د قرآنکريم د تلاوت آداب

۱- له بې اودسی او جنابت څخه د بدن پاکوالی .
۲- مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې سړی د قبلی په لوري ناست وي .
۳- د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (98 النحل)
۴- د هر سورت په شروع د « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په خاص توګه د    فاتحی سورة په شروع کې .
۵- قرآن په ترتيل سره لوستل (ورتل القرآن ترتيلا ) د ترتيل په باره کې شاعبدالغزيز رحپه خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :
الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
ب – د وقف پر ځای په شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جدا کول د کلام بې ځايه نشي .
ت – حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
ث  – آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .
ج – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .
ح – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
خ – د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .
۶- د تلاوت پر مهال حاضرين ته واجب دی چې چوپ وي او په نورو کارونو له مشغوليدو څخه بايد ډډه وکړﺉ قوله تعالی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (اعراف۲۰۴)
۷- قاري او اوريدونکی ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنی څخه ده لکه په مخکې آیت کې .
مګر فرياد ،چيغی کول شور ماشور جوړول د قرآيت په وخت کې د مشرکانو صفت دي ځکه کله به چې قران لوستل کيده نو مشرکانو به يوله بله سره خبري چيغی او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړي ده .
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ (فصلت 26   )
(( او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسی او په هغه (مهال )  بيهوده خبرې کوی )).
۸- قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : (ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن) ((هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی)) .
۹- قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو،فاسقان يا یهودو او نصارا د دينی آوازونو سره تشبح نه کړي او په او دښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي .
۱۰- قاري او اوريدونکی به د قرآن په آيتونو کې به تدبر فکر کوي او د هغه په معنی او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي .
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 )   (( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی ))
۱۱- د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی
تر څو د خدای ج غطمت او لويې په ياد راوړل شي چې قرآن دهغی کلام دي .

۱۲ – تر خپله وسه د قرآنکريم د اموامير اطاعت کول او دهغه له مخالفت څخه ځان ساتل .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب