که لوړ فشار لرئ، له مالګې مه وېرېږئ

څېړونکې ډله وایي: د بورې زیاته اندازه د اعصابو په یوه خاصه برخه اثر کوي چې په اساس یې د زړه درزا زیاته او د وینې فشار لوړېږي.

امریکن جرنل آف کارډیالوجي کې د یوې خپرې شوې مقالې په اساس د څېړونکې ډلې مشر د زړه د ناروغیو متخصص ډاکټر جیمس ډي نکولا نتونیو وایي چې د وینې لوړ فشار اصلي لامل بوره او خواږه کېدای شي نه مالګه.

د دې څیړنې په اساس د سودیم پر ځای قندې موادو او وینې لوړ فشار تر منځ ډېره مضبوطه اړیکه موجوده ده.

ډاکټر نکولا په وینا د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان د مالګې پر ځای باید د خوږو استعمال کم کړي، ځکه چې څېړنه کې د خوږو نقصان روغتیا او په خاصه توګه د وینې لوړ فشار ته ثابته شوې ده.

څېړنه کې ثابته شوه چې د خوږو زیات استعمال د اعصابو په خاصه برخه هاپوتلامس باندې اثر کولو سره د زړه درزا زیاته او د وینې فشار لوړوي.

خواږه په بدن کې د انسولین تولید زیاتوي کوم چې د زړه درزا زیاتېدو یوه مهمه وسیله کڼل کېږي.

ډاکټر نکولا له هغو څېړونکي سره چې د مالګې کمه استفاده د زړه ناروغۍ څخه د مخنیوي لامل ګڼي. د نظر اختلاف لري او وایي د مالګې کمه استفاده خواږه او ډېر کالوري لرونکي خوړو لپاره اشتها زیاتوي او د شکر ناروغۍ سبب کېږي.

څېړونکي په دې نظر دي چې قندي مواد په خپله ډېر زیان نه لري او بدن کې د انرژي اړتیا پوره کوي، خو بیا له نورمالې اندازې څخه زیات استعمال يې د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د وړاندیز پر اساس یو نورمال وزن لرونکی انسان د ورځې ۵۰ ګرامه بوره استعمالولای شي او له دې ډېره اندازه د ناروغۍ سبب ګرځي.

یادونه: دا مطلب یواځې د عامې مطالعې او معلوماتو په خاطر لیکل شوی، که تاسوکومه ناروغي لرئ هیله ده په دې معلوماتو اکتفا ونه کړئ بلکې له یو متخصص ډاکتر سره مشوره او له ډاکتره علاج وکړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب