د خوب ګولۍ مو د خوله، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي

د خوب ګولۍ مو د خوله، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي

روغتیايي کارپوهانو او څیړونکي ویلي چې په ټوله نړۍ کې په لکونه هغه انسانان چې د خوب ګولۍ استعمالوي د سرطان او تومور په څیر په وژوونکو ناروغیو اخته کیږي.

د دغې څیړنې چې د انګلستان، فنلینډ او ناروې روغتیايي کارپوهانو په وسیله ترسره شوې پر بنسټ د خوب ګولۍ د انسان پر روغتیا منفي اثر کوي او په بدن کې د مختلفو ناروغیو میکروب ژوندي کوي.

د دغې څیړنې پر بنسټ د خوب ګولۍ په بدن کې د سرطان تولیدوونکي حجرات فعال او خپروي. د روغتیايي څیړونکو په وینا د ۳۰۰۰۰ خوب ګولۍ استعمالوونکي کسانو له څیړلو وروسته معلومه شوه چې د خوب ګولۍ انسان د خوله، پوزې، هوا اخیستلو نل او سږو په سرطان اخته کوي.

د څیړونکو په وینا هغه کسان چې په زیاته اندازه او اوږدې مودې لپاره د خوب ګولۍ استعمالوي د هغوي د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کیږي او ډیر ژر په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.

هغه کسان چې په دوامداره توګه په اونۍ کې دوه ځلي د خوب ګولۍ استعمالوي په هغوي کې په سرطان د اخته کیدو خطر نسبت عامو خلکو ته ۲.۵ سلنه زیاته وي. درې کاله او یا له هغې څخه زیاتې مودې لپاره د خوب ګولۍ استعمالول په سرطان د اخته کیدو خطر درې چنده زیاتوي.

د انګلستان یوې روغتیايي ادارې د دغې څیړنې په ځواب کې ویلي چې اوس د دغې څیړنې په اړه قضاوت له وخت وړاندې عمل دی خو بیا هم ټول روغتیايي کارپوهان په دې سره متفق دي چې د خوب ګولۍ د انسان په بدن کې د ځینې اساسي بدلونونو لامل ګرځي.

د یوې روغتیايي راپور پر بنسټ له ۲۰۰۵ز کال څخه تر روان زیږیدیز کال یعنې ۲۰۱۵ پورې ۸۴۰ لکه کسان د سرطان له امله مړه شوي چې د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه شمیر مخ په زیاتیدو دی.

روغتیايي کارپوهانو او څیړونکو په وینا انسانان کولی شي له ځينو ناوړو عادتونو او غیر صحي خوړو څخه ځان ژغورلو په مرسته د دغې ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي. دوامداره ورزش د سرطان خطر په له منځه وړلو کې تر هر څه غوره او مثبت اثر کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب