د سودي او د حرامو مالونو څخه د خلاصون غوره لاری

د ناروا او سودي مالونو څخه د خلاصون لارې چارې څه دي ؟

د دې پوښتونکي ورور په ځواب کې وایو چې:
که چېرې یو څوک د رِبوي ( سودي) مال څښتن وي او له حرامې لاری څخه ېې خپله شتمني را جمع کړي وي، أما د لوی خالق تعالی په بې ساری لورینې سره اوس غواړي چې له خپل دې کار څخه توبه وباسي او خپل را جمع شوی مال د الله تعالی په لاره کې مصرف او نور له دې ډول مال څخه خلاصون ومومي؛ نو په دې اړه اسلامي شریعت یو لړ ګټورې لاری تجویز کړی دي، لکه: ښايي چې دا شخص خپله پانګه د خېر په مختلفو لارو چارو کې مصرف کړي، که دا د ټولنې پر بېوزلو خلکو وېشل او یا هم د الله تعالی په لاره کې په رښتینو مجاهدینو مصرفول وي.

البته د خیر څو نورې غوره لارې هم شتون لري لکه: په ټولنه کې پر هغو اړمندو خلکو ېې وېشلی شي، څوک چې د خپل قرض د د رانده د بار د پورته کولو توان نلري، دا شتمن شخص کولی شي له دې ډول بې وزلو خلکو سره اِعانت او مالي مرسته وکړي، تر څو له قرض څخه خلاص شي.

همداراز د الله تعالی د رضایتمندۍ په خاطر پر هغو بې وسو ځوانانو ېې هم مصرفولی شي څوک چې واده کول غواړي، مګر د اوسني عصر د زیاتو لګښتونو له کبله د دې مشروع کار څخه ناتوانه دي.

سربېره پر دې په ټولنیز ژوند کې دا پورته ذکر شوی لارې هغه اغېزمنې لاری دي چې کولی شي دغه شتمن شخص خپله پانګه په هغې کې مصرفه کړي او په دې لارو کې د همداسې مال لګښت نه یوازې جواز لري، بلکه د خورا ټولنیزې ښېګڼو تر څنګ ثواب هم لري.

البته دلته د یوې خبرې یادول ډېر اړین دي: او هغه دا چې دا مال د مسجد په ودانولو، بیا رغولو او یا هم د مصاحِفو ( قرآن کریم )د اخستلو په لاره کې ېې نشي مصرفولی ، ځکه چې په دې لارو کې سودي مال مصرفول اصلاً جواز نلري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب