په سرطان د اخته کېدو عوامل

 

سرطان يا کېنسر د ناروغيو مجموعه ده چې پرې د اخته کېدو سببونه يې ډېر زيات دي. په ټوله کې ټول انسانان د سرطان له احتمالي خطر سره مخامخ دي. که څه هم په سرطان د اخته کېدو تر ټولو ستر لامل د بدن په يوې يا ډيرو حجراتو کې غير کنټرول وېش دی؛ خو بيا هم ځينې نور عوامل شته چې په سرطان د اخته کېدو چانس لوړوي.

۱ـ د سرطان پېدا کوونکې درملو استعمال

سرطان پيدا کوونکي عواملو ته carcinogens ويل کیږي چې په کې کيمياوي مواد، شعاوې او نور شامل دي. دغه درمل د بدن نارمل حجره زيانمنوي او په سرطاني حجرې يې بدلوي.

ځينې سرطان پېداکوونکي عوامل په لاندې ډول دي:

۲ـ تنباکو:

که چېري تنباکو څکوئ نو تاسې ډېره زمينه برابروئ څو د سږو، خولې، ستوني، مرۍ، مثانې او پانکراس په سرطان اخته شئ. په سرطان د اخته کسانو له جملې څخه يواځې له ۱ تر ۴ برخې يې هغه کسان تشکيلوي چې د تنباکو د څکولو له امله پرې اخته شوي شوي دي. په ټوله نړۍ کې د سګريټ څکوونکو کسانو له منځه له ۱ تر ۱۰ پورې کسان د سږو د سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. څومره چې تنباکو ډېر څکوئ؛ په هماغه اندازه مو په سرطان د اخته کېدو چانس لوړيږي.

your ads

۳ـ د کار ځای کيمياوي مواد:

د کار ځای کيمیاوي مواد لکه asbestos «يو ډول سپين رنګه کيمياوي مواد دي چې په اور نه سوځيږي او په تعميراتو او ځینو لباسونو کې د اور سوځېدنې څخه د مخنيوي په خاطر کارول کيږي.» بنزين، فارم الديهايد او داسې نور. که چيرې تاسې په داسې يو چاپېريال کې ژوند کوئ چې په کې دا ډول مواد کارول شوي وي نو په سرطان د اخته کېدو چانس مو لوړيږي.

۴ـ عمر زياتېدل:

څومره مو چې عمر زياتيږي؛ هومره مو په بدن کې د سرطاني حجراتو د انکشاف چانس زياتيږي. احتمالاً دا په بدن کې د د زيانمنو شويو حجراتو د تجمع له امله وي. همدا ډول د عمر په زياتېدو د غير نارمل حجراتو په مقابل کې د بدن مقاومت کمېدل هم د سرطاني حجراتو د تجمع سبب کيږي. د بېلګې په توګه د زيانمنو شويو حجراتو د بيا ترمیم وړتیا او د غير نارمل حجراتو په مقابل کې د بدن دفاعي سيستم د عمر په تېرېدلو کمزوری کيږي. همدا سبب دی چې ډيرې سرطانونه په لوړ عمر لرونکو کسانو کې انکشاف کوي.

۵ـ د ژوند د بڼې عوامل:

رژیم او د ژوند نور عوامل چې مخکې ورته اشاره وشوه؛ کولی شي د سرطان خطر ډېر او يا کم کړي. د بېلګې په ډول، که چيرې تاسې په کافي اندازه مېوه او سبزيجات خورئ نو ستاسې بدن د سرطان په مقابل کې کافي اندازه مقاومت ښيې.

داسې لاره او طريقه چې  په بشپړه توګه له سرطان څخه مخنیوی وکړي؛ تر اوسه نه ده پېژندل شوې خو هغه خواړه چې په ويټامینونو او منرالونو غني دي او د انتي اوکسيدانت په نوم کيمياوي موادو درلودونکي دي؛ کولی شي د حجراتو له زيانمنېدو څخه چې د سرطان ستر عامل ګڼل کيږي؛ مخنيوی وکړي.

له حده زيات د چربي لرونکو (شحمي) خوړو خوراک په بدن کې د سرطاني حجراتو د انکشاف زمينه برابروي.

چاغوالی، د باقاعده سپورت نه کول، الکولي مشروباتو څکل او سره کړې غوښه خوړل په بدن کې د سرطاني حجراتو د انکشاف کچه لوړوي.

۶ـ تشعشع:

په خپله د وړانګو ځلېدل يا تشعشع يو سرطان پيداکوونکی عامل دی. د بېلګې په توګه د راډيو اکټيف موادو له وړانګو سره مخامخ کېدل او د اتوم د هستې وړانګې د وينې په سرطان او په نورو سرطانونو د اخته کېدو خطر لوړوي. همداراز له حده ډېر د لمر تېزو وړانګو په مقابل کې پاتې کېدل او لمر سوځونه ( یعنې د ماورای بنفش وړانګې) د پوستکي په سرطان د اخته کېدو چانس زياتوي. په ټوله کې ويلای شو څومره چې د وړانګو تشعشع په بدن زياتیږي؛ هومره په سرطان د اخته کېدو چانس لوړيږي. خو د وړانګو کمه اندازه لکه د ایکسری معاينات بيا دا خطر نه لري.

۷ـ ميکروبي کېدل (عفونت):

ځينې جراثيمونه لکه بکتریا او وايروسونه له سرطان سره اړيکه لري. د بېلګې په توګه په هيپاټايټيس بي او هيپاټايټيس سي وايروس باندې اخته کسان د ځيګر په سرطان د اخته کېدو له خطر سره مخامخ وي. يا بله بېلګه يې د انسان او papillomavirus وايروس تر منځ اړيکه ده چې د رحم په سرطان د اخته کېدو چانس لوړوي.

Papillomavirus هغه وايروس دی چې د ناسم جنسي مقاربت له امله يا د خولې يا د مقعد له لارې د جنسي مقاربت له امله په ښځو او نارينه و کې د سرطان سبب کيږي.

همدا ډول بله بېلګه يې د Helicobacter pylori وايروس (هغه وايروس چې د معدې د ټپ سبب کيږي) يادولی شو چې د معدې په سرطان د اخته کېدو خطر لوړوي.

۸ـ د بدن دفاعي سيستم:

هغه کسان چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری وي؛ په سرطان د اخته کېدو خطر يې زيات دی. د بېلګې په توګه هغه کسان چې په ايډز اخته وي يا هغه کسان چې د immunosuppressive therapy درملنې لاندې وي.

immunosuppressive therapy هغه درملنه ده چې پرې هغه ناروغان تر تداوي کيږي چې د بدن دفاعي سيستم يې ډېر فعال وي او د ډول ډول درملو يا شيانو په مقابل کې عکس العمل ښيې. نو د دې لپاره چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری شي؛ نوموړی شخص د immunosuppressive therapy درملنې يا د دفاعي سيستم ضعيف کولو درملنې لاندې نيول کيږي. کله چې يو شخص د همدې درملنې لاندې ونيول شي او د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری شي نو بيا په سرطان داخته کېدو خطر يې زياتيږي.

د ځينې سرطانونو عوامل مجموعي وي:

په دې مانا چې هر سرطان يواځې د يو سرطان توليدونکي عامل په وسيله نه رامنځته کيږي بلکې ځينې وختونه څو عوامل يو ځای  کيږي چې بيا په ګډه ترې يو سرطان توليدونکی عامل جوړيږي او په سرطان د اخته کېدو سبب کيږي. يا دا هم سمه نه ده چې ووايو يواځې هغه کسان چې د ژوند خرابه بڼه لري په سرطان اخته کيږي. د بېلګې په توګه هغوی چې سګريټ څکوي يا تنباکو کاروي؛ ټول يې سل په سلو د سږو په سرطان نه اخته کيږي. په حقيقت کې هر انسان په خپل بدن کې په طبيعي ډول سرطان توليدونکي حجرات لري خو ټول انسانان په سرطان نه اخته کيږي. ځکه انسان ته رب ذولجلال د ساتنې داسې مېکانېزم ورکړی دی چې له سرطان او هر بېګانه جسم په مقابل کې د بدن ساتنه کوي.

ژباړه:  ډاکټر محمد اجمل درمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب