ولې يو سړى څو ښځې کولى شي؟

د پيل خبرې
د دې ناسم پوهاوي تر شا خبري رسنۍ دي
دهغو کافرانو ناسم پوهاوى چې اسلام يې ناسم مطالعه کړى
ولي اسلام سړي ته د څو ښځو اجازه ورکوي؟
د څو ښځو کول په يهوديت کې
تر يوې زياتې ښځې په هندوايزم کې
يوه ښځه کول په قران کريم کې
دښځو د ژوندانه منځنۍ موده د نارينه وو په پرتله زياته ده
په دنيا کې د ښځو نفوس نظر نارينه ووته زيات دى
په يوې ښځې پورې د هر نارينه محدودول ناشونى او د ښځو په تاوان دى 

د پيل خبرې:

که څه هم ډيرى مسلمانان پدې خبره پوهيږي چي اسلام يونړيوال دين دى . دکومي ځانگړې قبيلې اوټبرلپاره نه بلکي دټول انسانيت لپاره دهغه ذات لخواراليږل شوى دى چي دتماموکايناتوخالق اومالک دى اوبلاخره ټولوانسانانوته ددى دين درسونې دنده هم همدغومسلمانانوته ورترغاړى ده خوله بده مرغه زياتره مسلمانان دخپلې دغې ورترغاړې دندي په وړاندې بې فکره دي. په داسې حال کې چي دخپل ځان لپاره مودژوندانه دکاميابى لارې په توگه اسلام غوره کړى دى خوهغوى ته چې لاتراوسه پورى ورته داپيغام نه دى رسيدلي ددغه پيغام په رسولوکې بي ميله اوبي فکره يو.؟
نن سباچي کوم دروندمسوليت زمونږپه غاړه پروت دى ،هغه دعوت دي اوداځکه چي مونږ مسلمانان پدى عقيده يوچې  حضرت محمد(ص) اخرنى پيغمبراو له هغې وروسته بل کوم پيغبرراتلونکى نه دى نودهماغى پيغمبردنده چى مونږپرى ايمان لرو،اوس مونږ ته راپاتى ده دعوت يوه عربي کلمه ده چې په لغت کې بلنې ته واي اوپه  اسلامي شريعت کي داسلام دسپيڅلي دين دخپراوي لپاره هاند اوهڅه کول عبارت له دعوت څخه دي.عظيم الشان قران دهغوى په اړوندچي له نورو څخه واقعيتونه او ريښتيني پيغامونه پټوي فرمايي (( اوله هغه چاڅخه به بل لوى ظالم څوک وي چي دالله (ج) له لوري ورکړل شوى علم اوشهادت له ځان سره پټوي؟ او الله ج ستاسى له کړنو څخه ناخبره ندى – وَمَنْ اَظْلَمُ مِمنْ کَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِن اللهِ ، وماالله بِغافلٍ عما تعملو ن. ((سورة البقرة ، ١٤٠ ايت ))
اوس چې داسلا م دستر پيغام درسولوکار زمونږ دټولودنده ده نوبي له شکه چې ددغه پيغامدرسولوپه وخت مباحثې ، سوالونه اوځوابونه اومناقشې پيښيدونکې دي چې مونږ يي بايد په وړاندې تيار او اماده اوسو.
الله ج په  قرآن عظيم الشان کى پدي اړه  فرمائي:
اُدْعُ اِلى سَبِيْلِ َربکَ بِااْلحِکْمةِ وَالْمَوْعِظَةِ الحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالتىِ هِىَ اَحْسَن ط
((سورة النحل ،١٢٥ايت ))
اى پيغمبره دخپل رب دلياري په لور په حکمت او نيک اسلوب بلنه وکړه او په خورانيکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه.
اسلام ته دغير مسلموتشويقول يواځې هغه وخت ممکن دي چې دغير مسلموپه ذهنوکى داسلام په اړه پرتې يوشمير ناځواب شوې مسئلې اوپوښتنې هم ځواب کړل شى .
غير مسلم به له تاسى سره داسلا م دمثبتو مناقشوپه اړه موافق وي خو په عين حال کې به تاسى ته وائي چې تاسې خوهماغه خلک يي چې له يوې څخه ډيرو ښځو سره واده کوئ ، تاسې خوهمغه خلک ئي چې ښځه مو دڅادرې اوحجاب اغوستلو له ﻻ رې دخپل ځان تابع کړې ده ، تاسى خوبنسټ پالي يۍ او تاسى خو …….ئي!
زه غواړم دغو غير مسلموته ووايم چې داسلا م په اړه خپلې انګيرنى چې دوي فکر کوي داسلام نيمګړتياوې دي په ډاګه کړي – که خپل محدود علم( سم وي که ناسم وي که له هرې سرچينې وي ) پر بنسټ هرڅه نيو کې په اسلام لري هغه دې په ډاګه مطرح کړي اوزه به يې په ورين تندي واورم .
ددعوت په تيرو څوکلونو کى ماته دامعلومه شوه چې غير مسلم په ټوليزډول نژدې څلويښت خوااوشا پوښتنې لري اوکله چې له هرغير مسلم سره مخامخ شې په نه بدليدونيکي توګه له نوموړوپوښتنو څخه  ٥-٦ حتماً مطرح کوي  دغو پوښتنو ته د علمي او منطقي د لايلو او ځوابونو پيدا کول اسلام ته د ډيرى غير مسلو د تشويقېدو باعث کيدى شي که يو مسلمان د غه ځوابونه زده کړي نو که چيرته اسلام ته دغير مسلمو په تشويق او بلنې بريالى نه شى نو بې له شکه دومره خو به وتوانيږي چه د اسلام او مسلمانانو په اړه د غير مسلمو غلط پوهاوى ( سو تفاهم ) له مينځۀ يوسي او د اسلام په اړه د هغوى منفى او غلط افکار خنثى کړي . ډير کم به له داسى غير مسلمو سره مخامخ شۍ چې د دغو ځوابونو په وړاندى له تاسې سره لازيات د لايل وړاندې کړي دا چې د اسلام په اړه د غير مسلو دغه سئو تفاهمات له کومه شول؟
لاندى علتونه يې لامل کيداى شى:

١- د دې ناسم پوهاوي تر شا خبري رسنۍ دي:

د غير مسلمو په ذهنو نو کې د اسلام په اړه د غلطو افکارو پيدا کيدو اصلى علت د خبرى رسنيو له خوا د اسلام په اړه د غلطو معلوماتو خپرول دي ،نړيوال مطبوعات لکه سټلايټ تلويزيونونه، راديوگانې ورځپاڼې مجلې او کتابونو اساساً د غربيانو پواسطه کنتروليږي او په دوامداره ډول دنوموړوسيمو اوسيدونکو ته داسلام په اړه غلط معلومات ورکوي. نن سبا انټر نيټ ديوې قوي معلوماتي سر چينې په ډول ښه پرمخ تللى دى او دا چې د هيچا له خوا نه کنترو ليږي نو ددې لارې هم په اسلام پسې ډيرې زهر جنې پروپاگندې خپريږي خو له نيکه مرغه چي تر يوه بريده مسلمانان هم همدغه وسيله د اسلام د درست تصوير وړاندې کولو په موخه کاروي خو د مسلمانانو داهڅې د اسلام ضد پورپاگندو په پرتله ډيري کمې دي په دې هيله چې د مسلمانانو هڅې تر پخووا لاگړندۍ او تلپاتې شي.

٢-دهغو کافرانو ناسم پوهاوى چې اسلام يې ناسم مطالعه کړى:

ډيرى غير مسلمو اسلام مطالعه کړى دى خو له بده مرغه چې دوى د خپلې مطالعې لپاره له داسې کتابونو څخه گټه اخيستې ده چې په اسلام باندې د يو طرفه قضاوت، تنگ نظرۍ او تعصب په اساس ليکل شوي دي . د غير مسلمو له دې ډلې سره د اسلام په اړه يو اندازه نوي سوالونه موجود دې چې شمير يې  نژدې ٢٠ ته رسيږى  د ساري په ډول دوى دعواکوى چې په قرآن کې يې تضادونه يامخالفې ويناوې موندلې دي، قران له ساينس سره ټکر لري او داسى نور . د دغو سوالونو ځوابونه به هم په همدى سلسله کې وړاندې شي داسلام په اړه د غيرمسلمو غلط ذهنيتونه او سوء تفاهمات په مختلفو وختونو کې مختلف وو . دغير مسلمو دغه سوالونه او دهغوى ځوابونه دنني عصر مطابق دي او لسيزې وروسته به د اسلام په اړه دغير مسلمو پوښتنې او سوءتفاهمات پدې پورى اړه ولري چې  اسلام د ميډيا ((خبرى رسنيو ))پواسطه څه ډول وړاندې کيږې له نيکه مرغه چې د دنيا په مختلفو برخوکې د اسلام په اړه دغير مسلمو کيدونکى پوښتنې تر ډيره ځايه يو ډول دي او پدې ډول يې مونږ ته کار اسانه کړى دى ،يواځې په ځينو سيمو کې د خلکو د فرهنگ او چاپيريال د تفاوت له امله يو شمير اضافي پوښتني مطرح کيږى د مثال په ډول به امريکا کې دغه اضافي پوښتنه عبارت ده له ولي اسلام د سود راکړه ورکړه منع کړى ده؟
د دغو سوالونو او ځوابونو په جمله کې ډير هغه شمير سوالونه هم ورزيات شوي دي چې دهندي غير مسلمو له خوا پوښتل کيږي د ساري په ډول ((ولى مسلمانان په غير له ترکارۍ يا سبزيجاتو څخه نور خواړه خوري؟ )) داچې د هندي غير مسلمو دغه سوالونو ته ولې پدې برخه کې ځاى ورکړل شوى دى؟ علتونه يې دادي چې له يوې خوا خو هند د ډير زيات نفوس درلود ونکى هيواد دى او دټولى نړۍ د نفوس %٢٠ نفوس هنديان  تشکيلوي ، پدى ډول په دنيا کې هر پنځم نفر هندي دى او بل داچى هنديان په ټوله دنياکې تيت او پرک دي او د دوى له خوا د اسلام په اړه کيدونکې پوښتنې دنورو ډيرو ملتونو لخوا هم مطرح کيږي.

ولي اسلام سړي ته د څو ښځو اجازه ورکوي؟

 د Polygamy (د څو ښځو کول)  پيژندنه :

 Polygamy دامانا چې يو سړى څو ښځې ولري او يا يوه ښځه څوميړونه ولري . Polygamy په دوه برخو ويشل کيږي چې يوه ته يې  Polygany (تعدد زوجات) وايې ياني دامانا چې يو سړى څو ښځې ولري او بل ډول يې   Polyandry (تعدد ازواج) يانې يوه ښځه چې له يوه څخه د ډيرو سړيو سره واده  وکړي. نود پوښتنې د دوهمې برخې ځواب دادى چې په اسلام کې محدودې  Polygany ته اجازه ورکړى شوى ده په داسې حال کې چې  Polyandry مطلقاً حرامه ده پدي ډول اسلام  Polygamy  ته اجازه نه ده ورکړى. اوس به راشو د سوال اصلي برخې ته چه ولى اسلام يوسړى ته د خو ښځو د لرلو حق ورکړى دى ؟
په ټوله دنياکې قرآن يواځينى سپيڅلى کتاب دى چې دا جمله په کې راغلي ده چې(( يواځې له يوي ښځى سره واده وکړۍ )) د ځمکى پر مخ قرآن يواځني مذهبي کتاب دى چې په کې ديوې ښځې سره دواده کولو جمله راغلې ده او بل داسې کوم مذهبي کتاب چې په کې له يوې ښځى سره دواده په اړه امر شوى وي وجود نه  لري.
د دنيا په مشهورومذهبي  کتابونوکې لکه ويدا،رامايان (Ramayan) مهابهارات  (Mahabharat)، گيتا (Geeta)، تورات او  انجيل کې د ښځو په شمير باندې هيڅ ډول محدوديت نشته د يادوشوو کتابونو له مخى څوک چې څومره يې زړه وغواړي هماغومره شمير ښځې واده کولى شي خو په دې وروستيوکې هندو راهبانو او عسيوي کليساگانو د ښځې شميره يوى ته را محدوده کړه .
د هندوانو د مذهبي کتابونو په استناد ، ډيرى هندو مذهبي شخصيتونو گڼ شمير ښځى لرلې . پاچا (د شرات) د (راما) پلار له يوې څخه ډېرې ښځى لرلې . (  (Krishnaکريشنا څو ښځى لرلې.
په لومړيو کې عيسوى سړيو اجازه لرله چى له يوې څخه ډيرى ښځي واده کړي ځکه چې په انجيل کي دښځو په شمير کوم محدوديت مرجود نه وو خو په وروسته  وختونو کې عيسوي  کليساگانو او پاپانو پخپله خوښه دغه شميره يوې ته را محدوده کړه.

د څو ښځو کول په يهوديت کې:

په يهوديت کې هم يو سړى د څو ښځو د کولو حق لرى. ديهودانو دقانون تلمود له مخى  چې د تورات په مټ جوړ شوى دى ، ابراهيم ع درې ښځى درلودلى او سليمان ع په سلگونو ښځې لرلې. د ډيرو ښځو لرل په يهودانو کې تر هغې پورى دوام لره تر څو چې يوه رباى (يهودي مذهبى مشر) جر شوم بن يهودا (960 C.E to 1030 CE) د ډيرو ښځو د لرلو په ضديو فرمان صادر کړ . يهودي سيفارديک ټولنې  Jewish Sephardic communities  چې په اسلامى هيوادونو کې او سيدلې د ١٩٥٠ کال پورې د ډيرو ښځو لرلو ته دوام ورکړ تر هغي چې په نوموړي وخت کې  اسرايلو ديهودى مذهبى مشرانو د مشر لخوايوه لايحه صادره شوه او په کى له يوى څخه د ډيرو ښځو سره واده کول منع وګرځول شول.

تر يوې زياتې ښځې په هندوايزم کې:

(په اسلام کې د ښځې  حيثيت) د کميټي له خوا په ١٩٧٥ کال د خپاره شوى راپور په ٦٦ او ٦٧ صفحو کې راغلي دي چې د ١٩٥١ او ١٩٦١ کلو نو تر منځ د هندوانو تر منځ ديوې څخه دزياتو ښځو کولو دودونو فيصدي ٥،٠٦ ده او د مسلمانانو تر منځ دا اندازه %٤،١٣ ده په داسي حال کې چې د هندوستان دقانون له مخى يواځې مسلمانان دلته دا حق لري چې له يوې څخه زياتې ښځى ولرى او د غير مسلمو لپاره داکړنه يوغير قانوني عمل دى خو د دغه قانون باوجود بياهم د هندوانو فيصدي په دى برخه کې له مسلمانانو څخه لوړه وه نو اوس فکر وکړئ چې که هندوانو ته د مسلمانانو په شان قانوني اجازه ورکړى شوى واى، دا فيصدي به څومره وه ؟ په لومړيوکې په هندوانو باندې هم د ښځو په تعدادکې کوم محدويت موجودنه وو خو په ١٩٥٤ کال کې کله چې د هندوانو دواده قانون جوړيده نو دهغوى لپاره له يوې څخه د ډيرو ښځو لرل غير قانوني وگرځول شول. نن سبا چې هندوان يوه ښځه کوي داله دې امله نه ده چې ګوندې هغوى له مذهبى اړخه داسې کولوته اړدي بلکه دا دهند داساسي قانون زور دى چې نه پريږدي هندوان له يوې څخه د زياتو ښځو سره واده وکړي.
راځۍ چې او س پدى بحث وکړو چى اسلام ولي له يوې څخه د زياتو ښځو سره  واده کولو ته اجازه ورکړى ده ؟

يوه ښځه کول په قران کريم کې (فواحدة=نو يوه ښځه بس ده)

د قرآن عظيم الشان دغه وينا د سورة النساد ٣آيت يوه برخه ده په کوم کې چې راغلي دي:
((فَانْکِحُوامَاطَابَ لَکُمْ مِنَ النِساءِ مَثْنَى وَثُلث ورُبع فَاِنْ خِفْتُمْ اَلا تَعْدِلُوافَوَاحِدَ ة ))
د خپلې خوښى ښځې دوه ، دوه – درې، درې او څلور،څلور په نکاح کړئ اوکه تاسي و ډار شوئ چې په ډيروکې به انصاف ونه کړاى شئ نو يوه ښځه بس ده.
د قرآن د نزول څخه تر مخه ديوه سړى لپاره د ښځو د کولو اعظمي اندازه هيڅ محدوده نه وه او ډيرى سړو به په شلگونو ښځې لرلې، بعضو آن تر سلو پورې . اسلام دا انداز ه تر څلورو پورې محدوده کړه ، اسلام نارينه ووته اجازه ورکړه چه دوه ، درى او يا اعظمى څلور ښځى په نکاح کړي خو په دى شرط چې له هغوى ټولو سره يوشان ، باانصافه او عادلانه سلوک وکړى شي . سورة النساپه ١٢٩ آيت کې راغلي دي .
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا اَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِسَاءِ….
دا هرگزستاسي په توان نه ده چې دښځو په مينځ کې بشپره برابر ي وکړاى شئ ..
له يوې څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول په اسلام کې يو قانون نه بلکه يوه استثناده خو له بده مرغه چې ډيرى خلک پدې اړه يو قسم غلط پوهيدلى دي چى گوندى د الازمي ده چې هر مسلمان دې له يوې څخه زياتې ښځې ولري. په اسلام کې پينځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي.
١- فرض:- کول يې جبرى يا لازمي دي.
٢- مستحب:- چې د کولو سپارښتنه يې شوي وي،خو اړين نه وي.
٣- مباح:- جايز يا روا وي، په کولو يې کوم ثواب يا عذاب مرتب نه وي.
٤- مکروه:- د نه  کولو يې سپارښتنه شوي وي.
٥- حرام:- کول يې منع شوي وي.
په اسلام کې د يوې څخه د زياتو ښځو سره د واده کولو مسئله په منځنۍ ډله کې راځي يانې دا يو مباح عمل دى او داسې نه ده چې ګوندې هغه مسلمان چې دوه ، درى ، او يا څلور ښځې لري ، دهغه مسلمان په پرتله چې يوه ښځه لري ، بهتر او غوره دى.

دښځو د ژوندانه منځنۍ موده د نارينه وو په پرتله زياته ده :

طبيعاً نارينه او ښځينه تقريباً په مساوي نسبت زيږيږي خو ښځينه ماشوم نظر نارينه ماشوم ته په لوړه کچه معافيت ((دناروغيو په مقابل کې له ځانه څخه د دفاع وړتيا)) لري ځکه خود مکروبونو او ناروغيو سره نظر نارنيه ماشومانو ته ښه مقابله کوي. پدى ډول سره د کوچنيوالي په مرحله کې دمړينې کچه په نارينه وکې د ښځينه وو په پرتله لوړه وي (جنگونو او شخړو پرمهال هم د نارينه وو دمرگ اندازه د ښځو په نسبت زياته وي، ټکرونواو ناروغيو له امله هم نارينه له ښځو څخه ډير مړه کيږي. د يادو شوو دلايلو په رڼاکې ويلى شو چې د ښځو د ژوندانه منځنۍ کچه او موده نظر نارنيه ووته لوړه او رښتيا هم که هر وخت خپل شاو او خوا ته وگورو  نو   د کونډو سړو څخه به  په ټولنه کې کونډې ښځې ډيرې وي.

په دنيا کې د ښځو نفوس نظر نارينه ووته زيات دى:

په متحده ايالاتو کې ښځينه دنارينه وو په پرتله ٧،٨ مليونه زياتې دي . يواځي د نيو يارک په ښارکې يو مليون ښځى له نارنيه وو څخه زياتې دي او په نارينه وو کې يې هم دريمه برخه نارينه همجنس بازان دي . په ټوليز ډول په ټوله امريکا کې ٢٥ مليونه داسى نارينه وجود لري چې نه غواړي . له ښځو سره واده وکړي او پر ځاى يې له خپلو همجنسو نارينه وو سره دواده کولو له لارې خپل شهواني خواهشات پوره کوي په برطانيه کې څلور مليونه ښځې له نرانو څخه زياتې دي، په جر منى کې  دا اندازه په آن پنځه مليونو ته رسيږي  ،په روسيه کې ٩ نهه مليونه ښځې له نرانو څخه زياتى دي او يواځى الله پوهيږى چې په ټوله دنياکې به څومره شمير ښځې له نارينه وو څخه زياتې وي.  دنورو گاونډيو هيواونو تر څنگ هندوستان يو د هغو کمو هېوادونو له جملې څخه دى چې ښځينه نفوس يې نظر نارينه ته لږ دى. د دى واقيعت تر شا پراته د لايل دادي چې په هندوستان کې د ښځينه جنين وژنې کچه ډيره لوړه ده . ديوې احصايې له مخه هرکال په هندوستان کې يو مليون ښځينه جنينونه سقط کيږى او که زيږيږي هم نو بيا په مختلفو طريقو سره د ژوندانه په لمړي کال وژل کيږي که چيرته دا ناوړه او پليت اعمال ودرول شي نوبې له شکه چې هند به هم يو له هغو هيوادونو له جملي څخه شي چې په کې به ښځينه نفوس نظر نارينه ته ډير زيات وي ((که د هند او سنى حالت د عدل، انصاف او انسانيت په تله کى واچوو نو څه فکر کوۍ چې ديوه انسان په صفت به دا غوره وي چې خپله لور يا خور دمور په رحم کې ووژنو يايې هم د ژوندانه په لمړى کال د ژوندانه له نعمت څخه محرومه کړو او که داچې هغې ته د ژوند کولو حق ورکړو خير که په راتلونکي کې ممکن له داسى يوه چاسره واده وکړي چې نورى ښځي هم لري زما په اند هم د سالم عقل خاوند به دوهم انتخاب غوره وگڼي کوم چې له اسلام څخه سر چينه اخلي او لمړى هغه به له وحشته ډک يو عمل وگڼي . ژباړن))

په يوې ښځې پورې د هر نارينه محدودول ناشونى او د ښځو په تاوان دى:

دتيرو دلايلو په رڼا کې که چيرته داومنو چې هر سړى دې يواځې او يواځې يوه ښځه ولري نو پدې صورت کې به يواځې د امريکې په متحده ايا لاتو کې له ٣٠ مليونو څخه زياتې ښځې بې ميړونو پاتې شي هغه هم که دهمجنس بازانو شمير ٢٥ مليونه قبول کړو کوم چې له دې کچې څه ډير زيات دى همدارنگه به په برطا نيه کې له څلورو مليو نو څخه زياتې ښځې په جرمني کې له پنځو مليو نو څخه زياتې ښځې او په روسيه کې (٩) مليونه ښځې پدي ونه توانيږي چي ميړونه پيداکړي يا ميړونه ولري.
فرض کړى‌ چي زما خور او يا ستا سي خور يوه دهغو ښځو له جملې څخه ده چې په امريکې کې اوسيږي نو اوس دهغې لپاره يواځى دوه انتخا به شته ،لمړى دا چي له داسي يوه چا سره نکاح اوواده وکړي چي له وړاند ي بله ښځه لري او دوهم دا چې عامه شتمني وګرځي ،بله کومه لار نشته ،نو اوس هغوى چي حيا لري او ځانونوته انسانان وايي ،هغوي به لمړني انتخاب ته رايه ورکړي .
په غربى ټولنه کې ديوه سړي لپاره دا يو ه عادي خبره ده چي ګڼ شمير معشو قې او پرته له واده څخه جنسي اړيکې ولري چه پدي صورت کې ښځه په غربي ټولنه کې يو بى حرمته ،سپک ،شرميدلې او نا مصو ن ژوند لري خو عجيبه ده چي همدا ټولنه بيا دا نه مني چي يو سړى دې له څو تنو ښځو سره واده وکړي چې په دې صورت کې بيا ښځه په ټولنه کې دخپل باوقاره ،باغيرته او دروند مو قف په ساتلوتوانيږي او په ټولنه کې خوندي ژوند لري . په پاي کې ويلى شو چي دغې ښځې لپاره چي دواده کولو لپاره ديوه ناواده کړي زلمي په موندنې نه بريالۍ کيږى ،فقط او فقط دوه لاري پاتې کيږى چي يا خو له داسې يوه چاسره واده وکړي چي له وړاندې څخه بله ښځه لري او يا هم عامه شتمني وګرځي .داسلام مقدس دين داسي ښځې ته دلمړۍ لارى په حلالولو او ددوهمې لار ې په حرامولو سره يو باوقاره ،شريف او با عزته موقف ورکړى دى ګڼ شمير نور دلايل هم وجود لري چي اسلام ولى نارينه ته دڅو ښځو سره دواده کولو اجازه ورکړى ده خو دټولو اصل يو شى دى او هغه دښځې دحيا ،عزت او باوقار ه موقف ساتنه او خوندي توب دى .

ليکوال: ډاکتر ذاکر نايک

ژباړه او زياتونه: ډاکتر پامير احسان


ډاکتر عبدالکريم ذاکر نايک په ١٩٦٥ ميلادي کال کې د هندوستان په ممبي کې زيږيدلى. نوموړي په انساني طب کې ليسانس لري خو د ١٩٩١ کال راهيسې يې ځان اسلامي دعوت ته وقف کړى دى. نوموړى په مقارنه اديان کې د شيخ احمد ديدات له تکړه شاګردانو له جملې څخه دى. دا مهال د اسلامي تحقيقاتو د مؤسسې په نامه ديوې ادارې رئيس او بنسټ ايښودونکى دى چې د نوموړې ادارې په تشکيکل کې د صلحې په نامه يو تلويزوني چينل او يو مکتب هم شامل دى.ډاکتر ذاکر نايک په ګڼو هيوادونو کې د نامسلمو له بېلابېلو ډلو له ديني پوهانو سره مناظرې کوي او په خپلو مناظرو کې ډېر بريالى دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب