که غواړئ ځوان پاتې شئ، مېوه وخورئ!

 نوې څېړنې ښیي، که غواړئ سالم مغز ولرئ نو مېوې او سبزي وخورئ؛ يا په بل عبارت څومره چې له مېوو او سبزیو ګټه اخلئ په هماغه اندازه به مو مغز هم سالم وي.

څېړنې په ګوته کوي، هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې پنځه وخته مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري.

د انګلستان د څېړونکې ډلې مشر ډاکټر سیوريو سټرينجیس (Saverio Stranges) وایي، هغه کسان چې پر سګرټو روږدي دي، که غواړي له دغه شره ځان خلاص کړي، نو مېوه یې یوازېنۍ حل لاره ده.

دغه څېړنه په انګلستان کې په ۱۴۰۰۰ کسانو باندې د ۱۴ کلونو په اوږدو کې ترسره شوې ده چې ۲۴ سلنه یې ښځې او پاتې نور یې نارینه وو.

څېړنې ښودلې ده، هغو کسانو چې په کافي اندازه یې مېوه او سبزي خوړلي وو، د نور په پرتله پیاوړي، روغ، ځوان او خوښ ښکارېدل.

برعکس هغو کسان چې مېوه او سبزي یې کمه کاروله، له وخت مخکې یې مخ ګونځې کړې وې او زاړه ښکارېدل.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب