په شپه کې د خوځښت کمښت

اوشپه یی دسکون لپاره جوړه کړه(الانعام 96).
د “سکنا” عربی کلمه يعنی استراحت، دوقفې ،وخت, دشاته تګ اوآرامښت  په مانا ده . څه ډول چې   الله (ج) فرمایی شپه یی دآرام اواستراحت لپاره پیداکړې . په شپه کې د   دميلاتونين Melatonin هورمون افرازېږی چې دبدن خوځښت دکراریدو، دستومانی داعصابو دآرامښت اوخوب لامل ګرځی . دخوب په وخت کې دزړه خوځښت اوسا کښل کرارېږی دوینی فشار کمېږی . سهار مهال ددغه هورمون افراز درېږی  اودانسان بدن ته وېښیدل تنبیه کېږی.

دخوب په وخت کې دبدن عضلې خپلې مړې حجرې ترمیموی داځکه چې دخوب په وخت کې دانرژی مصرف لږ وی ، بدن انرژی ذخیره کوی . دمعافیتی سیستم اودبدن دودې ډیر شمېرهورمونونه هم په شپه کې افرازېږی .
دبېخوبی له کبله دمعافیت سیستم کمزوری کېږی اوشخص په آسانی سره ناروغه کېږی . که څوک پرله پسې دوه شپې ویده نه شی ښه تمرکز نه شی کولای اوډېرې تیروتنې کوی، که څوک درې شپې پرله پسې ویده نه شی ښه فکر نه شی کولای اوخیالاتی کېږی.

(Hallucination يعنی داسې څه وینی اواوری چې اصلاًشتون نه لری ).
شپه دانسانانو اونورو ژوو لپاره داستراحت وخت وی .  الله (ج)   داچې شپه دآرامښت لپاره پیداکړې ده اوډیر فعالیتونه په دې وخت کې کمېږی نو ځکه دې مسالې  ته اشاره کوی. په داسې حال کې چې موږ په سترګو ډیر داسې بدلون نه شو لیدلای ، دبېلګې په ډول دفوتو سنتېز عملیه په نباتاتو کې چې دلمر په راوتو سره پیلېږی . دشپې له خوا تودوخه کمېږی نباتات خولې نه کوی اواستراحت کوی . که شپه نه شی ډیر نباتات به ومری یعنی داچې شپه دنباتاتولپاره هم داستراحت اودځواک دنوی کولو وخت وی.
دمالیکولونو فعالیت هم دشپې له خوا کمېږی ، دلمر وړانګې دروځې دمالیکولونو اواتومونو دفعالیت لامل ګرځی. په تیاره کې مالیکول اواتوم لږه انرژی لری اودوړانګو په له لاسه ورکولو پیل کوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب