دغه عادتونه مو حافظه کمزورې کوي

فعاله حافظه لرل د هر انسان هیله او ارزو وي. حافظه د عمر له زیاتوالي او یا هم د توجه نشتوالي له امله حتی په ځوانانو کې هم کمزورې کیږي چې دغه کمزوري بیا یو جدي خنډ گرځي. ځینې خلک بیا خپلې حافظې ته دومره متوجه وي چې نور روغتیايي فعالیتونه ترې هیر شي.

اعصاب د حافظې مختلفې برخې لري چې ډیر خلک اوږد مهاله حافظې له کمزورۍ څخه کړیږي. دلته مو له هغو عادتونو سره اشنا کوو چې عادي ښکاري خو حافظه کمزورې کوي.

۱- کم خوب کول: لږ خوب کول اعصاب کمزورې کوي چې له امله يي حافظه هم کمزورې کیږي. خوب د سیناپسې (Synaptic) جوړیدنه او روغتیا بهتر کوي چې د عصبي سیسټم مختلفو برخو تر منځ اړیکې پیاوړي کوي. که عصبي سیسټم د لږ خوب په اساس اړیکې نیولو کې پاتې راشي بیا حافظې ته د واړه معلوماتو ساتل هم ډیر گران وي.

دې مشکل څخه خلاصون لپاره د شپې باید ۸ ساعته خوب وشي. که د شپې له خوا زیات خوب نه شئ کولی بیا د ورځې له خوا کم وخت لپاره ویده شئ تر څو اعصاب بیرته فعاله شي. د ورځې له خوا که هر څومره خوب هم وشي د شپې خلا نه شي ډکولی.

۲- تایرایډ ناروغي: تایرایډ ناروغي په مستقیم ډول اعصابو باندې تاثیر نه کوي خو بیا هم دغه غده په غاړه کې ده. حافظې ډیرې ناروغی د تایرایډ ناروغیو له امله منځ ته راځي. د تایرایډ ناروغي له توجه کولو سره هم اړیکه لري او د انسان توجه کولو وړتیا متاثره کوي. تایرایډ ناروغي کله نا کله انسان په ډیرو نورو عصبي ناروغیو لکه لیونتوب اخته کوي.

۳- اندیښنه او خپگان: خپگان او اندیښنه په بدن کې کورټیسول (Cortisol) په نامه هورمون تولیدوې کوم چې د دوه عصب یو ځای کیدو ځای (Synapses) زیانمنوي. سایناپسېس (synapses) د اعصابو اړیکو ټینگولو کې ډیر مهم رول لوبوي نو د هغوي غیر فعاله کیدل په انسان کې لنډ مهاله او اوږد مهاله حافظه کمزورې کوي.

۴- سگریټ یا ورته نور څیزونه څکول: لوگي لرونکي څیزونه څکول نه یوازې دا چې انسان په سرطان او الزایمر ناروغیو اخته کوي بلکې اعصابو ته د وینې جریان هم زیانمنوي. څیړنو ثابته کړې چې نسبت عام خلکو ته لوگي څکونکو کې حافظه ډیره چټکۍ سره کمزورۍ کیږي. دغه مواد په بدن کې غیر ضروري پروټین تولیدوي کوم چې د اعصابو معلوماتو برخه کمزورې کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب