له زکام څخه د ځان ژغورنې مهمې لارې چارې

له زکام څخه د ځان ژغورنې مهمې لارې چارې

د ژمي په راتلو د نړۍ شاوخوا اويا سلنه خلک خوښي کوي او د اوړي په پرتله ژمي ته خوشبينه وي، مګر يوه ويره ورسره وي، هغه دا چې ژمي کې د سړې هوا له امله د هوا الرجي، او زکام خلک ډېر تکليفوي او داسې هم ويل کيږي، چې د زکام دارو وخورې، نو يوه اوونۍ کې به ښه کېږې او که يې ونه خورې نو هم يوه اوونۍ وروسته به ښه شې.

له زکامه د ځان ژغورنې لپاره څو پخوانۍ کورنۍ نسخې درسره شريکوو او لوستونکي يې بايد له خپلو دوستانو سره شريکې کړي.

لاس وينځل

له زکامه د ځان ساتلو يوه اسانه طريقه دا ده، چې هر وخت بايد خپل لاسونه په صابون پاک ومينځل شي، ځکه چې فلو وايرس ډېر وخت، د ټوخي، او پوزې له لارې بل ته انتقاليږي. پر زکام اخته ناروغ خپل لاس په خوله او پوزه وهي او دغه لاس بيا بل روغ سړي سره لګيږي، چې هغه يې بيا خپلې پوزې او خولې ته وړي، نو ښه طريقه دا ده، چې تل بايد خپل لاسونه په صابن ومينځو او له دې ناروغۍ ځانونه وژغورو.

خوب

ژمي چې الله تعالی د خپل قدرت له مخې شپې اوږدې کړي، نو د خوب پر مهال د انسان بدن د ضايع شويو خلياتو د مرمت او بيا سمونې کار پيلوي او د اتو نهو ساعتونو د خوب په نتيجه کې د انسان بدن بېرته خپل صحي حالت ته راګرځي او د فلو «زکام» وايرس يې له بدنه وځي او د دې مقابل کې ذهني ستړيا او بې خوبي د بدن مدافع قوت کمزوری کوي، چې له امله يې د زکام په ګډون نورې ناروغۍ هم پر انسان اغېز کوي.

ورزش

بدني ورزش د انسان بدن کې وينه ګرمه ساتي او سپين کرويات پر بدن د بريد کوونکو وايرسونو مخه نيسي.
طبي کارپوهان وايي، چې شپه ورځ کې لږ تر لږه يو ساعت ورزش انسان تندرست ساتي.
دا لازمه نه ده، چې خامخا دې ډېر او رسمي ورزش وکړې، بلکې په زينو کې کښته پورته ختل او څلويښت قدمه هم سړی له زکامه ژغورلی شي.

زنک«جست»

په مناسبه اندازه صحي خواړه، چې زنک ولري د فلو وايرس مخنيوي کې ډېر رول لري.
د دې لپاره ښه لاره دا ده، چې سړی بايد له ډېرو غوړو او خوږو خوراکونو ځان وژغوري. سبزي، ميوې او لږ پروټين لرونکي خوراکونه استعمال کړي او دې کې تر ټولو اغېزمن او ګټور شی زنک دي، چې د فلو وايرس مخنيو کې ښه رول لري.

اوږه

اوږه د جراثيمو په وژلو او له منځه وړلو کې ډېره مشهوره ده او ژمي کې پر بدن د بکټيريا او نورو وايرسونو په مخنيو کې ډېر کار کوي او که دغه اوږه له چکن سوپ سره وکارول شي، نو هېښوونکې ګټې به ولري.

اوبه

ژمي کې ډېری خلک د سړې هوا له امله له کوره نه راوځي او د کور ګرمو کوټو کې وخت تېروي، چې ورسره د بدن لوندوالی کميږي او دغه مهال د بدن دفاعي حالت کمزوری کيږي، مګر له دې حالته د ځان ژغورنې لپاره ښه دا ده، چې سړی د خپل بدن اوبه پوره وساتي او وخت پر وخت په مناسبه اندازه اوبه وڅښي.

خندا

مثبته رويه او چلند خو انسان د ژوند په هر ډګر کې بريا ته رسوي او د دې تر څنګ که څوک خندا خپل عادت وګرځوي، نو يوه اضافي ګټه يې دا هم ده، چې تر ډېره به له زکامه خوندي وي.

د خندا د نورو ګټو تر څنګ يوه دا ده، چې سړی په خلاصه خوله وخاندي، نو دې سره د بدن د دفاعي نظام خليې زياتيږي او د فلو وايرس مخنيوی کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب