ده چې يوازې د مکې او مدېنې خلک يې د الله (جل جلاله) دين ته رابللي وي… بلکې د هغه (صلى الله عليه وسلم) دعوت او بلنه د ټولې نړۍ پاره وه… هر ډول قوت خاوند او هر پاچا او … يې د خپل دين لوري ته رابللي… او دا د دې ښه دليل او تاکيد دى چې اسلامي علم بايد نړيوال وي…

نجاشي د اسلام لوري ته په خپل دې قول سره رابولي:

بسم الله الرحمن الرحيم
د محمد رسول الله لخوا د حبشې پاچا نجاشي الاصحم ته… روغ او سلامت اوسې، زه د هغه الله (جل جلاله) ثنا وايم چې پرته له ده بل الله نشته او هغه الملک او القدوس (ډېر مقدس) دى. السلام (له سره تر پايه سلامتي) المؤمن (امان ورکوونکى) المهيمن (ساتونکى په ټولو برلاسى) دى. او شاهدي وايم چې عيسى بن مريم روح الله او کلمة الله دى الله تعالى هغه په پاکدامني او سپيڅلې مريمي کې واچاوه، او عيسى د هغې په ګيډه شو، الله (جل جلاله) هغه له خپلې روح او پوکې څخه پيدا کړ، لکه څنګه يې چې ادم عليه السلام په خپل لاس او پوکي سره پيدا کړ… زه تا د هغه واحد الله (جل جلاله) لوري ته رابولم چې هيڅ شريک نه لري، او د الله تعالى په اطاعت کې دوستۍ ته دي رابولم، او د دې بلنه درکوم چې زما پيروي وکړي، او په هغه څه ايمان راوړې چې ماته راغلى دى، ځکه چې زه د الله (جل جلاله) رسول يم ما خپل د تره زوى جعفر له يوې ډلې مسلمانانو سره تاته درواستاوه، که هغه در غلل نو احترام يې وکړه، او ظلم ورسره ونه کړې،زه تا او ستا لښکرې د الله (جل جلاله) لوري ته رابولم، دا زما نصيحت او اعلان و، نو نصيحت مې ومنئ….
والسلام على من اتبع الهدى

د روم مشر هرقل ته يې داسې ليک استولې و:

بسم الله الرحمن الرحيم
د روم مشر هرقل ته!
د هدايت په خاوندانو دي سلام وي مابعد:
زه دې اسلام ته رابولم، اسلام راوړه په امن به شي، اسلام راوړه الله (جل جلاله) به دوه ځله اجر درکړي، او که دې اسلام و نه مانه نو د اريسينو (پيروانو) ګناه هم ستا په غاړه ده.
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلا نَعْبُدَ إِلا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ  (آل عمران: ٦٤)
اى اهل کتابو! يو داسې خبرې ته راشئ چې زموږ او ستاسې دواړو تر منځ يو شان ده دا چې موږ له الله (جل جلاله) څخه پرته د بل هيچا بندگى و نه کړو، له هغه سره هيڅوک شريک و نه ګڼو، او له موږ څخه دې هيڅوک له الله (جل جلاله) څخه پرته هيڅ يو په ربوبيت ونه نيسي که هغوى د دې بلنې له منلو څخه مخ واړوي نو په ډاګه ورته وايه چې شاهدان اوسئ موږ خو مسلمانان (يوازې د الله (جل جلاله) بندګې کونکي او اطاعت کونکي) يو.

د قسطنطنيې اسقف ته

د قسطنطنېې اسقف (روحاني عالم) ته يې يو بل ليک استولى و چې پکې ليکلي يې وو:
د ضغاطر اسقف ته… پر مؤمن دي سلام وي، په دې پسې دا چې، عيسى بن مريم د الله (جل جلاله) روح او د الله (جل جلاله) کلمه ده چې په پاک او سپېڅلې مريم کې يې اچولې ده، زه په الله (جل جلاله) ايمان لرم او په هغه څه ايمان لرم چې ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اسباط (نورو پيغمبرانو) ته ورکړل شوي دي، او په هغه څه ايمان لرم چې موسى او عيسى ته ورکړل شوي، او په هغه څه ايمان لرم چې د الله (جل جلاله) له لوري نبيانو عليهم السلام ته ورکړل شوي دي، موږ د هغوى (نبيانو) تر منځ توپير نه کوو او موږ مسلمانان الله (جل جلاله) ته تابع او تسليم يو…
و السلام على من اتبع الهدى

په مصر کې د قبطيانو مشر مقوقس ته يې په خپل استول شوي ليک کې ليکلي و:

بسم الله الرحمن الرحيم
د الله (جل جلاله) د بنده او رسول محمد لخوا، د قبطيانو مشر مقوقس ته د هدايت په خاوندانو دي سلام وي.
اما بعد: زه د ېاسلام ته رابولم، اسلام راوړه په امن به شي، الله (جل جلاله) به دوه ځله اجر درکړي، که دې اسلام را نه وړ نو د ټولو قبطيانو ګناه ستا په غاړه ده.
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلا نَعْبُدَ إِلا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ  (آل عمران: ٦٤)
اى اهل کتابو! يو داسې خبرې ته راشئ چې زموږ او ستاسې تر منځ يو شان ده دا چې موږ له الله (جل جلاله) پرته د هيڅ چا بندګي و نه کړو له هغه سره هيڅوک شريک و نه ګڼو او له موږ څخه دې هيڅوک د الله (جل جلاله) پرته هيڅ يو په ربوبيت ونه نيسي که هغوى د دې بلنې څخه مخ واړوي نو په ډاګه ورته وه وايه چې شاهدان اوسئ موږ خو مسلمانان (يوازې د الله (جل جلاله) بندګي کونکي او اطاعت کونکي) يو.

د فارس مشر کسري ته يې په ليږل شوي ليک کې ويلي و:

بسم الله الرحمن الرحيم
د محمد رسول الله لخوا، د فارس مشر کسري ته!
سلام دي وي په هغه چا چې سمه لاره يې په مخ کې ونيوه او په الله (جل جلاله) او د هغه په رسول الله صلى الله عليه وسلم يې ايمان راوړ، او شاهدي يې و ويله چې پرته له الله (جل جلاله) بل الله نشته، الله يو دى او شريک نه لري او محمد د الله (جل جلاله) بنده او رسول دى، د الله (جل جلاله) لورې ته دي رابولم، زه ټولو ته د الله (جل جلاله) رسول يم، تر څو ژونديو ته انداز واوروم، او په کافرانو باندې خبره ريښتوني شي، اسلام راوړه په امن به شي که اسلام رانه ووړ، دې مجوسو ګناه ستا په غاړه ده..
په همدې ترتيب رسول الله صلى الله عليه وسلم هر لورې او هر ګوټ ته وفدونه ليږلي، ليکونه يې استولي، او خلک يې د اسلام لور ته رابللي دا ډول ليکونه د اسلامي تاريخ په دې کتابونو کې موندل کيږي. 1

د اسلام پر خلاف توطئې نړيوالې دي:

څنګه چې اسلام له نړيوالې دښمنۍ او نړيوالو توطئو سره مخامخ دى، نو په هيڅ وجه نه دى روا چې اسلامي عمل دي منطقوي وي، بلکې دا لازموي چې د دې نړيوالو توطئو پر وړاندې اسلامي مبارزه بايد نړيواله وي…
د عثماني خلافت د ړنګېدو لپاره نړيواله (صهيونيستي او صليبي) توطئه په کار اچول شوې وه، اوم دا توطئه هم وروسته له دې پکار ولويده چې خليفه عبدالحميد د ميړانې. دريز غوره کړ… اسرائيل کوهين وايي:
د ١٩٠١ کال د مارچ په ١٨ مه اور منيوس و مبرغ نومي يهودي له يوې زياتې اندازې پيسو سره سلطان عبدالحميد ته ورغى تر څو فلسطين د يهودانو لپاره وره نه واخلي، خو عبدالحميد هغه سملاسي له خپل قصر څخه وشاړه….
د ١٩٠٢ کال د مي په ٢٣ نيټه تيودور هر تزل له سلطان عبدالحميد څخه وغوښتل چې فلسطين يهودانو ته ورکړي، خو عبدالحميد داسې ځواب وکړ: يهودان خو د عثماني خلافت په هر ګوټ کې اوسيږي، که چېرې هغوى د اوسېدو ځاى ونه لري، کولاى شي په عراق سوريه او حتى د اناضول په ښارونو کې دې اوسيږي… خو د فلسطين په هکله بايد سوال قدرې هم ونه شي. هرتزل چې د عبدالحميد دا ځواب واوريده نو ٥٠ ميليونه طلائي ليرې رشوت يې ورته وړاندې کړ، خو عبدالحميد د هغه په دې کار سره هغه وخت له قصر څخه وشاړه2.
د فلسطين د ويشلو طرحه چې د ١٩٤٧ کال د نومبر په ٢٩ نيټه د ملګرو ملتو د عمومي شورى لخوا په (٣٧) زياتو رايو سره و منل شوه.
له دې څخه دا په ډاګه کيږي چې ټولو سترو کفري هېوادونو چې د اسلام سره په دښمنۍ کې مشهور دي دا طرحه تاييد کړه، او په سرکې يې دا ملکونه وو: روسيه، امريکا، فرانسه، کانادا، بلجيم استراليا، برازيل، هالند، ناروې، ونيزويلا، او نور هغه غربي هېوادونه چې د انګليس او امريکا د سياست په محور چورلي.
کله چې په ١٩٤٨ کال کې بن ګوريون په فلسطين کې د يهودي دولت اعلان وکړ، نو بيا هم همدا دولتونه وو چې اسرائيلې دولت يې په رسميت وپيژانده او دا د دې خبرې ثبوت دى چې لويديځ او ختيځ استعمار په خپلو کې سره يو او د اسلام او اسلامي قضاياوو پر وړاندې د يوه دريځ درلودونکي دي؟
د اسلامي نړۍ په خلاف تبشيري جګړه هم په نړيواله سطحه روانه ده او د نړيوال پروګرام په رڼا کې مخ پر وړاندې درومي… په سل ګونو داسې موسسي، معهدونه، روغتونونه، کتابتونونه، مجلي، جريدې، خپرونې، شرکتونه او سينماګانې وجود لري چې د اسلامي نړۍ په مختلفو ځايونو کې د نړيوالې مرکزي ادارې لخوا چلول کيږي، او د دې هڅه کوي چې د مسلمانانو عقيده خرابه کړي او د نصرانيت لور ته يې راکاږي.
د اسلامي دين او اسلامي ميراث پر خلاف د استشراق په نامه چې کومه توطئه روانه ده، د هغې اداره هم له نړيوالو مرکزونو او دې کار ته وزګارو متخصيصنو افرادو لخوا کيږي. نوموړي ادارې او اشخاص له هر راز لازمو امکانياتو څخه پوره دي، تر څو په اسانۍ سره داسلام ريښتوني شکل له خلکو څخه پټ کړي.
زموږ په ملکونو کې د استعمار تر سيورې لاندې دښې اړخ او اړخ ټولو ګوندونو په نړۍ کې هرې خوا ته خپلې رېښې غزولې دي، او په هرځاى کې له خپلو همفکرانو سره يو ځاى کيږي. او دا ټول د يو ډول تحقيقاتو او په يوه کوټه کې جوړو شوو پروګرامونو په رڼا کې کار کوي.
او زموږ په وطن کې تنظيمونه له هغو سياسي، فوځي او عقيدوي تحريکونو او اتحادونو سره اړيکي لري، چې له هغوي سره نژديوالى او ورته والى لري… داسې منطقوى تنظيم به ډېر کم پيدا شي چې د استعماري خواوو له يوه طرف څخه مرسته او کومک وا نه خلي، ويلاى شو چې اوس د بيلتون عمليه بالکل پاى ته رسېدلې، ځکه هر يو په خپل ورته او ملګري پورې تړل شوى دى، او اوس د تحريکونو جغرافيه په نړيوال رنګ، رنګ شوې جغرافيه ده.
دا ټول هغه شيان دي چې اسلامي عمل د واحد دښمن او نړيوالې مقابلې پر وړاندې دروي، او په عين وخت کې د دې غوښتنه کوي چې اسلامي عمل هم بايد د دې نړيوال دښمن سره د مقابلې په خاطر نړيوال او يو موټى وي…

د اسلامي بدلون مشاکل د نړيوال عمل غوښتونکي دي:

يو بل هغه ټکى چې دا لازموي چې اسلامي عمل بايد نړيوال وي دا دى چې د اسلامي بدلون لپاره دومره تکليفونو او مسئوليتونو ته اړتيا ده چې که عمل نړيوال نه وي هغه نه شي تر سره کيداى…
که چېرې اسلامي اهداف يوازې داسې اصلاحي او ترميمي اهداف واى چې د موجوده نظامونو په مرسته لاسته راتلى شواى، نو بيا مو ويلاى شواى چې اسلامي عمل که محلي (منطقوي) هم وي پروايي نشته… او يا اسلامي طبيعت داسې وي چې له وضعي (په لاس جوړ شوو) نظامونو سره يې ګډ ژوند کولاى شواى او يايي ورسره ګډ حکومت جوړلاى شواى، نو بيا کيداى شواى عمل محلي واى…
اسلامي عمل به هله سيمه ايز او محلي و چې اسلام يوازې د روزنې تر اړخونو پورې منحصر واى، او تنظيم، تشريع او حکم يې نه درلوداى، نو څنګه کيداى شي چې عمل سيمه ايز وي په داسې حال کې چې اسلام تشريع (قانون جوړول) يوازې د الله (جل جلاله) حق بولي او د داسې حکومت قيام فرض ګرزوي چې هلته يوازې د الله (جل جلاله) حکم چليږي او دوستي هم يوازې له الله (جل جلاله) سره وي.
ټاکلى اسلامي بدلون، يو داسې اساسي بدلون دى چې پکې ټول فکري، عقيدوي، تشريعي او سلوکي اصول او تهدابونه بدليږي چې د مادي تصور، ديالکتيکي تفسير او وضعي قانون جوړونې په بناء جوړي شوې ټولنې او مفکورې ورباندې ولاړې دي….
نو دا ډول بدلون نه يوازې دا چې ګران کار دى بلکې دا د زياتو خطرونو درلودونىک هم دى… له دې خطرونو څخه يو دا دى چې د دې بدلون پر خلاف نړيوالې توطئې او مقابلې رواني دي…1
زموږ د دې خبرې د اثبات لپاره په دې نژدې تاريخ کې ژوندى مثال ايران اسلامي انقلاب تجربه ده، د دې تجربې په خلاف د ځمکې د مخ ټول کافر قوتونه را پورته شول، او دا هم ځکه چې دا يو داسې اسلامي انقلاب دى چې نه شرقي دى او نه هم غربي.
اسلامي بدلون… او د الهي حکومت قيام هر چېرته چې وي… حتما به د هغې په خلاف نړيوال صهيونيزم او اجنټان يي، نړيوال صليبيم او ورپورې تړل شوې قوتونه او نړيوال کمونيزم او مزدوران يې راپورته کيږي، پيسې به خرڅوي او خلک به په کار اچوي، او له هرې لارې به زيار باسي چې د اسلامي حکومت د جوړيدو مخه ونيسي…
نو اوس ښه، له دې ټولو شواهدو سره سره دا روا دى چې اسلامي علم دي تيت او پرک، او لکه د دکانونو په شان يو دلته او بل هلته وي او اسلامي کوښښونه دي په ايرو کې د پوکي، او دښته کې د چيغې په شان وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب