رقم جوړونکي وسایل Digitizing the Real World

د: رقم جوړونکې وسايل ( Digitising the Real World )

کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي.
څرنګه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول دي:

1:سکنر (Scanner ):

سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د ګرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي.
سکنر په بيلا بيلو  بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو ګراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د Bit په ډولونو بدل کړي تر څو د ګرافيکي پروګرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي.

2: د يجيتل کمره (Digital Camera):

ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي.
د پاڼې پر مخ د چاپي  بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي (Bit) بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د USB پورټ له لارې نښليدای شي.

ويديويي رقم جوړؤنکی ( Video Digitizer ):

دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سګنالونو ته واړوي.
له هغې وروسته کولای شي چې  رقم شوي سګنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي.
څرنګه چې ديجيتل ويديويي کمره اشکال  په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سګنالونه په مستقيمه توګه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته  کم پيوټر ته وليږدوي.

4: د غږ رقم جوړؤنکي( Sound Digitiser ):

د غږ رقم جوړونکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي.
د غږ ورودي ذکي پروګرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توګه تفسير کړي.
غږونه په هوا کې د څپو په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوګ په اليکتريکي سګنالونو  بدلوي له هغې وروسته د ADCپه مرسته انالوګ سګنالونه باينري بڼي ته اوړي.ADC معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري.

your ads

5: حس کوونکي ( Sensor ):

له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپاره ګټه اخيستل کېږي.
له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو سلګونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو  د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي کولای شي ،تقليد کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب