خضر عليه السلام څوك او چيرته دى؟

آیا خضر علیه السلام پیغمبر وو او که ولي؟ آیا هغه ژوندی دی؟ که ژوندی وي نو چیرته دی؟ ولې ښکاره نه ګرځي چې خلک یې له پوهې او علم نه ګټه واخلي په خاصه توګه نن سبا چې مسلمانان په ډیر بد حالت کې دي؟

الحمد لله ، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه، ومن اتبعه إلى يوم الدين، وبعد:
خضر علیه السلام یو نیک بنده وو چې الله جل جلاله یې په سورت کهف کې یادونه کړې ده، موسی علیه السلام ورسره په یوه سفر کې ملګری وو او زده کړه یې ترې کړې ده، په موسی علیه السلام یې شرط ایښی وو چې ده څه کول، نو پوښتنه به یې نه کوي او صبر به کوي …بیا ورسره واوسیده… خضر علیه السلام ته الله پاک له خپل لوري علم او رحمت ورکړی وو ، موسی ورسره لاړ، ګوري چې یوه کښتۍ یې سورۍ کړه، ماشوم یې وواژه، کوږ دیوال یې سم کړ نو پدې کارونو به موسی علیه السلام نیوکې کولې نو بیا یې ددې ټولو کارونو په سبب او لامل پوه کړ اوورته یې وویل چې دا زه له ځان نه، نه کوم بلکې د الله جل جلاله په امر یې کوم( په سورت کهف کې یې قصه ټوله ذکر شوې ده.

ځینې خلک وایي چې خضرعلیه السلام د موسی علیه السلام نه وروسته ، دعیسی علیه السلام او ان دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم ژوندی وو ، اوس هم ژوندی دی او تر قیامته به ژوندی وي، هغوی پدې اړه قصې او داستانونه هم جوړ کړي دي چې له فلاني او فلاني سره مخ شوی وو، فلاني ته یې خرقه ور اغوستې وه او فلاني ته یې وعده ورکړې وه…داسې ډیرې نورې قصې دي چې هیڅ دلیل پرې نشته…

داسې هیڅ دلیل نشته چې خضر علیه السلام ژوندی او یا موجود دی ـ لکه ځینې چې ګومان کوي ـ بلکې برخلاف داسې ډیر دلایل دي په قرآن او سنتو کې چې معقول هم دي او د امت د محققو علماوو اجماع هم پرې شته چې خضر علیه السلام ژوندی ندی او زه دلته د ابن القیم صاحب د کتاب (المنار المنیف فی الحدیث الصحیح والضعیف) نه یو څو عبارتونه را اخلم او پرې بسنه کوم، نوموړی په دغه کتاب کې د موضوعي(له ځان نه جوړ شوي) حدیث چې په دین کې نه منل کیږي ، په اړه قواعد او اصول ږدي نو یو اصل داسې بیانوي ( هغه ټول احادیث چې په هغو کې د خضر علیه السلام لپاره دتلپاتې ژوند خبره شوې ، دروغ او موضوعي دي، د خضر علیه السلام د ژوند په اړه یو صحیح حدیث هم نشته، نو دا حدیث چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په جومات کې ناست وو له شا نه یې غږ واوریده نو چې ورغلل ویې لیدل چې خضر علیه السلام دی… یا دا چې خضر او الیاس علیهما السلام هر کال په خپل مینځ کې سره ویني…یا دا چې جبرائیل، میکائیل او خضر علیهم السلام په عرفه کې سره ویني…دا ټول دروغ دي.
ابراهیم الحربی نه چا پوښتنه وکړه چې خضر ژوندی دی او ماڼۍ لري نو هغه ورته وویل: دغه خبره شیطان د خلکو ترمینځ مشهوره کړې ده.

له امام بخاري (رح) نه چا پوښتنه وکړه چې آیا خضر او الیاس علیهما السلام ژوندي دي؟ نو هغه ورته وویل: دا څنګه کیدای شي ؟ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ” لا يبقى على رأس مائة سنة ممن هو اليوم على ظهر الأرض أحد ” (رواه الشيخان) (سل کاله وروسته به دغه اوس د ځمکې پر سر ژوندي انسانان یوهم پاتې نه وي).
قرآن کریم وایي: (وما جعلنا لبشر من قبلك الخلد أفان مت فهم الخالدون)سورت انبیاء ( مونږ له تا وړاندې هیڅ بشرته هم تلپاتې ژوند ندی بښلی نو آیا ته چې مړ شې دوی به تل ژوندي وي؟) نو که خضر علیه السلام بشر وو نو هغه بیا تل ژوندی نشي پاتې کیدلی ، ځکه چې خپله قرآن کریم او نبوي سنت یې نفی کوي، نو که موجود وای پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته به راغلی وو.

دغه راز د نورو ډیرو امامانو نه پدې اړه پوښتنه شوې ده نو هغوی هم د قرآن دغه آیت دلیل نیولی دی.
د شیخ الاسلام ابن تیمیة (رح) نه پوښتنه شوې نو هغه په ځواب کې ویلي وو چې که خضر علیه السلام ژوندی وای نو په هغه فرض وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راشي، د هغه ترڅنګ جهاد وکړي او له هغه نه زده کړه وکړي.
دغه راز پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بدر په ورځ دوعا کوله چې اې الله! که دغه ټولی له منځه لاړ شي نو بیا خو به په ځمکه کې ستا عبادت کوونکی پاتې نشي، حال داچې هغوی ۳۱۳ تنه وو چې ټول یې په نومونو، د پلرونو په نومونو او د قبیلو په حساب پیژندل شوي وو نو خضر علیه السلام دغه مهال چیرته وو؟ نو ځکه خو قرآن ، سنت او د محققو علماوو کلام د خضر علیه السلام ژوند نه مني.

حدیث شریف دی چې “والله لو كان موسى حيًا ما وسعه إلا أن يتبعني” (رواه أحمد عن جابر بن عبد الله) په اللهجل جلاله قسم ، که موسی علیه السلام ژوندی وای نو خامخا به یې زما پیروي کوله) نو که خضر علیه السلام پیغمبر وو نو له موسی علیه السلام نه غوره نه وو او که ولي وو نو له ابوبکر رضی الله عنه نه غوره نه وو.
بله دا چې د ا ځینې خلک ګومان لري چې خضر علیه السلام په دښتو، غرونو او شاړو کې ګرځي، پوښتنه داده چې ولې دومره موده په شاړو او غرونو کې ګرځي؟ پدې کې څه حکمت دی؟ ګټه پکې څه ده؟ زما په نظر خو پدې کې چې هغه پټ وګرځي ، نه عقلي فایده شته او نه دیني، خلک وزګار دي او له خپلې خیټې نه قصې او داستانونه جوړوي، یو خیالي انځور ورکوي، بیا پرې دیني رنګ هم راکاږي او یو شمیر ساده ګان یې بیا پدې عنوان بیانوي چې ګواکې دا زمونږ دین دی، داسې قصې له سره زمونږ دین سره تړاو نلري او هغه ترې پاک دی.
اما دا چې آیا هغه نبی وو او که ولي؟ نوپدې کې علماء اختلاف لري خو د سورت کهف له آیت نه ( وما فعلته عن امری ) (ما خو له ځان نه ندي کړي( راته وحی شوې او دالله جل جلاله په امر مې کړي دي) معلومیږي چې هغه پیغمبر او نبي وو .
والله أعلم

ځواب: دکتور یوسف القرضاوي

ژباړه: عبدالفتاح جواد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب