د دعوت او تبلیغ خاص اصول

د دعوت او تبلیغ مفهوم

دعوت او تبلیغ یعنې خلک د اسلام طرف ته په حکمت، نرمتیا او ښه اخلاقو سره رابلل، او د الله دین ورپیژندل.

د دعوت او تبلیغ اساسي اصول.

1. حکمت (عقل او پوهه سره دعوت کول)

الله تعالی فرمایي:
“ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ” (النحل: 125)

د خلکو حالت درک کول

مناسب وخت او طریقه کارول

په علم او دلیل خبرې کول

2. نرمي او ښه اخلاق

رسول الله ﷺ ډېر نرم او مهربان وو.

سختي مه کوه

په نرمه ژبه خبرې وکړه

خلکو ته احترام وکړه

3. ښه نصیحت (موعظه حسنه)

 خلک په ښه طریقه نصیحت کړه:

د ډار او امید توازن

د جنت او اجر یادونه

په مینه خبرې کول

4. عمل مخکې له خبرو

تر ټولو مهم اصل:

څه چې وایې، خپله یې هم عملي کړه

که عمل نه وي، خبره اغېز نه لري

5. صبر او زغم

دعوت ژر نتیجه نه ورکوي.

صبر وکړه

خلک که نه مني، مایوسه مه کېږه

دوامداره هڅه وکړه

6. اخلاص (یوازې د الله لپاره)

 نیت باید خالص وي:

د شهرت لپاره نه

یوازې د الله رضا لپاره

7. د خلکو د حال مطابق خبرې

هر څوک یو ډول نه وي:

ماشوم ته جلا طریقه

عالم ته جلا

عام انسان ته جلا

8. د جنجال څخه ډډه کول

 بې ضرورته بحث مه کوه:

که بحث تاوتریخوالی راولي، پرېږدی یی.

په ښه طریقه وضاحت ورکړي .

تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ (سورة آل عمران، آیت ۶۴)
د دې آیت څخه د تبلیغ او دعوت یو خاص اصل معلومېدلی شي، هغه دا چې که یو سړی یو داسې جماعت (ټولګي) ته د دعوت ورکولو خواهشمند وي چې په عقیده او نظریاتو کې د ده څخه مختلف وي، نو د هغه طریقه دا ده چې دغه د عقیدې مخالف جماعت ته دې یوازې پر هغه خبره د یو ځای کېدو دعوت ورکړي پر کومه چې د دواړو اتفاق راتلای شي.

لکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله د روم باچا هرقل ته د اسلام دعوت ورکړی، نو د داسې مسئلې طرف ته یې دعوت ورکړی چې پر هغه د دواړو خواوو اتفاق وو، یعنې د الله جل جلاله د وحدانیت طرف ته. هغه دعوت نامه داده، چې لاندې نقل کېږي:

بسم الله الرحمن الرحیم، من محمد عبدالله و رسوله إلی هرقل عظیم الروم: سلام علی من اتبع الهدی، أما بعد، فإني أدعوک بدعایة الإسلام، أسلم تسلم، یؤتک الله أجرک مرتین، فإن تولیت فإن علیک إثم الأریسین. (۱)
وَيَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ. (بخاری)

زه شروع کوم د الله جل جلاله په نوم، هغه چې ډېر مهربان او زیات رحم کوونکی دی. دا خط د محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او د هغه د رسول له طرفه د روم باچا هرقل ته دی. سلامتي دې وي پر هغه سړي چې د هدایت د لارې تابعداري وکړي. وروسته تر دې زه تاته د اسلام دعوت درکوم، اسلام راوړه، ته به سلامت پاتې شې او تاته به الله دوه ګونې اجر درکړي. او که تا منعه وکړه، نو پر تا به د هغو ټولو کسانو ګناه وي چې ستا په رعیت کې دي.

ای اهل کتابو! د یوې داسې خبرې طرف ته راشئ چې زموږ او ستاسې تر منځ برابره ده: دا چې موږ د الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت نه کوو، نه به د هغه سره څوک شریک جوړوو، او نه به موږ داسې کوو چې الله جل جلاله پرېږدو او په خپل منځ کې به یو بل رب جوړوو.

فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ: په دې آیت کې چې یې ویلي دي «تاسې شاهدان اوسئ»، په دې سره یې دا تعلیم ورکړی دی چې کله په ښکاره دلیلونو سره څوک حق ونه مني، نو د حجت د پوره کولو لپاره خپل مسلک (دین) ښکاره کول او خبره ختمول پکار دي. زیات بحثونه او تکرار کول مناسب نه دي، بس خبره پرې کول پکار دي.

(معارف القرآن: ج ۱، ص ۱۵۴، پښتو ژباړه)

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب