څنګه پرېکړه وکړو؟ د پرېکړې لارې چارې

په ژوند كې دبرياليتوب دمهمو سوبونه يو هم دژوندپه مختلفو اړخو نوكې په مناسب وخت كې مناسبې پريكړې كول دي، دا دځان سره اويا دنورو سره دچلن په ډګر كې وي، ډير خلك داسې شته چې ښه كوښښ وكړي مګر كله چې دپريكړې وخت رارسيږي دناپوهۍ، كمزورۍ او تردد له امله په منا سب ګام اخيستلو كې پا تې راشې، تيركوښښونه او ګټورفرصتونه چې كيداي شي بيا تكرار نشي له لاسه وركړي او ابته شي.

ليکوال: دکتور عائض القرني
ژباړن: دکتور شفيق الله امين

په مناسب وخت كې د مناسبو پريكړو كولو لپاره څولارښووني:

  1. دڅه په هكله چې پريكړه، يا دريځ غوره كول غواړي لومړي دهغه په اړوندبشپړ معلومات را ټول كړه، ځكه د نيمګړو يا ناسمو معلوماتو پر بنسټ پريكړه سمه نه وي، اوناوړه پايلې دځان سره لري.

لكه چې د دولسم ټولګې فارغ غواړي دپوهنتون په پوهنځيوكې ديوه انتخاب وكړي خو نه پوهيږي چې كوم يو ورته مناسب دي، ددې لپاره بايد دهرپوهنځې په هكله بشپړ معلومات راټول كړي چې څه ډول مضامين لري فا رغانو ته يې څه ډول دندې پيداكيداي شي، دټولنې په خدمت كې څه مرسته كولاې شي، اودده له ذوق سره برابر دي كه نه ؟او دبرې چانس يې څومره دي؟

  1. دمعلوماتودراټولولوڅخه وروسته دې وګورې چې كوم پوهنځې ورته وړدي.
    كه ورته ثابته شوه چې له پينځوڅخه ورته په دريوكې ددرس ويلو زمينه برابره ده كه څه هم په پاتې دووكې يې داخله هم ناشونې نه ده .

  2. بيادي دخپلولاس ته راوړو معلوماتو پربنسټ يو پوهنځې وټاكې، ددې لپاره چې هغه ورته دنورونه ډير مناسب دي. دمضامينو، وخت اومستقبل په لحاظ دنورونه ښه بريښې، خپله پريكړه دې په ويساتوب سره وكړي، چې همدا پوهنځې وايم او ښه پايله به لاس ته راوړم..

  3. كه چيري حيران و چې په دريو كې كوم خوښ كړي ؟ پريكړه يې نه شوه كولاي نو بيا دي شرعي استخاره او له اهل خبره خلكو سره مشوره وكړي . كه څه هم دادوه كارونه په اسلام كې سنت، اوپه هر وخت كې ګټور دي.

  4. چې كله يې پريكړه وكړه بيا دې دخپلې پريكړې دعملې كولو اقدام وكړي، ځكه له پريكړې وروسته دهغې عملې كول دتيرو ټولو كوښښونو پايله او ثمره ګڼل كيږي. په پورتنې مثال كې بايد شاګرد دغوره شوي پوهنځې لپاره خپل اسناداو نور كوايف برابر كړي، دازموينې ځاي، او وخت دې معلوم كړي، اودبرياليتوب وروسته دې په كروړلي هوډ درس پيل كړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب