مسلمان له خپلو وروڼو سره

وروڼه په اسلام کي دوه ډولونه لري یو ډول هغه وروڼه چي دویني او نسب له لوري دمور او یا پلار او یا دواړو په وسیله دانسان وروڼه ګرزول شوي وي ، چي مونږ ورته سکه او یا ناسکه نسبي وروڼه وایو  دوهم هرهغه څوک چي داسلام ددین معتقد وي هغوی ته دیني وروڼه ویل کېږي لکه چي الله تعالی فرمايي :

ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ  –  الأحزاب ۵

تاسي هغوی خپلو پلرونو ته منسوب کوﺉ دا دالله تعالی په وړاندي دانصاف خبره ده که يي تاسوته پلرونه معلوم نه وي بیا هغوی په دین کي ستاسي وروڼه دي یا ستاسي دترونو زامن دي .

په بل آیت کریمه کي فرمايي :

فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ  –  التوبة  ۱۱

که هغوی توبه وباسي او لمونځونه ودروي او زکاتونه ورکړی بیا هغوی په دین کي ستاسي وروڼه دي .

وروڼه که نسبي وي او که عقیدوي ټول حقوق لري او مسلمان يي باید په خپلو ورځنیو کړو وړو کي دتل لپاره مراعات کړي .

نسبي وروڼه د مور او پلار دبدنونو مېوې دي ، په ذوي الأرحامو کي وروڼه له والدينو څخه وروسته ترټولو نژدې خپلوان دي، له اجسامو سره نښتي او د زړونو خوښ انسانان دي ، وروڼه هغه څوک دي چي انسان  د ژوندانه لمړې  شپې اوورځي او د ماشومتوب پاکي شېبې په کور او ښوونځي کي د هغوی ترڅنګ تېروي  او دخوراک اوڅښاک په یوه لوښي ورسره وده کوي ځکه خو الله تعالی مسلمان ته له هغوی سره په وفاء کولواو خپلوي پاللو او احسان کولو حکم کوي، او له هغوی سره دخپلوي له پرېکولواو تکلیف ورکولو څخه هرمسلمان منع کوي  .

داهم ځیني اسلامي لارښوني او هدایات دي چي یو مسلمان يي باید د وروڼو او خویندو په هکله ملحوظ وساتي البته په لومړي ګام کي نسبي وروڼه او په دوهم ګام کي ټول هغه انسانان چي دعقیدې وروڼه وي   .

(۱) دمشرانو وروڼو احترام ساتل او دهغوی قدر کول او د هغوی حقوق پالل  د لاندي نصوصو له مخي په کشرانو وروڼو باندي لازمي دی .

عن سعيد بن عمرو بن العاص قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:  حق كبير الإخوة على صغيرهم كحق الوالد على ولده (البيهقي)

له سعيد بن عمرو بن العاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم وفرمايل : په وروڼو كي د مشر ورور حق په كشر ورور باندي دومره دي لكه د پلار حق په زوی باندي.

حق كبير الإخوة على صغيرهم كحق الوالد على ولده أي في وجوب احترامه وتعظيمه وتوقيره وعدم مخالفة ما يشير به ويرتضيه (فيض القدير)

دمشر ورورحق په کشر ورور باندي دومره دی لکه د پلار حق په زوی باندي چي احترام او ستر ګڼل یې ورباندي واجب دی او څه چي مشر ورور غواړي د هغه مخالفت او سرغړونه به نه کوي او چي مشر په کوم کار کشر ورور وګماري هغه به یې سرته رسوي .

قال قال رسول الله حق كبير الأخوة على صغيرهم حق الوالد على ولده أي كحقه عليهم (مرقاة المفاتيح)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : د مشر ورور حق په کشرو ورور باندي داسي دی لکه د پلار حق په زامنو باندي .

يوه خبره بايد دخپلي عملي تجربې له مخي اضافه کړم او هغه داچي کوم کسان چي دوالدینو په ایذاء رساني او آزار اخته شوي دي هغوی تل پخپل ژوند کي په ډول ډول ستونځو او پرېشانیو اخته ، لالهانده او سکون يي له ژوند څخه لوټ شوی وي په عین شکل ماداسي کشران وروڼه هم ولیدل چي هغوی خپل مشر ورور ته اذیت متوجه کړی وو ، دهغه په سپکه او توهین کي ساعي وو الله تعالی هغوی په ټولنه کي سپک وګرزول دوالدینو دعاق په شان يي په ټول ژوند کي سکون او ډاډ په برخه نشو دژوند په ډول ډول ناخوالو اخته شول او خپل صالح اولاد چي چابه يي تصور هم نه کولو دهغه داذیت  بنیادي  او ترټولو سترعوامل جوړ شول .

(2) مسلمان مشر ورور ته په کار ده چي په کشرانو شفقت وکړي د هغوی په ستونځو کي ورسره ونډه واخلي ، پېټی يي ورسپک کړي ، زړسوی ورباندي وکړي او خپله همدردي او همکاري ورڅخه ونه سپموي أنس رضي الله تعالی عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

ليس منا من لم يرحم صغيرنا ولم يوقّر كبيرنا (الترمذي)

هغه څوک له مونږ مسلمانانو څخه ندی څوک چي زمونږ په کشر زړسوی نکوي او زمونږ د مشر قدر نکوي .

(۳) له وروڼو سره په عمومي شکل په تعامل کي له عاطفې او نرمي څخه کار اخېستل ضروري دی  او احسان کول ورسره لازمي دی عمر رضي الله تعالی عنه فرمايي :

إني أحب أن يكون الرجل في أهله كالصبي فإذا احتيج إليه كان رجلا (مجمع الأمثال) .

زما داخوښېږي چي نارینه په خپل کور کي د ماشوم په شان وي خو کله چي اړتیا ورته ولیدله شي بیا د یوه بشپړ قوی نارېنه رول لوبوي .

(۴) مسلمان ته په کار ده چي له وروڼو سره په تعامل او ګوذاره کولو کي ښه اخلاق خپل کړي ،  دهغوی په وړاندي له تواضع او انکسار څخه کار واخلي ،  هرڅه ترخپل ځان  زیات په هغوی ولوروي ، چوپړ يي ووهي او مینه ورسره وساتي همکاري او همدردي ورسره وکړي او خپل ذاتیت او أنانیت شاته وغورځوي عائشه رضي الله تعالی عنها فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي (الترمذي)

په تاسو کي غوره هغه څوک دی چي د خپلي کورنۍ له افرادو سره ښه وي اوزه په تاسي ټولو کي له خپلو کوروالو سره ډېر ښه یم .

(۵) کله چي له هغوی سره مخامخ شي باید په مینه سلام ورواچوي ، دلاس روغبړ ورسره وکړي او د هغوی په وړاندي خپله ټنډه خندنۍ ، غوړېدلي او خوشاله ونیسي أبوذر رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

لا تحقرنّ من المعروف شيئا ولو أن تلقى أخاك بوجه طليق (مسلم)

هېڅ نېک عمل سپک مه ګڼه که څه هم له خپل ورور سره په غوړېدلیه ټنډه مخامخ شې .

(۶) د وروڼو د احساساتو او جذباتو پاملرنه ضروري ده که هغوی خواشیني وي نو په مخ کي يي خوشالي مه څرګندوه او که خوشاله وي نو ټنډه تروه مه نیسه ، که يي روژه وي په مخ کي يي خوراک مکوه او که وېده وي نو په لوړ آواز خبري مکوه او وچتي نارې مه وهه .

(۷) هم به وروڼوته په خپله خیر  رسوي او هم به د نورو خلګو خیر ورباندي لوروي ځکه چي أنس رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

لا يؤمن أحدكم حتى يحبّ لأخيه ما يحبّ لنفسه. متفق عليه .

په تاسو کي یوڅوک تر هغه وخته پوري کامل مؤمن نشي جوړېدلای ترڅو خپل ورور ته هغه خیر خوښ نکړي کوم چي ځان ته يي خوښوي .

(۸) همدا راز به د هغوی د احسان شکر ګذاري کوي او زیار به باسي چي د احسان په مقابل کي زیات احسان ورسره وکړي لکه چي الله تعالی فرمايي :

هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ  – الرحمن ۶۰

آیا داحسان بدله له احسان څخه پرته بل څه شته؟

(۹) د وروڼو دچارو به تل ورسره اندېښنه وي،  د هغوی د حال احوال پوښتنه به کوي ،  د هغوی اړتیاوي به ځان ته معلوموي او که يي په وس کي وشي د هغوی د ستونځو په هوارولو کي به ځاني او مالي ونډه آخلي .

(۱۰) دهغوی د خیرخواهي لپاره به هغوی ته خپل نصیحت وړاندي کوي،  نېکي لاري ته به يي په حکمت او هوښیاري سره دعوت کوي،  د فرائضو د په ځای کولو او دشرعي پرېکړو دپلي کولوحکم اوتوصیه به ورته کوي او په دې کار کي به له میني او ډنډې دواړو څخه کار آخلي .

(۱۱) که يي ورور په حق باندي وي او له یوچا سره يي  ستونځه وي نو په ورور باندي غیرت خوړل او مرسته يي کول ورباندي لازمي حق دی  ځکه چي أنس رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

أنصر أخاك ظالما أو مظلوما. فقال رجل: يا رسول الله أنصره إذا كان مظلوما، أرأيت إن كان ظالما فكيف أنصره؟ قال: تحجزه أو تمنعه من الظلم فإن ذلك نصره (البخاري) .

له خپل ورور سره کومک وکړه خواه که هغه ظالم وي او که مظلوم وي  يوه سړي وویل :  چي که مظلوم وي خو مرسته به یې کوم او که ظالم وي څرنګه به یې مرسته کوم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له ظلم کولو څخه يي بند او یامنع کړه دا ستا له هغه سره مرسته ده  .

(۱۲) که له هغوی څخه کومه غلطي پېښه شي نو سترګي ورباندي پټوه او که عذر درته وړاندي کړي نو عذر يي منه او تل يي په یوه غلطي باندي مه ترټه ابن مسعود رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

ألا أخبركم بمن تحرم عليه النار؟ تحرم على كل قريب هيّن ليّن سهل ( الترمذي)

آیا زه تاسو ته هغه څوک دروښیم چي ددوژخ اُور ورباندي حرام ګرزي په هر آساني خوښوونکي نرم مزاج قریب باندي ددوژخ اُور حرام ګرزي .

(۱۳) که د وروڼو په مېنځ کي خفګان مېنځ ته راشي نو د هغوی ترمېنځ د روغي جوړي هڅي کول او له مقاطعې او یو بل ته له شا ګرزولو او کېنه ساتلو او بدګماني څخه د تل لپاره ډډه کول .

(۱۴)  وروڼو ته هم د لاس او هم دخولې له اېذاء څخه د ځان ساتل ولو که په خبرو سره وي او یا په نالائقه ټوکو سره وي همدا راز له شخړو او خپل مېنځي جګړواواختلافاتوڅخه ګوښه نیول  .

(۱۵) د هغوی په شخصي چارو کي له لاسوهني څخه لېري اوسېدل او د هغوی د شخصي ملکیتونو احترام ساتل او بې اجازې تصرف پکي نه کول  .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تحاسدوا ولا تناجشوا ولا تباغضوا، وكونوا عباد الله إخوانًا، المسلم أخو المسلم، لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره، التقوى ها هنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ، بحسب امرئٍ من الشر أن يحقر أخاه المسلم، كل المسلم على المسلم حرام، دمه وماله وعرضه إن الله لا ينظر الى أجسادكم ولا الى صوركم ولكن ينظر الى قلوبكم  (رواه مسلم).

له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یوله بل سره حسد مه کوې او یو دبل په سیالي کي د مال بیه مه لوړوۍ او یوله بل سره دښمني مه کوۍ او دالله تعالی بندګان وروڼه جوړ شېۍ مسلمان د مسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوۍ او نه به یې رسوا کوي او نه به په سپکه ورته ګوري پرهېزګاري دلته ده (درې ځلي یې خپلي سینې ته ګوته ونېوله) د مسلمان لپاره همدا ګناه کافي ده چي خپل مسلمان ورورته په سپکه وګوري د هر مسلمان وینه او شتمني او د عزت څیرل په بل هرمسلمان باندي حرام دی په رېښتیا سره چي الله تعالي ستاسو جسمونو او څېرو ته نه ګوري بلکه ستاسي زړونو ته ګوري .

همدا راز که وروڼه دمېرمنو خاوندان وي خواه که هغوی په یوه کور کي اوسېږي او که يي بېل بېل کورونه وي شرعي حکم دادی چي یو ورور به دبل ورور له مېرمني سره په تنهايي کي خبري اتري او مجلس نکوي ، دلاسونو روغبړ به نه ورسره کوي ، په تنهايي کي به سفر نه ورسره کوي .

همدا راز په جامه ، څېره او خبرو کي د آدابوخیال ساتل په تېره چي وروڼه  خویندي ولري او په خپل مېنځ کي دحیاء مراعات کول دا ځیني هغه آداب وو چي وروڼو ته يي مراعات کول او عملي ګرزول لازمي او ضروري دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب