آیا موږ د عذاب په انتظار یو؟ – پانګوال نظام

الله چې په کومو قومونو عذاب نازل کړی په دوی کې یو د حضرت شعیب علیه السلام  قوم و. دوی د خبرو ګوډي وه او هرې خبرې ته يې دلیل پیدا کاوه. دا قوم د پانګوال جمهوریت تر ټول ښه مثال و. د  لږکیو پرته ټول قوم په دې پریکړه کړې وه چې په تول او ناپ  کې کمی  روا دی.

د نني وخت پوهان او رسنۍ  که د حضرت شعیب علیه السلام په زمانه کې وای ضرور به یې دې ته څه نا څه ملي حل راویستی وې، که حل يې نه وای راوتی نو دا خو يې لازما په ثبوت رسوله چې دا د قوم «جمهوري حق» دی.

که د حضرت شعیب علیه السلام  قوم کې د پخواني یونان په څېر انتخابات رواج وای نو پوهانو او رسنیو به  حضرت شعیب علیه السلام او ملګرو ته  د صبر  مشوره ورکوله او ورته به يې ویل  چې د وخت  انتظار وکړئ، کله چې  قوم تاسو ته باور او رایه درکړه، بیا تاسو په تول کې دا کمی بند کړئ،  دا ډول پریکړې  د ډيرو رایو په اخیستلو سره کیږي، دا د یو فرد حق نه دی،  په هغه څه چې  ټول قوم اتفاق کړی یو کس يې ولې یرغمل کړي. ستاسو  ټول شمېر اولس سوه تنه دی، دا په شمار څو تنه یوې خوا او د ټول ملت روڼ اکثریت بلې خوا!!.
داسې ولې  وه؟ اکثریت ولې د شعیب علیه السلام مخې ته ولاړ و؟  د هود سورې  ۸۷  آیت  ددې بنسټیزې مکالمې یادونه کوي چې ددې فتنې ریښې وې.

(قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ). هغوی ویل چې ای شعیب (علیه السلام) آیا ستا لمونځ ددې امر کوي چې موږ هغه څه چې زموږ پلارونو او نیکونو کړي پریږدو (یعنی د بتانو عبادت) او موږ خپل مالونه د خپلې خوښې پرته خرڅ کړو  بيشكه ته  ډيردروند قوي باوقاره سم په لاره يې.

په پورته آیت کې چې کوم اصول ذکر شوي هغه د پانګه وال نظام او اسلامي اقتصاد  او سیاست تر منځ فرق روښانوي «موږ خپل مال کې په خپله خوښه تصرف هم ونه کړو؟» دا هغه نقطه ده چې په اساس يې ننی سودي نظام ولاړ دی(یعنی په خپله خوښه تصرف، څه ډول چې دې خوښه وي، په مال کې تصرف وکړې،  د اوبو په څېر يې بهوې او که يې بیخي نه مصرفوې). اسلام بیا ددې برعکس تصور ورکوي، یعنی هغه څه چې انسان يې ګټي په حقیقت کې د الله ورکړه ده، مال و دولت یا د انسان د کوښښ په صله کې ورکول کیږي او یا هم د کومې وسیلې د لارې ورته میسر کیږي خو  مالک الله جل جلاله دی، انسان یواځې ددې مال ساتونکی دی، انسان باید د مالک د خوښې سره سم مال خرڅ کړي، څومره اندازه یې چې ده ته، دده اولاد او  کورنۍ ته د خرڅ اجازه ورکړي وي هومره يې خرڅ کړي او باقي مال په هغه ځای کې مصرف کړي چېرې چې مالک ورته حکم کړی وي. دا یو امانت دی، او که د مالک د هدایاتو سره سم يې خرڅ نه کړي نو انسان په دې امانت کې خیانت کوې.  همدا ډول الله ځمکه خپل ملکیت ګڼلی (الأرض لله) او ځمکه د هماغه ذات حق دی، څوک چې په دې ځمکه کې کښت کوي هماغه به  يې فصل اخلي.

your ads

د ملکیت همدې  تصور په اساس حضرت عمر رضي هغه ځمکې چې له  ۳ کلونو راهیسې پرې چا څه نه کرل، واخیستې،   عمر رضي الله عنه ویل چې دا اصول ما ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلي، کوم کس چې تر ۳ کلونو پورې  ځمکه ونه کري هغه   ترې واخلئ، کوم بل مسلمان ورور ته يې ورکړئ څو هغه ترې ګټه واخلي.  د قرآن  د مال او پیسو قانون علامه اقبال په خپل  شعر (ابلیس کې مجلس شوری) د شیطان د شوری مجلس په  ډيرې ښې بڼې سره بیان کړی.

قرآن د الله ددې امانت د تقسیم په اړه ډير په وضاحت او تفصیل سره وايي،  کوم مال چې تاته درکول شوې، په دې کې د چا چا حق دی؟ دا به چېرې خرڅ کوې، آن د سوره نحل په ۷۱آیت کې ټول خلک په دې مال کې برابر حقدار ګڼل شوي دي. (وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ) الله ځينو کسانو ته په نورو په رزق کې برتري ورکړې، په کومو کسانو چې د الله  زیات فضل دی هغه په خپل ټيټو او بې وسو کسانو مال نه تقسیموي، حالانکې د الله د اصولو په اساس ټول انسانان د الله لخوا په ورکړل شوي مال کې یو برابر حق لري. ایا د الله د نعمتونو څخه انکار نه کوي.

دا هغه تصور او نظریه ده چې د ننۍ زمانې اقتصاد پوهان ورته د مال  منصفانه تقسیم (Redistributive Justice)  نوم ورکوي. لیکن ددغو خلکو د پېړیو کوښښونو او څېړنیزو مقالو د لیکلو سره سره هم دا تقسیم منځ ته رانغی، په نړۍ کې د انسانانو ژوند  ورځ تر بلې بدتر کیږي، نړۍ انسان ته اوس د جهنم بڼه اختیاروي.

د ملګرو ملتونو پوهنتون یوې ادارې (ورلډ انسټيټيوټ فار ډيولیپمنټ اکنامکس ریسرچ) یو څېړنه  کړې، دوی ددغې څېړنې له لارې دې ته رسیدلي  چې د خپلې خوښې خرڅ او ملکیت په نړۍ کې داسې  خلک  پیدا کړل چې له هغوی سره د نړۍ ۴۰٪ دولت دی. ددې څېړنې په اساس د نړۍ ۳  شتمنو کسانو دولت د نړۍ د ۴۸ هېوادونو د دولت څخه زیات دی. د نړۍ ٪۱۰ شتمن خلکو سرمایه د نړۍ د ۸۵ ٪ خلکو سرمایه ده.  خو د ټولې نړۍ نیمايي نفوس ته د نړۍ د شتمنۍ ٪۱ میسره ده.  

ولې شتمنو په دې مال پسې څپلۍ شکولي او لاس ته یې راوړي؟  !!!!

د  دولت د ملکیت دې تصور له نړۍ سره هغه ظلمونه وکړل چې په تاریخ کې دې ته ورته  بل مثال يې نه موندل کیږي.  د اروپا  صنعتي انقلاب کې  معصوم ماشومانو په زور کار ته مجبوریدل او دوی به د شتنمو په کارخانو کې ۱۸ ساعته کار کاوه او ځينو به د خوب د جټکو له امله په کوم ماشین غورځېدلي و او خپل ژوند به يې له لاسه ورکړی و. ددغې زمانې څخه واخله تر ننه دغه د تجارت کلچر ټوله نړۍ تر خپلو پنجو لاندې نیولې، چېرې چې مزدور په کم قیمت پيدا کیده، هلته یې پانګې او کارخانې ویوړلې. په دغو پانګو يې ټول اجناس واخیستل، غټ غټ ګودامونه يې جوړ کړل، له یوې خوا د عام خلکو څخه کار و بار ختمول او د بلې خوا (Cash Crop)  په نوم يې په درسته افریقا کې داسې فصلونه وکرل چې ددوی د کارخانو په کار راتلل، افریقایانو ته ددې په عوض کې د کاغذي نوټونه څخه ډکې بوجۍ ورکول کېدې او کله به چې دوی د لوږې څخه مړه کېدل نو همدا کاغذي نوټونه به يې بېرته ترې واخیستل او غله به یې ورکړه.  

دوی په ټوله نړۍ  کې د سودي بانکدارۍ او کاغذي نوټونو په ذریعې  داسې جال خپور کړ چې د ټول قوم کوښښ او فصل يې د سود په بدل کې  ګرو کړ. دوی ددغه لوټ شوي مال او ددې ملکیت حق د ساتنې لپاره دوه شانداره وسلې تیارې کړې: یو جمهوریت او هغه هم هغه چې ګوندي سیستم ولري، څو پانګوال د  دولت لږه څه حصه ګوند ته ورکړي او دوی د خپلو موخو او ګټو لپاره په پیسو واخلي او دوهم يې رسنۍ جوړې کړې. له همدې امله تر ننه دا  مالومات نه کیږي چې په انتخاباتو کې په ملیاردونو روپۍ د کوم ځایه خرڅېږي او په رسنیو د دولت باران د کوم ځایه کیږی؟

هغه سوال چې د حضرت شعیب علیه السلام قوم کړی و چې (موږ خپل مال په خپله خوښه هم نشو خرڅولې؟) او بیا په هغوی عذاب راغی. موږ هم دغه سوال خپل اصول ګرځولی. آیا موږ هم د عذاب په انتظار یو؟

یادونه: دا لیکنه په دنیا پاکستانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې.


لیکوال: اوریا مقبول جان (مشهور کالم لیکونکی)

ژباړه: محمد خوګیاڼی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب