د ناف عسل «عسل السرة»

د ناف عسل «عسل السرة»

ډاکټر ماهر صيدم وايي چي که يې يوڅوک په پابندي سره هره شپه تر دوو میاشتو پوري دشاتو څڅول وکاروي کومه ناروغي چي لري هغه به يې ختمه شي که وکولای شي دسهار له خوا يې هم وکاروي نوري به يې هم اغېزي بېړنۍ شي(ان شاء الله)

هغه دشاتو علمي اړخ او دناف فېزېکي موقعیت په مدلل شکل په تفصیل بيان کړي چي دليکني داوږدېدلو په وجه ورڅخه صرف نظر کوم

ما پخپله هم دا نسخه کارولي د شوګر د کنټرول په موخه په لومړيو دریو ورځو کي يې په مثبتو اغېزو پوه شوی یم غواړم چي تاسو درانه لوستونکي هم دا نسخه وکاروئ او هم يې نورو ته وښایاست ځکه چي لګښت يې کم او ګټي زیاتي دي او په تاوان يې زه درسره په دنیا او اخرت کي درشریک یم.

کېدای شي دکارولو په پیل کي په خېټه کي ګربړ یا عکس العمل پیدا کړي دمثال په توګه درد او یا اسهال چي دايې داغېزي مثبت پیل دی.

د لویانو لپاره يې دکارولو طریقه داده چي په ۲۵۰ ګرامه دبېري په اصلي شاتو کي دوه وړې چمچي دزنجبیل (ادرک / سونډ) پاوډر واچوې ښه يې سره ګډ کړې او هرماخوستن تر وېده کېدلو دمخه یو څاڅکی په ناف کي وڅڅوې ددې لپاره چي کالي دي ورباندي ککړ نشي برسېره ورباندي سرېښ لرونکی توکی یا کاغذ ولګوې .

د ماشومانو لپاره يواځي دبېري شات په ناف کي ورڅڅوئ او سونډ مه ورسره ګډوئ هغه شېرخواره ماشومان چي دخېټي دپاړسوب بد هضمي او دستونو شکایت لري او موراو پلار يې دشپې لخوا په ژړا او چیغو بېخوبه او ناکراره کړي وي او روزانه دډاکټر کلېنک ته وړي او راوړي دشاتو له څڅولو سره يې ټول تکلیفونه ختمېږي او خوب به يې ډېر ارام وي په تېره بیا چي سورة الفاتحه ورباندي ۷ (اوه) ځلي وويلي شي او ورباندي چوپ کړل شي بیا هم دم او هم دوا شوه.

هغه ناروغيوي چي دناف شاتو يې په درملنه کي رول لوبولی ځېني يې په لاندي ډول دي.

1- زوړ او پخوانی سرخوږی

2- دسترګو خوږ

3- دسترګو داخلي التهاب او ناروغي

4- دڅټ او اوږو دردونه

5- ساه لنډي، دغاړي او سینې تکلیف او خوږ

6- دنرۍ ملا دردونه

7- دمعدې او ترېخي دردونه

8- دكولمو او قولنج دردونه

9- زوړ قبض او یا دستونه

10- دوېني دپشار لوړوالی او ټېټوالی

11- دزنګونونو / سترګیو/ ګونډو دردونه

12 – دخوږې (شوګر) د ناروغي کنټرول

(یادونه) کېدای شي ځېني کسان دبېري شات نه پېژني هغوی کولای شي دشاتو دکان یا پلورنځي ته ورشي په عربی کي ورته عسل السدر وايي او په پښتو دبېري دګول شات دا په ټولو شاتو کي دفوائدو او اغېزي له پلوه بهترین شات دي او تر نورو شاتو يې بیه هم لوړه ده رنګ يې په پیل کي ژېړ وي او دا يې دنوي والي نښه ده چي وخت پې واوړي سور بخون شی کله هم نه کرل کېږي دزیات وخت په تېرېدلو يې رنګ توروالي ته اوړي او خوند يې دکال په تېرېدلو سره ترخېږي په خلیجي هېوادونو کي ډېر مشهور دي عرب يې زیات خوښوي د پاکستان په سرحد صوبه کي په هر دکان کي پیدا کېږي

محمد قدوسي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب