ښه خواړه یا متوازن خواړه

خواړه څه شی دي او ښه خواړه کوم خواړه دي؟ په علمي نظر خواړه هغه موادو ته ویل کېږي چې وکولای شي په بدن کې ماده (د بدن د ترمیم او ودې لپاره) او انرژي (د حیاتي فعالیتونو د سرته رسولو لپاره) تولید کړي. د دې تعریف له مخې د غذا د خوړلو موخې هم څرګندېدای شي. هغه عمل چې په واسطه یې د حجرو داخل ته مواد لاره کوي او د ګټې اخيستنې وړ ګرځي، د تغذیې په نامه یادېږي. د ژوندیو موجوداتو یو مهم خاصیت تغذیه ده. انسان بې د غذا خوړلو له ۶ تر ۷ اوونیو پورې ژوندی پاتې کېدای شي؛ خو په دې موده کې ډېر کمزوری کېږي. البته دا هم هغه مهال چې اوبه وڅښي. د حیاتي فعالیتونو د سرته رسولو لپاره مناسب خواړه ډېر ارزښت لري؛ ترڅو د ضرورت وړ انرژي په لاس راوړل شي.

د بدن د حجرو، نسجونو او غړو د ودې او ورځني لګښت لپاره متوازنې او مناسبې غذا ته ضرورت وي. د دې کار لپاره باید بشپړ خواړه وخوړل شي. یوه بشپړه غذا لاندې توکي لري:

ا- قندونه ۲- پروتینونه ۳- شحمونه ۴- اوبه ۵- ويټامينونه ۶- منرالونه

لومړنۍ درې برخې ( پروتین، قندونه او شحمونه) د خوړو اصلي توکي دي. اوبه، ويټامنونه او منرالونه د خوړو مرستندویه توکي دي. که یوه غذا اصلي توکي ولري او مرستندویه توکي یې پوره نه وي، غذا مکمله نه ده. د غذا پروټین، قندونه او شحمونه، اوبه او منرالونه او ويټامينونه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب