د ژاولو روغتیایی ګټې

ترکیه هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات یعنې ۶۰ د ژاولوو جوړولو شرکتونه لري. له ترکیې وروسته امریکا دویم هېواد دی چې ګڼ شمېر د ژاولو د تولید فابریکې لري. دغه شرکتونه هر کال پر ۵۶۰ میلیونه کسانو باندې ژاولې پلوري، چې زیات مصرف کوونکي یې ایراني وګړي دي.

۱- نیکوتین لرونکې ژاولې :

نیکوتین لرونکې ژاولې دغه ژاولې په خپل ترکیب کې نیکوتین لري او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي سګرېټ پرېږدي.

۲- بې قنده ژاولې :

بې قنده ژاولې ډېری کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته له دې ډول ژاولو څخه ګټه اخلي؛ ځکه نه یوازې غاښونو ته زیان نه رسوي، بلکې په پاکولو کې یې مرسته کوي. په دې ډول ژاولو کې د ګلوکز پر ځای له مصنوعي او بې ضرره قندونو کار اخیستل شوی.

۳- مخدره توکي لرونکې ژاولې :

مخدره توکي لرونکې ژاولې دغه ډول ژاولې په خپل ترکیب کې مخدره مواد لري چې د روغتیا پالانو په وینا د وخت په تېرېدو سره انسان د خولې، اوریو او ژبې پر سرطان اخته کوي.

ولې ژاولې کاروو؟

د ورځې په اوږدو کې د ژاولو ژول اشتها کموي او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي غذایي رژیم یې نیولی وي. د خولې بد بوی له منځه وړي، د غاښونو او اوریو د پاکوالي لامل کېږي. دا سمه ده چې ژاولې د غاښونو او خولې له پاک ساتلو سره مرسته کوي، خو هېڅکله هم د غاښونو د برس، کرېمو او مسواک ځای نه شي نیولی.
له ډوډۍ خوړلو وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژول په معده کې د خوراکي موادو له هضم سره مرسته کوي. ولې ژاولې ونه ژوو؟ د ژاولو ژولو پر مهال تر ډېره خوله وازه او بسته کېږي، معدې ته اضافي هوا داخلېږي او د معدې د پړسوب لامل کېږي. د ډېر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل کېږي.
د ژاولو ژول په هغو کسانو کې د وینې فشار د لوړېدو لامل کېږي چې د زړه ناروغي لري. “حميدالله حميدي”

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب