د دین شعبې

د دینې احکامو پنځه شعبې دي

۱: عقائد
هغه شیان چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی په هغو اعتماد او منل دي، او د هغوی د عملي کولو او منلو په زړه سره یقین کول دي، لکه جنت او جهنم، ملایکې، پیغمبران او داسې نور.

۲: عبادات:ـ
لکه لمونځ، روژه، زکواة، حج، قرباني، ذکر او نور.

۳: معاملات او سیاسیات:ـ
لکه اخیستل او خرڅول، کرهڼه، نکاح، طلاق، کوم شی په کرایه ورکول، د حکومت کولو آداب او داسې نور.

۴: معاشرت:ـ
لکه داوسېدلو او ناستې ولاړې، لیدل او کتنه، خبرې کول او د دغو شیانو احکام او نور آداب.

۵: اخلاق او اصلاح د نفس:ـ
لکه زړه له حسد، بغض، کینه، تکبر، حرص څخه پاکول، صبر او شکر، تقوا، اخلاص، زهد، قناعت، عاجزي، سمه خبره اورېدل او منل، ښه سوچ او نیت پخپل زړه کې پیداکول او داسې نور.
ددغو پنځه شعبو مجموعې ته دین وایي او که په دغو ټولو کې په یوه جزء هم عمل ونشي نو هغه دین ناقص دی، لکه: په بدن کې چې یو لاس نه وي، نو هغه بدن نیمګړی وي داسې د دین مثال هم دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب