د ټولنې په معنوي جوړښت كې د جوماتونو رول

كه زموږ مسلمانان خپل اوسني حالت ته وګوري چې په اسلامي امت باندې څه تېرېږي داسلامي نړۍپه برخليك باندې هغه څوك لوبي كوي چې دانسانيت ، تمدن ، علم اوفرهنګ له پلوه داسلامي نړۍ پوروړى دى . داسلامي امت په اقتصادي منابعو خېټه اچولې او دمسلمانانو ددوينو تويول خپل فرض او حق بولي ، دمسلمانانو  دوژلو له پاره داسلام دتباهي له پاره يې خپل ټول توان ، كلتوري ، پوځي ، او مذهبي او لا مذهبي ټول په كار اچولي وو . حالت په ليدلو سترګو دمسلمانانو دسترګو څخه او ښكي نه بايد وينې توى شي هغه دزړه ددرد ويني .

ددې لا مل دا نه دى چې مسلمانان د شمېر له پلوه لږ دي . ځواك نه لري ، عده او اعتاد نه لري . بلكه حقيقي لا مل يې داى چې مسلمانان له خپل دين څخه په عملي ډګر كې لري او په تفريط كې دي ، په خپل دين پآندې نه پوهېږي او كه پوهېږي بيا هغه دعمل په ډګر كې كمزوري دي  .
كه مسلمانان يوځل  دخپل دين زدكړې او په هغې عمل كولو ته مخ كړي نو دالله له لورې به دنصر او كاميابي مستحق وګرځول شي . لكه څرنګه چه الله تعالى فرمايي ،
وكان حقا علينا نصر المؤمنين  .
كه موږ واقعي مؤمنان جوړ شو نه يوازې چه لدې ذلت او خوارۍ به نجات پيدا كړو بلكه دنړۍ قيادت او سيادت به يو ځل بيا زمونږ په برخه شي .

واقعي مومن هغه دى چې دايمان په لحاظ يو متكامل شخصيت وي په دې معنى چې دسمې عقيدې څښتن ، غوره عبادت كوونكى ، په معاملاتو كې غوره اسلامي معامله كونكى دغوره اخلاقو درلودونكى دپوهې او اخلاقو په درلودوسره دعوت كونكى شخصيت جوړشي .

پورتني ملا حظات به يو مسلمان چېرته كسب كوي ، غوره اوپاكه عقيده ، سم عبادت نيك اخلاق ددې دكسب درشد او ودې ځاى جوماتونه دي .په دې معنى چې تر نورو ښه مناسب ځايونه  هغه جوماتونه دي .دصالحو مسلمانانو له پاره دخپل نفس دجوړونې ځايونه دروحي ډار ، د ايمان دپياوړتيا ځايونه جوماتونه دي ، په هغه ټولنه كې چې په وچه او لمده كې دفساد ريښې ورځ په ورځ غزيږي يوازې جوماتونه به ددې نه دامن ځاى وي . په كار ده چې دجوماتونو په رول باندې فكر وكړو ، ترڅو دصالحو وګړو صلا ح ته وده وركړل شي او دتائبينو سره هم د لا زيات صلاح لور ته دبللو په اړه مرسته وشي .

نو بايد ووايو چې دمساجدو عمده كار په دوه برخو ويشل كېږي .
1- هغه كسان چې جوماتونو ته ځي او په دې سره ملتزم دي دهغوى دې التزام ته تسلسل وركو ل او دهغوى ديني پوه لوړول .
2- نوي كسان جوماتونو ته تللو له پاره هڅول او جوماتونو ته يې بلنه وركول .
هغه كسان چه هغوى دجوماتونو سره مينه لري په پنځه وخت لمانځه باندې ټينګ دي هغوى په څو كټګوريو ويشلى شو .
1- هغه مشران ، سپين ګيري يا هغه باسواد چه ډېر مصروفيتونه لري او دهغوى له پاره ستونزمنه وي ترڅو په يوه تربوي او تعليمي حلقه كې كښېني .
2- هغه ځوانان چې دهغوى ذهنيتونه څه ناڅه جوړوي ، مينه او علاقه لري چې خپله ديني پوهه او تربيه لا زياته كړي ، وخت وركوي ، قوي او لوړې ارادې لري .
3- ماشومان چې هغوى جوماتونو ته دسبق او درس ويلو له پاره هره ورځ ځي .
4- هغه مېرمن چې ددين په اړه ډېر كم معلومات لري او ډېره مينه لري چې ددين په اړه څه زده كړي په ځانګړې توګه دفضايلو او احكامو څخه دپورتني هر طبقي له پاره بآيد علمي ، فكري ، تربوي ، او دعوي پروګرامونه ايجاد شي .
دلومړى طبقي له پاره چه هغوى مشرا ن دي څه ډول دهغوى علمي او فكري كچه لوړېداى شي . دهغوى له پاره د يو ځانګړ منهج او نصاب جوړونې اړتيا ده چې دهرې سيمې دحالا تو او ظروفو  او ا وسني حا لا تو سره سم دي  . چې ددې علمي منهج اساسي او عمده توكي او وسايل دا څو نقطي كېداى شي
1- خطبې او موعظې . عام درسونه ، لنډې لنډې ويناوې او تربوي كيسې .
2- لنډ مهاله ديني كورسونه او مهالني ديني جلسې .

خطبې او مو عظې :
دجمعې دلمانځه او نورو مناسبتونه دمسلمانانو دتجمع او راټولېدو له پاره يو ګټور فرصت دى . چې داخرت دورځې په اړه دحساب او كتاب ، صالح اعمالو ته داړتيا په اړه ، دورځنيو روانو حا لا تو د روانو حا لا تو مسلمانان ديني اړخ ته متوجه كول ، دا يو ښه فرصت دى . ورځني جريانات دقران كريم او اسلامي شريعت سره د تړاو وركولو له پاره يوښه چانس وي ترڅو مسلمانانو ته خپل هغه ديني موقف روښانه وي .
كامياب خطيب هم هغه دى ترڅو دټولنې د امراضو او حا لا تو په اړه خبرې وكړي او دعلاج او درملنې نسخه خلكو ته وړاندې كړي .

اونيز عام درسونه :
دكلي يا محلي محترم عالم دخپلو متعلقينو له پاره اونيز ديني درس ولري چه هرڅوك ورنه استفاده وكړي  ، په دې معنى چې دعقيدې له درسونه څخه پيل او قدم په قدم فقه ، اخلاق ، او معاملو هغه ضروري اړتياوې چه ديو مسلمان له پاره ضروري دي چه وربآندې پوه شي ، دعقيدي په اړه مثال ، دامنت بآلله  .. بشپړه معنى او د قبر عذاب حساب او كتاب په اړه او داسې نور …
دفقهې په اړه ضروري ټكي چه هر مسلمان بايد ورباندې پوه وي ترڅو عبآدت يې سم او الله تعالى په وړاندې قبول وي يانى عبادت على بصيرة ترسره كړي . چې داكار ناشونى او ناممكن  نه دى ، په دې شرط چې دې  كار ته په ارزښت او اهميت قايل شو او اصلي كار يې وبولو ، كه په مسلسله توګه زمونږ جوماتونه په معنويت او ديني زدكړې بآندې تاوده وي او داهم  ټول كال نه  يوازې دكال په يوه ځانګړې موسم كې ، نو يقيني خبره ده چې زمونږ په اعمالو كې به بدلون راشي  ، او زمونږ  ټولنه بۀ دمادي او معنوي پرمختګ په لورې حركت وكړي ، په همدې هيله .
نور بيا .

حج
د ګناهونو څخه دپاكوالي عبادت
……………………………………..
ټولو ته جوته ده چې حج داسلام دپنځه ګونو اركانو څخه يو مهم ركن دى چې په دې سره داسلام دسپيڅلي دين اركان بشپړ كېږي او دقدرمنو حاجيانو ته دې مبارك وي .
داسلام ستر پېغمبر عليه السلام فرمايي : چا چې دالله تعالى درضا له پاره حج اداء كړ دهر ډول فسوق ، ا و فجور  ، جماع او دهغې دمقدماتو څخه يې ځان وژغورلو نو دګناهونو څخه بۀ داسې پاك راستون شي لكه په كومه ورځ دمور څخه زيږېدلى وي .

دمقبول حج نښانې هم همدادي چې ترڅه دمخه اخلاص ورسره مل وي ( من حج لله)
دوهم دا چې دحج هغې روزنيز چوكاټ ته يې ځآن برابر كړى وي  ،په دې معنى چې دهر ډول  ناوړه ويناوو او كړنو څڅه يې په ډېر دقت او ځيركتيا سره ځان ساتلى وي

داحرام دټولو محظوراتو څخه يې داطاعت په بنسټ ځان ساتلى وي . مناسك يې دپوهې له مخې ادا كړي وي  ، دمناسكو دادا په مهال يې كوم مسلمان ورور ته اذيت او تكليف نه وي رسولى . دڅښتن تعالى په دربآر په سپيڅلي حرم كې دحجر اسود سره د طواف په مهال دعرفات په ميدان يې دمغفرت دغوښتلوځولۍ غوړولي وي ، دخپل تېر عمر ګناهونه دغره په څېر انځور كړي وي او دهغې په اړ د حسارت او ندامت سر لوڅى لا س په دعا  دزړه دتل نه اوښــــكې بهوي ، هوكى ، رحيم او مهربان ذات به يې تش لا سى نا اميده نا هيلي نه پرېږدي . ګناهونه به يې بخښي
دخپل پراخه رحمت له مخې دحاجي صاحب دا خلا ص په پرتله دهغه دعجز اوبندګۍ په نسبت .
قدرمن حاجي صاحب تا خو دطواف په مهال په پوره جوش ولوله پاكه او ژوندۍ احساس دلبيك اللهم لبيك شعارونه ويل  آيا ددې دلبيك په معنى او مفهوم دځان پوه كړى او كه نه ؟
تا دخپل خالق څښتن تعالى سره دواقعي طاعت او بندګۍ عهداو ژمنه تازه كړه ،
هوكى دا ژمنه دې دميليونونو انسانانو په وړاندې په لوړ غږ سره وكړه .

تا خو په دنيا كې دحشر ورځې ته رته حالت دعرفات په ميدان وليد چې دلته ديو ځانګړي داحرام جامې دې په تن وې ، اما دحشر په ورځ بيا لدې نه هم سخت حالت وي ، دآدم عليه السلام ددنيا تر وروستي وګړي پورې خلك ، كافر ، مسلمانان نارينه ، ښځينه  ټول دخپل ټول ژوند په اړه خپل خالق ته ځواًب وركوي . او دهغه خالق تعالى له لورې به بيا هر چاته دخپل ژوند ټول ښه اوبد ريكارډ وړاندې شي چې له هغې وروسته بيا دښه عمل هيڅ چانس نشته ، او الله تعالى فرمايي : چې څوك دجهنم  داور څخه بچ شو يقينا چه هغه كامياب شو .
تاخو دخپل احساس له مخې او دحج دنسك دادا كولو په نيت جمرې ويشتلي چې په محلي ژبه يې شيطان ويشتل بولي .
كه خداى ج ستا حج قبول كړى وي ، الله ح يې قبول كړي ، پاك او سوتره له ګناهونو راستون شوى وې ، نو اوس بايد څه وكړې ؟

آيا دا سپينه صفحه به يوځل بيا په وړو او لويو ګناهونو ككړه كړي او كه به دهغه ژمنه په ياد وې چې لبيك به دې ويل ….
ايا درواغو ، غيبت ، بهتان ، شر ، فساد ، حرامو ، فحشا،.. بيا دشيطان په لمسون مخه كړى ، او كه دشيطان سره همغه دښمني ته دوام وكړي ، آيا له حج وروسته به ستا په نېكو اعمالو  كې زياتوالى ، ښه والى او اخلاص پيداشي ، او كه بۀ دحاجي صاحب په نامه گټلو بسنه كوې ..

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب