د اسرائیلو برخلیک

وَحَرَامٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٩٥﴾ حَتَّىٰ إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ ﴿٩٦﴾

ِژباړه:

او بې شکه چې د هغه ښار ( پرخلکو) باندې بندیز دی چې موږ له مینځه وړی دی: دا چې دوی ( د ښار اوسېدونکي) به بیرته ورته را ونه ګرځي ( پرې د ملکیت دعوه به ونه کړي). ترڅو یاجوج او ماجوج ایله کړای شي او دوی به له هرې لوړې نه را کېوځي ( پر هر لوري به خپاره شي).

په قران کې د یاد شویو پیغمبرانو له ډلې څخه، ډېرو یې له بیت المقدس سره یو نه یو ډول اړیکه لرله. بیت المقدس ( چې قدس او اقصا هم ورته ویل کېږي) ، د مسلمانانو لومړۍ کعبه وه. له دې هرڅه سره-سره، څنګه شونې ده چې د بیت المقدس ( قدس/اقصا) نوم دي یو ځلې هم په قران کې نه وي یاد شوی؟. خو نه، داسې نه ده! نه یواځې دا چې د بیت المقدس ذکر شوی دی، بلکې د رسول الله د هغې کیسې ذکر هم شوی دی چې په ترڅ کې یې محمد صلی الله علیه سلم له مکې څخه د شپې له خوا تر بیت المقدس پورې رسېږي. خو بیا هم، هغه مالومات چې قران د بیت المقدس په اړه وړاندي کړي دي، د خلکو او مسلمانانو له پام څخه لري پاتي شوي دي. ممکن یو دلیل یې داوي چې بیت المقدس چې په وروستۍ زمانې کې پرېکنده رول لوبوي، په قران کې یې برخلیک د حکمت له مخې په یو ډول ورېځن او تت ساتل شوی ؤ، ټرڅو یواځې د وروستۍ زمانې خلک ترې پوره خبرتیا ترلاسه کړای شي. ځکه خو د یادې موضوع په اړه مالومات له نشت سره برابر دي. زموږ څېړنه هم یواځې هله ممکنه شوه چې خبره له ورېځن حالت څخه بهر شوه، او زموږ باور دادی چې نور نو خبره په ډانګ پېیلې ده او له مخې یې ورېځې مخ په کوچېدو دي.

د عیسي علیه سلام له پیغمبرۍ څخه یهودو انکار وکړ. له دوئ سره خو الله وعده کړې وه چې ژغورونکی (مسیح) به ورته د الله له لروي استول کېږي، خو کله چې عیسی علیه سلام ځان ته مسیح وویل او څرګنده یې کړه چې الله پاک دی د مسیح په توګه غوره کړی ؤ، یهودو ترې چورلټ انکار وکړ، او ان د عیسی علیه سلام د وژلو هڅه یې وکړه. د یهودو له باوراو عقیدې سره سم، مسیح هغه څوک کېدای شوای چې د دوئ طلایي دوره بیرته ژوندۍ کړې او دوئ یې د واک پرګدۍ بیرته کښېنولي وای. خو چې کله دوئ د عیسی علیه سلام د وژلو هڅه وکړه او بیا دوئ ظاهرا فکر وکړ چې رښتیا هم عیسی علیه سلام په دار شوی ؤ، نو پوره باور یې پیدا کړ چې عیسی علیه سلام هماغه مسیح نه ؤ چې له دوئ سره یې وعده شوې وه، ځکه دوئ ته یې طلایي دوره په برخه نه کړای شوای. سره له دې چې دوئ له حقیقت څخه بې خبره پاتي شول خو کیسه په قران کې بیرته څرګنده شوه چې عیسی مړ نه بلکې اسمان ته خېژول شوی ؤ. دوئ بیا له قران څخه هم انکار وکړ، او لا هم عقیده لري چې مسیح/ژغورونکی به له ژمنې سره سم دوئ ته استول کېږي، څوک چې به دوئ ته طلایي دوره بیا په برخه کړي او په نړۍ به یې واکمن کاندي. نو د دئ په باور، د بن اسرائیلو د طلایي دورې د بیا ژوندي کېدو په پار د نورو شرایطو تر څنګ، لاندې شرایط باید پوره شي:

• سپېڅلې خاوره باید د نایهودو له کنترول څخه ازاده شي؛

• یهود به بیرته سپېڅلې ځمکې ته را ګرځي، استوګنه به پکې غوره کوي، او د ځان به یې اعلانوي؛

• د اسرائیلو حکومت به له زرګونو کلونو وروسته بیرته په پښو درول کېږي؛

• مسجد به بیرته د یهودو په مقدس ځای بدلېږي او یواځې دوی به پکې د ابراهیم د رب لمانځنه کوي؛

• اسرائیل به بالاخره د نړۍ د واک پر ګدۍ کېني او په نړۍ به یو قطبي حاکمیت پلي کوي، هغه هم داسې لکه داود علیه سلام او سلیمان علیه سلام چې په نړۍ باندې واک چلولی ؤ؛

• د اسرائیلو مشر/ولسمشر/پاچا به له اسرائیلو/بیت المقدس نه په نړۍ راج چلوي، او همدی به رښتینی مسیح وي، او-

• بې جوړې واک به یې دایمي او تل پاتي وي.

نبوي وینا ده چې په وروستۍ زمانه کې به یهود د یو داسې کس له خوا وغولول شي چې ځان ته به مسیح او ژغورونکی وایي، یهود به پرې په دې ګروهه باور وکړي چې دی ورته د بني اسرائیلو طلایي دوره بیرته راګرځوي. خو د دې هرڅه په پای کې به یهود د بشر په تاریخ کې له بې جوړې الهي قهر سره مخامخ شي، ځکه همدا کس تر ټولو لوی دروغجن مسیح الدجال دی چې عیسویان ورته عیسی-ضد یا انټي کرایسټ وایي. د مسیح الدجال ماموریت دادی چې یهود او بیا ټول بشریت وغولوي چې همدی ژغورونکی، پر حق او پر هرڅه قادر دی. او مو دې لاندې خبرو ته پام را اړوم:

• په ۱۹۱۷ کې د انګلیسي جنرال النبای تر مشرۍ لاندې ځواکونو فلسطین اشغال کړ او دا ځمکه یې د مسلمانانو له لاسه ازاده کړه…

• وار دمخه لا بنو اسرائیلي یهود سپېڅلې خاورې ته ستانه شوي دي. د ملکیت دعوه یې کړې ده، او هلته یې د اسرائیلو دولت په پښو درولی دی. دوی دوه زره کاله په نړۍ تیت او پرک پراته ول، ځکه د الهي عذاب له مخې رټل شوي ول او په بیرته راستنېدنه یې بندیز لګېدلی ؤ. خو الله پاک قران کې وایي چې دوی به په وروستۍ زمانه کې بیرته دې خاورې ته له خپل فساد سره راستانه شي؛ او دا کار دوی وار دمخه کړی دی…

• د اسرائیلو دولت په ۱۹۴۸ کې په پښو ودرول شو، د چارواکو او صهیونیستانو دعوه ده چې: ننی اسرائیل د بنو اسرائیلو د زړې واکمنۍ بیا راژوندي کول دي…

• د اسرائیلو دولت په هستوي او نورو پرمختللو وسلو سمبال دی…پر جګړه ییزو، سیاسي، او اقتصادي حالاتو پوره واکمن دي او حالات د دې ښودنه کوي چې د فلسطینیانو له ټینګار ( انتفاذې) نه پوره-پوره ګټه پورته کوي. د دې ترڅنګ، د سپتمبر د یوولسمې برید په اړه ټولې څېړنې په ډاګه کوي چې دا یو داخلي پلان شوی کار ؤ چې یهودو یې تر شا لاس درلود. د برید موخه داوه چې حالات داسې برابر کاندی چې دوي پکې خپل پلانونه په خلاص مټ پلي کړای شي. د سپتمبر یوولسمې برید را وروسته امریکا او اروپا یوې داسې جګړې ته ورټیل وهل شول چې د پېښو د تسلسل په پای کې به امریکا د یواځيني نړیوال ځواک موقف له لاسه ورکوي، د اروپا او ناټو رول به بې مانا کېږي او ملګري ملتونه به له بنسټیزو بدلونونو سره مخ کېږي…د دوې ټولو ځای به اسرائیل د واکمن او یواځیني ځواک په توګه نیسي. البته د پېښو تسلسل په وروستي پړاو کې به د امریکا او ناټو ځواک د اسرائیلو له خوا وننګول شي، خو حالات به داسې وي چې دوی به د اسرائیلو واک او ځواک مات نه شي کړای. په دې تاریخي مخامخېدنه کې به ډالر د نړیوال بانکنوټ حیثیت له لاسه ورکړي او ممکن د نړۍ ټول کاغذي بانکنوټونه له سقوط سره مخ شي. د اسرائیلو حدود به پراخ شي او ټولې هغې سیمې به را ونغاړي چې له دوی سره یې تورات کې وعده شوې. په تورات کې سپېڅلې ځمکه له نیل سیند څخه نیولې بیا د فرات تر سیند پورې رسېږي. پر دې سربېره، اسرائیل به نور نو نه خو پر پرنګۍ بریتانیا او نه پر امریکا باندي تکیه ولري، بلکې د دوئ نظامي او اقتصادي زبرځواکي به یې په برخه شي او پر ځان به بسیا شي.

• د مسجد الاقصا د شونې ویجاړونې وړاندوینه هم کېږي. په کرونیکلز کې د نتان په نوم پیغمبر وایي:

مسیح به د خدای په غوښتنه، د خدای کور (Temple) جوړ کړي.

کرونیکلز ۱۵-۱۷:۱۱

له همدې ځایه د دې وړاندوینه کېږي چې یهود به مسجد الاقصا ویجاړ کړي او پر ځمکه به یې د دوئ عبادتي مراسمو لپاره ټیمپل جوړ کړي.

یهود باور لري چې پورته ټکي په اثبات رسوي چې د دوئ طلایي دوره بیرته راګرځېدونکې ده، د بنو اسرائیلو هغه وخت بیا را ګرځېدونکی دی چې پکې سلیمان علیه سلام پر ټوله نړۍ له بیت المقدس نه راج وچلاوی. موږ په دې کتاب کې اعلان کوو چې دا هرڅه د دجال له مرستې پرته ممکن نه ول او نه دي او دا چې د حالاتو په کنترول کې دجال پوره لاس لري. له دې ځایه ده چې د اسرائیلو اوسنی دولت د رښتیني اسرائیلي دولت را ژوندي کول نه بلکې یوه غولونکې صهیونیستي هڅه ده. کتاب لیکوال په دې نظر دی چې د مهال وریځې په کوچېدو دي او دا چې وروستی پړاو پیل شوی دی او بیت المقدس په خپل پریکنده رول لاس پوري کوي او لا یې له وړاندي پوري کړی دی.

سرچینه:

بیت المقدس په قران کې کتاب چې شیخ عمران نظیر لیکلی او پښتو ته ما ژباړلی خو چاپ شوی نه دی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب