له مور او پلار سره د ښه ژوند کولو ۳۵ ادآب

۱) د والدينو په حضور کي ټليفون بندول..
۲) خبرو ته یې غوږ نيول..
۳) د هغوئ نظر او رایه منل..
۴) ښې خبري ورسره کول..
۵) په عاجزۍ ورته کتل..
۶) تل یې صفت او ستاینه کول..
۷) دخوښۍ خبرونه ورسره شريکول..
۸) د غم او پريشانۍ له خبرو نه خبرول..
۹) د ملګرو او دوستانو یې ستاینه او صفت کول..
۱۰) تل ددوئ د لاسته راوړنو یادونه کول..
۱۱) خبري یې په مینه اورېدل ولَوْ که تکراري وي..
۱۲) د تېر وخت دردناک او غمجن حالتونه یې نه ور یادول..
۱۳) په حضور کي یې د بل لوري له خبرو ډډه کول..
۱۴) په احترام ورسره کښېنستل..
۱۵) د دوئ افکار کم او ناقص نه بلل..
۱۶) د خبرو مینځ ته نه ورلوېدل او خبري نه ور قطع کول..
۱۷) د سن او عمر یې احترام کول او په لمسیانو نه تنګول..
۱۸) د دوئ پر وړاندي د لمسیانو نه وهل او ترټل..
۱۹) ټول نصيحتونه او توجيهات یې قبولول..
۲۰) پر خپل ځان حاکمیت ورکول..
۲۱) اواز نه پرې پورته کول..
۲۲) ددوئ څخه وړاندي او مخته تګ نه کول..
۲۳) تر دوئ وړاندي خوراک نه کول..
۲۴) په حیرانۍ نه ورته کتل او سترګي نه پرې ګنډل..
۲۵) افتخار پرې کول..
۲۶) پر وړاندي یې پښې نه غځول او نه شا ورګرځول ..
۲۷) په بل چا نه ښکنځل..
۲۸) تل دعاوي ورته کول..
۲۹) پر وړاندي یې د ستړیا او خفګان اظهار نکول..
۳۰) پر کومه سهوه او خطا یې نه خندل..
۳۱) مخکي تر غوښتني یې خدمت ته ور دانګل..
۳۲) تل یې ملاقات کول او نه پرې غوصه کېدل..
۳۳) په خبرو کي ورسره نرم او خواږه الفاظ کارول..
۳۴) په خوږو نومونو ورغږ کول..
۳۵) پر ټولو خلګو وړاندي او مقدم بلل.

مور او پلار د ځمکي دپاسه هغه قيمتي خزانه ده، چې په ځمکه کې د دفن کېدلو په درشل کي ده.. الله تعالی دي زموږ او ستاسو پر هغو والدینو هم رحم وکړي، چې د خپل رحيم او غفور رب لوري ته تللي دي. پروردګاره! پر دوئ رحم وکړه، لكه څنګه چي دوئ له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب کښي زه پاللى وم.”

ژباړه: حافظ سفیان خالد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب