د اسلام غلط تعبير

لاندې مضمون د يوې امريکايي  اين جي او (Free Muslim Coalition) له ويبپاڼې څخه راخيستل شوى دى،دغه (اين جې او) په امريکايي مرسته چليږي او د اسلام پر امريکايي تعبير کې ځانګړى استعداد لري، ددې له مطالعې څخه څرګنديږي چې څرنګه پر اسلام د پردې په اچولو سره د اسلام د غلطو تعبيرونو خپراوى کيږي، او داسې احساس هم ترې اخيستل کيږي چې د رسنيو په څانګه کې چې لويديز کوم پرمختګ تر لاسه کړى له بده مرغه اسلامي هيوادونه ترې محروم دي،همدغه عامل دى چې اسلام ضد پروپاګندې  خپل عروج ته رسيدلي دي.په نني نړيوال کلي کې د اسلام د ريښتينو تعليماتو په خپراوي کې ميډيا مهم رول لوبولى شي، لاندې  ددې مضمون ژباړه وړاندې کيږي:

نن سبا په ټوله نړۍ خصوصا په عربي هيوادونو کې د جمهوريت د ودې په اړه ډيرې خبرې کيږي، امريکا او په منځني ختيز کې شته ځينې ځايي ډلې ټپلې په دې کار کې بوختې دي، د سپتمبر له يوولسمې وروسته دغه مثبت غورځنګ ډير ځواک تر لاسه کړ، د جمهوريت دودې په اړه چې کومه خبره ډيره کيږي هغه داده چې د عرب هيوادونو په حکومتونو کې د ولسونو ونډه د ترهګرۍ په له مينځه وړلو کې مرسته کولاى شي.

Free Muslim Coalition يا (د ازادو مسلمانانو ايتلاف) په منځني ختيز کې د جمهوريت د ودې شديد ملاتړ کوي خو ورسره، ورسره ددې خبرې اخطار ورکوي چې که چيرته په منځني ختيز کې د جمهوريت له ودې څخه مخکې ترهګرۍ ته پاى او سيکولريزم ته وده ورنه کول شي نو بنسټپاله اسلامي حکومتونه يې د پايلې د بڼې په توګه را منځته کيداى شي،او دا اسلامي حکومتونه به بيا د جمهوريت قاتلان ثابت شي.

په دې ضمن کې د الجزاير بيلګه زمونږ مخې ته پرته ده، الجزاير يو سيکولر هيواد دى، په ١٩٩٢ کې هلته جمهوري پارلماني ټاکنې وشوى،د هغه ځاى خلکو اسلامي بنسټپالان د حکومت لپاره انتخاب کړل، په باقاعده توګه د حکومت د جوړيدو څخه څو اونۍ مخکې څو منتخبو وکيلانو اعلان وکړ چې د اجمهوريت (د کوم په وسيله چې پارلمان ته رسيدلي وو) د اسلام سره په ټکر کې دى او چې کله هم په باقاعده توګه حکومت په عملي توګه رامينځ ته شي نو هغوى به جمهوري نظام له بيخه وباسي او ليرى به يې وغورځوي، ددې سخت دريځه موقف له امله پارلمان تحليل کړاى شو ، هيواد د مارشلا قرباني شو او په مستقله توګه کورنۍ جګړه پيل شوه.

په منځني ختيز کې د سخت دريځه ايجنډا په لاسونو کې د يو سيکولر هيواد د يرغمل کيدو د اکومه لومړنۍ بيلګه نه ده، په ١٩٧٩ کې د ايران  د اسلامي انقلاب نه ورسته ډيرو عربانو د اسلامي دولتونو پر جوړيدو خپله پاملرنه راټوله کړې ده، او ددې خبرې بنسټ په مسلمانانو کې دا نظريه ده چې ددوى د هيوادونو استحکام د اسلامي دولتونو په قيام کې پټ دى، دهغوى په نظر يوازې اسلام هغوى د شخصي حکومتونو څخه ژغورلى شي، ددې واضحه بيلګه عراق دى، هلته د يو سيکولر حکومت د پاى ته رسولو وروسته  د مذهبيانو له خوامنظم تحريک پيل شوى ترڅو  د سيکولر جمهوريت په ځاى مذهبي حکومت رامينځ ته کړي.

له بده مرغه سخت دريځه مسلمانان په نهايت کاميابۍ سره د سيکولريزم د ناکامۍ پرپاګنده کوي،په حقيقت کې د سخت دريځه مسلمانانو دا ګمراه کونکې نظريه چې مسلمانان په بشپړه توګه مذهبي نه دي او دا چې د اسلامي نړۍ د ستونزو حل د سختو اسلامي قوانينو طرف ته په ګرځيدو کې ده ، د جلا جلا اسلامي دولتونو د جوړيدو څخه ډيره خطرناکه ده.
د اسلامي دولتونو د رامينځ ته کولو ملاتړي وايي چې (مونږ پانګه وال نظام ليدلى،  مونږ کمونيزم او سوسياليزم هم ازمويلى دى، او د ژوند دا ټول نظامونه ناکام شويدي، د همدې په خاطر اوس مونږ  اسلام ازمايو)، دا نظريه ګرد سره غلطه ده، اسلام د يو پرمختللي دولت خاکه نه ده، اسلام خو يوازې يو مذهب دى، په قران کې د يو بشپړ دولت د جوړيدو په اړه مکمله لارښونه نشته. څومره سلطنتونه چې سخت دريځو جوړکړيدي، هغه ټول د فاشيستو نظرياتو لرونکي ، زاړه پالي او د جمهوري ځانګړتياو دفقدان ښکار وو (لاحول ولا قوة الا باالله العلي العظيم).

د جمهوريت څخه مراد د عوامو حکومت دى، يعنې داسې يو نظام چې هلته چارواکي انتخاب کړاى شي او هغوى د انتخاب شويو جمهوري ادارو په مخ کې ځواب ورکونکي وي، که دا نن په عرب هيوادونو کې ازادانه او منصفانه ټاکنې وشي نو ولس به حتما متعصبه اسلامي سخت دريځه انتخاب کړي، اقتدار ته ددې سخت دريځو راتلل به د سيکولريزم او جمهوريت مرګ وي، مونږ ته په عرب او اسلامي هيوادونو کې د جمهوريت د روح پوکولو څخه مخکې هلته د سخت دريزو او ترهګرو ختمول په کار دي.

ايتلاف ددې خبرې ملاتړ کوي چې عوامو ته بايد د حکومت کولو حق ورکول شي خو ورسره ورسره په دې خبرې زور راوړي چې د حکومت د مزبوتۍ په خاطر هغه بايد د سيکولر جمهوريت لاندې وشي، ترڅو وګړو ته د جنس، نسل او مذهب له امتيازه پرته ټول حقوق ورکول شي. دغه سيکولر چاپيريال ته د رسيدو په خاطر ايتلاف د ميډيا په ذريعه د تعليمي ادارو دننه او په سياسي ماڼيو کې سياسي بحثونه چيړي، ترڅو په حکومتي ماڼيو کې په ځانګړي توګه په منځني ختيز او شمالي افريقه کې د سيکولريزم اهميت واضحه کړاى شي.

دا (اين جې او) په دې خبرې زور راوړي چې مسلمانان د سيکولريزم له ګټو خبر کړاى شي او ورته وويل شي چې که دهغوى حکومتونه هغوى ته د سولې او خوشالۍ په ورکولو کې ناکامه شوي دي علت يې دهغوى دحکومتونو سيکولر کيدل نه دي، ايتلاف په دې خبرې هم بشپړ باور لري چې تر څو ترهګرۍ ته ماته او سخت دريزۍ ته پاى نه وي ورکول شوى تر هغې د جمهوريت عمل نه شي کاميابيداى.

ژباړه: ډاکټر وحيدالله مصلح

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب